
طالبان پر چا باور کوي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
طالبان له افغان دولت سره له تېرو ۱۷ کالونو جګړه کوي. که څه هم افغان دولت او وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې، په هوايي او ځمکنيو برېدونو او عملياتو کې پر يو بل رحم نه کوي او هر لوری په جګړه او عملياتو کې د خپلې بريا ادعاوې کوي؛ خو بيا هم دواړه لوري ووايي، چې د شرايطو په منلو سوله هم کوو.
يانې دولت او طالبان نه وايي، چې د بريا يوازېنۍ لار يې جګړه ده. دوی دواړه د سولې لپاره ځينې وخت سره کيني، استازي سره ليږي او ولس ته په دې اړه يو څه مالومات هم وړاندې کوي. د دولت او طالب وسله والو ترمنځ د سولې د هڅو ښه بېلګه په کور دننه د سولې عالي شورا ده او له هېواد بهر په قطر کې د طالبانو دفتر دی.
لکه څه ډول مو چې په نورو لېکنو کې هم ويلي، چې د سولې په برخه کې دولت او طالبان پر يو او بل تورونه پوري کوي او ادعاوې کوي، چې د سولې لپاره يا اراده نه لري او يا هم د سولې واک او اختيار ورسره نه شته.
دولت طالبان د تر ډېره د پاکستان او له هغې وروسته د ايران، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو تر اغيز لاندې ګڼي او زياتوي، چې طالبان پرته د بهرنيو له رهبرۍ او مشورې په خپله د سولې او جګړې اختيار نه لري. له بلې خوا وسله وال طالبان افغان دولت د امريکا تر اشغال لاندې يادوي او ټېنګار کوي، چې د سولې واک او اختيار له امريکا سره نه دی، نه له افغان حکومت سره.
دا چې څوګ څومره د سولې لپاره نيت، اراده او لېوالتيا لري؛ ولس ترې نه دی خبر او ښايي چې هغه وخت به ولس پوه شي، چې سوله کوي او څوګ د سولې خنډ دی؟ څوګ خپلواکه دی او د نورو په اختيار کې، چې په دې اړه رېښتنې دېپلوماټيک او استخباراتي مالومات ورکړل شي.
که ظاهري بڼې ته وګورو، نو د طالبانو په پرتله حکومت د سولې لپاره ډېره لېوالتيا ښيي، وړاندېزونه کوي، هڅې کوي، اړيکې نيسي او د وړاندې تګ وايي. خو طالبان بيا د حکومت ډېری وړاندېزونه ردوي او د سولې پرځای ډېر تکرکز په جګړه کوي، چې ښه بېلګه يې اختريز اوربند وو. د حکومت اوربند اوږد او د طالبانو لند وو، حکومت اوربند وغځولو او طالبانو له ټاکلي وخت وروسته جګړې ته مخه کړه.
- حکومت د سولې په پار درې، دوه او څو اړخيزې سيمه ييزې او نړيوالې ناستې تر سره کړې.
- په ناستو کې يې طالبانو ته امتيازات وړاندې کړل او د سولې غوښتنه يې ورڅخه وکړه.
- پر طالبانو د نفوذ لرونکو هېوادونو له استازو سره يې ناستې تر سره کړې.
- له اسلامي او کفري نړۍ يې غوښتنه وکړه، چې طالبانو ته وايي، چې سوله وکړي.
- تر دې چې، په د سولې په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر مشرۍ حکومت هرې خوا لاس او پېښې واچول، خو تر اوسه بې مثبتې پايلې دي.
د طالبانو له خوا هم به دې وروستيو کې د سولې لپاره يو څه لېوالتيا ښودل شوې ده.
- طالبانو له امريکا سره د سولې مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه.
- د بهرنيانو وتل يې د سولې لپاره لومړی شرط ياد کړ.
- او درې ورځنی اوربند يې اعلان کړ.
اوس طالبان به چا باور کوي؛
- حکومت ورته د امريکا غلام دی.
- ولسمشر واک نه لري.
- د افغان علماوو فتوا او پرېکړه د امريکا د ډالرو په بيه ده.
- په لويه کې د اسلامي نړۍ علماوو، د غرب تر اغېز لاندې دي.
- د سولې ولسي کاروان د بهرنيو په لارښوونه کار کوي او ترمنځ يې بهرني او امريکايي استخبارات ټاکل شوي دي.
نو لنډه دا چې، طالبان پر چا باور کوي او له چا سره غواړي په افغانستان کې سوله وکړئ؟