په افغانستان کې له هغې ورځې چې د غني او عبدالله ترمنځ دوهم ځلي سیاسي توافق وشو ، غني په ولایتونوکې د والیانو او په مرکز کې د وزارتونو په سطخه ادلونونه بدلونونه پيل کړل.
د خوست والي پکتیا ته تبدیل کړ د پکتیا والي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادرې مشر کړ د کنړ والي په کندزکې مقرار کړ د زابل لغمان ته راوست د ننګرهار والي ددفاع وزارت مرسیال وټاکه.
خو له همدې سره یوځای د مصالحې شورا مشر بیا هم د تیر په څیر ګیلې شروع کړې وویل حکومت په نویو مقراریو نه دی خبر کړی او دغه مسالې اندښمن کړی.
د ولسمشر ویاند وویل چې د مصالحې شورا مشر تراوسه ورته کسان نه دی معرفي کړي څو په ورکړل شوي سهم کې مقرار کړي.
په افغانستان کې له لویه سره د ولس شکایت دادی چې دلته بشري ځوانه قوه شته اود پرادي هیوادونو د طبعیت پرته په همدې حاوره کې شته کادرونه وزګار دي او دولت یوازې هغه کسان په موقفونو کې ښکته پورته کوي چې جهادي، تنظیمي، سیاسي اړیکي ولري او د بهرمیشتو سفارتونو ملاتړ د ځان سره ولري.
ان ډير شمیر هغه کسان هم دي چې په بهر کې کورونه لري ماشومان د هیواد د باندې ژوند کوي دوي دلته په لوړو معاشونو لوکسو کورنو کې ژوند کړي.
د پکتیا اوسنی والي د تیرو پځنو کالونو راهسې په پنځو ولایتونو کې کار وکړ هر وخت د خلکو د شکایتونو په غبرګون کې له دندې لرې شوی خو سړی ددی په ځای چې د ناکام مدیریت په وجه وپوښتل شي یوازې د ځای په تغیر بسنه شوي ده.
دغه ګمارنې له اوله د سیاسي جوړښت له مخې شروع شوې چې اولس ته د منلو وړ نه دي او نه هم د ښه حدمت طمعه ورته کیدای شي.
ولسمشر واعدي کړي او ماتوي یې ، ولسمشر غني ویل چې دا ځل دوه سری حکومت نه منم خو ورباندې ومنل شو ، د اشحاصو په ټاکنه کې بشري قوه په استعداد باندې ټینګار وکړخو بیا هم د سیاسی فشارونو او جوړجاړیو په مټ ګمارنې پيل شوې.
په لویه کې د معاش د تناسب ټولنیز توازن ، او د حلکو د ژوند د ښه والي لپاره د عمري عدلت خبره کیده خو ولسمشر په کې پاتې راغی ، له بهر سړی راغی لسګونه زره ډالر اخلي خو په کور د ننه د مامور شپږ زره افغانۍ معاش دی.
تراوسه نه وړ اشخاص په دندو ټاکل شوي نه دې زورواکو سره د قانون په ژبه خبرې شوي او نه هم هیله شته چې دغه پنځه کالونه به رتلوونکي ته یو ښه سیستم په میراث پریږدي.
په افغانستان کې څلور ځلې ټاکنې وشوې حلکو په ټاکنو کې په لومړي ځل په غوڅ اکثریت ګډون وکړ دوهم ځل یو څه خفه شوي و د حلکو ګډون کم رنګه و دریم ځل هم د کم خساب په شمیر رایه وکاریده ،خو په څلورم ځل بیا حلکو په ټاکنو کې په نشت ګډون وکړ یوازې نهه لکه رایه ولسمشر واخېسته چې دغه رایه په نږدې هند کې د پارلمان یو وکیل ترلاسه کوي.
ځکه ولسمشر او د رهبریت مشران په کړیو ژمنو کې یو په بل پسې پاتې راځي
پخوانی د ملي یوالي حکومت ددغه اوسني نظام سره هیڅ توپیر نلري، د ټاکنو په مهال دواړو مشرانو یو په بل نیوکې وکړې چې یو د بل د کارونو مخه نیوه.
همغه مهال دواړو مشرانو عبدالله او غني خپلو هغه ملګرو چې جنګي مجرمین و سیاسی زور درلود اود ټاکنو په مهال ورسره مرسته کړي و په کلیدي بستونو وټاکل چې د کار طمعه ورته نه کیده.
خو دا ځل به هم هیلامندي ځکه نه وي چې په زورونو او بشري تیریو ښکیل کس پکې د مارشالۍ رتبه ترلاسه کړه.
افغانانو له دې نه انډوالۍ په وجه فاصله احستی ده ، دا ځکه چې د لومړۍ ځل لپاره کرزی په میلیونونو رایو ولسمشر وټاکل شو، دوهم ځل په ټاکنو کې د شوي ژمنې د نه عملي په وجه د رایو شمیر کم خو ولسمشر شو خو اوسني ولسمشر غني بیا تر کاندیدو سره یوځای د ملي توزان په رعایت ولسمشر شو خو هغه څه ونکړل څومره چې اړتیا وه.
ولسمشر دوه ځلې د حلکو په کمو او زیاتو رایو سراله قومندان شو خو دواړه ځلې د خپل دوهم سیال عبدالله سره د سیاسی توافق له محې د ملي وحدت په نوم دولت جوړ کړ.
دواړه مشران اوس هم د رتلوونکي پنځو کالونو لپاره په تحت او تاج کیناستل اوس حلک څه غواړي ، حلک ډوډۍ غواړي ، کار غواړي د فساد اوننګونو پرته یو سالمه ادره غواړي او په هیواد کې متوازن انکشاف غواړي.
دا هرڅه کیدونکي دي؟
د هغه پوښتنه ده چې ډير په اړه منفي او کم مثبت فکر لري.
دا ځکه چې هغه ورځ چې په هیواد مرکوني ناروغي کرونا راغله حلک د پاڼ او پړانګ ترمنځ و، یوې خوا د وژنکي ناروغۍ ویره دوهمه بې کاري هغه څه و چې ګڼ حلک په کې روخي ناروغان شول دولت د تبلغ په نوم بې شمیره پیسې مصرف کړي چې د خندا وړ وي ، خلکو ته وویل چې په کورنو کې کینی مرستې درسره کیږي په کم شمیر کسانو ته یوازې څلور کیلو غنم ورکړل ، په وچه ډوډۍ ۸۰۰ میلیونه افغانۍ ولګولې ، ان تردې چې مرسته شوي د اکسجن ماشینونه ورک شول.
لوږه په هیواد کې اوج ته رسیدلي له ماښام ورسته د سیاسی ویرې ترڅنګ سړي د غلو له وجې نشي ګرځیدای ، ځوانان بهرنیو هیوادونو ته په تېښته دي ان ایران افغان مهاجر په دې توګه ژوندي وسوزل چې والې ایران ته په خطرناکو لارو راغلي.
دولته !!!
له نورې نړۍ بشري ارزښتونه زده کړه، د حپلو حلکو ژوند ته پام وکړه ، د بهره څخه راغلي پسې په مناسبو ځایونو مصرف کړه ، ادره جوړه کړه، د فساد مخه ونیسه، په کور دننه اقتصادي ننګونې ته خل پیدا کړه او کورانۍ اقتصاد په حرکت راوله.
دا ستونزه نه ده، دغه هواري لري خو هغه مهال چې قوانین مرعات شي زوراکۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.
ګاونډ پاکستان ۷۰ کاله عمر لري خو هغه د خپل زحمت په برکت ځان اټومي هیواد کړ خپل تولید لري او افغانستان يي د توکو پیاوړی اخستونکی بلل کیږي.
وروستي