را روانې ټاکنې او په کې د مافیایي کړیو شتون!!

د پارلماني ټاکنو په لومړنیو لیستونو کې د یو شمیر کسانو څرګندیدل چې عامو خلکو ته يې شتون شکونه او اندښنې پیدا کړي.

د چنګاښ په لسمه نيټه د افغانستان دټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د پارلماني ټاکنو د نوماندانو لومړني ابتدایي لیست اعلان شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په پاڼه د کاندیدانو د لیستونو د خپاریده سره یوځای په اجتماعي او خواله رسنیو لیدل کیږی چې یوشمیر زور واکی او مطرخ کسان په فسبوکونو کې له دغه پړاو د وتو په سر خواښي څرګندو، چې د ټاکنو په رتلوونکی شفافیت باندې د زور سیوری غوړولی دی.

ډير افغانان او د نظر حاوندان په دې باور دي چې د زوراکو، غصبینو، اود افغانستان د کورنیو جګړو کې لاس لرونکي کسانو لپاره پارلمان د امن ځای دی.

د ټاکنو له لوري د نوماندانو په لیست کې لیدل کیږي ، چې یو شمیر پخواني جهادي مشران او د هغوي د کورانۍ غړي، د پخوانیو حکومتونو چارواکي، سیاسی او په افغانستان کې د قوم او تعصب ته لمن وهونکی کسانو نوماند کیدل هغه څه دی چې خلک په رتلوونکی پارلمان بې باوره کړیدي.

که څه هم د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون په زغرده وایي چې د کاندیداتورۍ لپاره ټاکل شوي قوانین د عدلي او قضایي قوانینو تر پښو لاندې کوونکو لپاره کړنلاره واضحه ده.

چې د ټاکنو عمر باید پوره وي، په افغانستان کې په وژنه، ترور او د خلکو په زورونه تورن نه وي او د مالي امکاناتو سرچینې معلومي وي، اود قوانینو څخه د کورنۍ کوم غړي او يا هم پخپله سرغړونه نه وي کړي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ابتدایي او کم رنګه ډول د ټاکنو لپاره په کم ساري ډول یو شمیر کسان د ټاکنو له لیست څخه غورځولي دي، خو یاد کسان هم داسې څوګ دي چې په تیرو وختونو کې د سیاسي، ګوندي او سیمه یيز زور خاوندن نه شمیرل کیږي بلکې د ځینو تخنيکي نیمګړتیاوو په وجه د لیستونو غورځول شویدي.

اوس پوښتنه داد چې والې په افغانستان ې د لسګونو زرو په شمیر کسان پارلمان ته ولاړ دي، د مرکز په شمول د یو شمیر ولایتونو څخه زورواکي چې په بیله بیلو جرمونو تورن دی ولې؟ دې جنایتونو په تور د ټاکنو د لومړنیو لیستونو نه دي ،غورځول شوي.

د ولسي جرګې ټاکنو نوماندانو لومړنی نوملړ ښايي چې د ځینو سیاسي او جهادي څېرو، د حکومت د پخوانیو چارواکو زامنو او د رسنیو ځینې فعالان هم له کابل څخه ولسي جرګې ته کاندیدان دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون، چنګاښ په نهمه د مرکز په ګډون د د ټولو ولایتونو د پارلمانی وکیلانو نومونه اعلان کړل.

د ټاکنيزو د شکایتونو د کمېسیون غړو د لیست تر اعلان ورسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې یو شمیر کسان چې په انساني قاچاق، د مصالحو ځواکونو په لرلو، د نیشه ایي توکو په کر، قاچاق او په جنایي قضایو تورن دي د لیست څخه غورځول شويدي.

هغه وویل دغه لیست په دې معنی هم دی چې ولس وپوهیږي اود ټاکنو د کمېسیون مستقل توب ثابتولی شي. دوی وویل له دې ورسته هم عام خلک، مدني نهادونه کولای شي چې په کاندید د شواهدو او اسنادو سره یوځای شکایت وکړي، او دوی یې په اړه تصمیم نیسي.

د افغانستان د اوسنې پارلمان ډيرای غړي ډير وحت د قوانینو څخه په سرغړاوي تورن دي او خلک ورڅخه چندان رضایت نلري.

د پارلمان ډیر غړي هغه څوګ دي چې د تیرو وختونو په تنظمي جنګونو او کورانیو ډيرو جنایتونو کې لاس درلود.

تیر کال د یو څاروې له مخې چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو دزرګونه کسان پوښتل شوی وو او ورته ویل شوی چې د پارلمان غړو مو د سیمې په کچه ستونزې ته څومره ځواب ویلی، چې مرکه کوونکو ورته ویلی وو چې هیڅ، نو اوس به معلومه شي چې د افغانانو د شعور کچه د تیر په نسبت څومره ښه شوي، څوګ په څه ډول معیار د ولس تر کوره راسوي.