
دخوست ولایت ځمکه کمه نفوس زیات دی نو په دې توګه په تیرو څو کالونو کې څه د دولتي اشخاصو څه هم د خلکو له لوری د چور او تالان د ګوښ سره مخ شویدي ځینې چور او یوه اندزه نورې د غصب لاندې دي.
تیر کال د خوست ولایت د عدلیه او قضا او یو شمیر نورو ریاستونو ویلی وو چې زرګونه جربیه ځمکه د غصب لاندې ده چې یوشمیر په ډیرو زخمتونو د کشفی او امنیتی ارګانونو په همکارۍ د غصبینو د منګولو ازده کړي ده.
په حوست ولایت کې د حوجه متون تپه ځمکه څو کاله وړاندې د ۲۵پلي فرقی منصبانو سره وویشله، د اسماعیل خیلو او مندوزیو په ساخه کې د ملي اردو د لومړۍ لوا په خوا کې ځمکه یو شمیر زورواکي په حلکو پلوري . د خوست د ملکی هوایی میدان په ساخه کې دولتي ځمکه د تڼیو او اسماعیل خېلو قومونو سره ویشلی ده یو برخه میدان شو او ترڅنګ ځمکه حلک سره ویشي. د دولس سووه فامیلیو د غونډۍ په سره د تفریخی پارک لپاره ځمکه د خوست د مجاهدینو شورا په شنه زور نیولي او ځونان نه پریږدي چې هلته د شنه والی لپاره نیالګۍ کینوي .دخوست د دولتی ګدام سره د پارک په نوم ځمکه په ولسی جرګه کې د خوست استازي همایون همایون د ۹۹ کالونو لپاره په قرار داد یواځې د میاشتې په پنځه زره افغانۍ نیولی ده ، دخوست د هندوانو کلی چې اوس پکي هندوان نه اوسې خو ځمکې ته یوشمیر زور واکي ښکته پورته کیږی . څو ورځې وړاندې حوستیو هندوانو په هند کې په یو شمیر اجتماعي راسنیو کې ولیکل چې حپلې ځمکې دې یو شمیر زوراکو د ویرې پریښي دي.
د خوست د صنعتی پارکونو په ساخه کې سلګونه جریبه ځمکه په ولسۍ جرګه کې د پکتیا پخواني وکیل باچان خان ځدراڼ د کوم قانوني مراخلو له طي پرته نیولی او شاهانه کورنه ورباندې اباد کړي دي.
د خوست ښار شمال د تخته بیکې ساخه چې ددفاع وزارت اړوند ده تر دې و وړاندې په غیری معیاری دول سره ځمکه په قرار دادونو ورکړل شوی وه، چې حپل سري دوکانونه، پارکونه، او تجارتي کاروبار پکې روان دی.
پخوا داسې ګنګوسې وې چې یاده ځمکه بلند منزلو جوړولو ته ځانګړي شوی چې ورسته دفاع وزارت ورباندې سیم خردار تاوو کړ . څور ورځې وړاندې د خوست د مدنی ټولنې غړو په خوست کې د تخته بیکې د ځمکې د ویش په سره د مرکزی دولت څخه وغوښتل چې یاده ساخه دې د غصب څخه وساتي او د ښاري پرحتیا لپاره دی خوست ښاروالۍ ورباندې د ښارې پرختیا او تجارت لپاره ملی تاسیسات جوړ کړي.
د دولس سوه فامیلۍ د غونډه د تفریخي پارک ساخه د خوست مجاهد وړاندې له دی چې قانونی مرخل طي کړی نیولی او اوس ولسمشر محمد اشرف غنی ته عریضه سپارلی څو دغه ساخه د خوست مجاهدینو ته د کورونو د جوړولو لپاره ورکړی.
چې څه وخت وړاندې د خوست ځونانو د یادې غونډۍ په سر لوی بیراغ ځوړند کړ او د مجاهدینو د اسلامی شورا له لوری بیراغ لږ وخت ورسته وغورځول شوو.
دخوست ځونان وايي چې سیمه د تفریح او ساعترۍ ده او دوي نه پریږدی چې په سر کورونه جوړ شي.
همدرانکه په یوشمیر ولسوالیو کې دولتی ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي چې د خلاصولو لپاره به یې حکومت ته ستر سرخوږای وي.
خوست ولایت د هیواد پلازمینه کابل څخه نږدې دري سوو کیلومتره فاصله لری دغه ولایت که څه هم پخوا یوه لویه ولسوالۍ وو خو اوس دغه ولایت د هیواد د یوشمیر د ګوتو په شمار پرمختللو ولایتونود جملې څخه شمیرل کیږي.
د خوست ولایت ډیرای اوسیدونکي په دولت دارۍ مصروف دي او یو شمیر نور په عربي هیوادونو کې کاروبار لری چې د هغه هیواد څخه راوړي پیسې په خوست ولایت کې په مصرف رسولی دی او د خوست په ترقۍ او ښکله کې مهم رول لوبولی دی.
خو له هم د ملی یوالی حکومت له لوری د دغه ولایت د اوسیدونکو سره په تیر کې شوی ژمنې ته د عمل جامه نه ده ور اغوستي ، دخوست او غلام خان لارې رسمی ترانزیټ . د هوايي میدان اساسی جوړول ، دخوست ولایت د دریمي درجی دوهمی ته لوړول ،د روغتیا ، زرعت او پاکو اوبو په برخه کې پراتې ننګونې هغه څه دی چې مرکزي او ولایتي ادرې ته دپړې ګوته نیول کیږي.
که څه هم د ښووني او روزنې په برخه کې لسګونه زره نجونی او هلکانو په دولتی او نه دولتی پوهنتونو او ښوونځیو کې زده کړې کوی خو له هم په دې برخه کې د سرپنا ستونزه په یوشمیر سیمو کې په ځای پراته ده.
په خوست کې هم د معارف مسولین وایی چې دوی د ښوونځیو د تعمیرنو لپاره د دولت او مرستندویه ادرو څخه اطمنان ترلاسه کړی چې ورته تعمیرونه جوړي، خو ستونزه د ځمکی نشته والی او په یوشمیر سیمو کې ددوی د د ملکیتونو غصب دی.