مونږ سوله د قربانیو په ورکړه غواړو

په افغاتستان کې د لسیزې کالونو جکړه چې قرباني افغانان ورکوي یوه پردۍ او په مونږ تپل شوې جکړه ده، چې ډير وخت د قوم، ژبې، مذهب او تنظمي کړیو سره په تړښت مخالف جهتونه ورته پیدا شوي، چې پایله يې په وژنه او وینه تویدونه تمامه شوي.

د ۷۰ لیسزې راپدیخوا په افغانستان کې د قدرت وږو ډيرې مورګانې بورې کړې، میرمنې کونډې، او خویندې بې وروره کړېږ مهاجرتونه ورانې په کور د ننه جنجالونه د همدې بد مرغه جګړې لاملونه دي چې افغانان د تعلیم څخه محروم کړل. زیربنا او اقتصادی حالات د صفر سره ضرب او په کمه کچه خلک پخواني راوجی رزاعت خپل اقتصادی ژوند مخکې وړي.

دا چې د یوشتمې پيړۍ په عصر کې نړۍ په اقتصاد او د ژوند کچې تغیر کړی، خو له هم مونږ د ژوند د ډيرو عادي امکاناتو څخه نه یو برخمن چې لاملونه د جکړې او بربادۍ عالتونه بللی شوو.

د تیرې یوه نیمې لسیزې را پدیخوا نړۍ افغانستان ته د ترهګرۍ د ځالې د ځپلو په موخه راغله. په نظامي ځواک یې په دغه هیواد کې پردي ترهګر چې د یو شمیر عربي هیوادونو يې تښته کړې وه، افغانستان خوندي ځای باله او له دې ځایه په غربي هیوادونو بریدونه پلانونه چې ۲۰۰۱د سپټمبر ۱۱ نیټه د امریکا په تجارتي مرکزونو د الوتکو په مرسته ترهګري بریدونه یادولی شوو.

چې د سعودی اوسیدونکي اسامه بن لادن چې د هغه هیواد یو شتمن سړی وو، خو د ځینو لاملونو په وجه د خپل هیواد څخه فرار شو. هغه مهال چې په افغانستان کې د مدرسې طالبانو د قدرت واګي په لاس کې درلوده، د اسامه لپاره د مذهبي اړیکو په وجه افغانستان خوندي هیواد وه. افغانستان ته راغی او طالبانو د میلمه په توګه ومانه، خو هغه وو چې دغه میلمه د غربي نړۍ لپاره د مرګونو د طرحې په لرلو سره یو شمیر وسله وال د امریکا په ګډون په یو شمیر وړو او غټو هیوادونو کې دبریدونو لپاره ځای په ځای کړل.

ډیری د سیاسی مسایلو کارپوهان د اسامه بن لادن شتون د امریکا زیږنده بولي چې امریکا غوښتل چې اسامه بن لادن د لاس آله کړي او د اسیايي هیوادونو زړه ته ورباندې ځانونه ورسوي.

امریکا د یو شمېر متحدو زبرځواکو هیوادونو په ملتیا افغانستان ته د نظامي ځواک سره یوځای دې موقتي او دایمي اډو په فکر کې شوو، د افغانستان د یوشمیر مطرحو مدنی ، جهادی او سیاسی شحصیتونه د جرمني بن ښار ته وغوښتل ، څو وښایی چې د نړیوالو شتون په افغانستان کې د هیواد د ولسواکی د نوی نظام د تقوېې ، اقتصادي او رغنیزو پرمختګ او د یو قانونمند هیواد لپاره په ګټه دی.

د بن په غونډه کې په دې توفق وشو، نړیوال افغانستان ته رغلل، د افغانستان نوي اساسي قاون جوړ او د هیواد جوړونې لپاره درې ډوله ارګانونه فعال شول.

خو دې ابادۍ او خلکو د هوساینی سره سره وسله وال طالبان قرار نشول، د ځانمرکو، کمیني، او سرک غاړې د بمونو په واسطه د تیرې یوه نيمې لیسزې را پدیخو په افغانستان کې د بهرنیو، افغان امنیتي ځواکونو دولتي کارمندانو په وړاندې جنګړه سره کوي.

چې د ۱۳۹۶کال کې یواځې ۵۰۰۰۰ زره ملکی کسان د وسله والو په ځانمرګو، مخامخ، او بمي بریدونو کې ووژل شوي وو.

افغانان د وسله والو د بریدونو څخه ستړی شویدي او د افغانستان د تیرو جګړو ورته په تجربو رسیدلي چې اوسنۍ او پخوانۍ جګړې د پردیو هیوادونو په دوستور د همغه هیوادونو د ګټو او ځواک د ښودلو لپاره ترسره کیږي چې قربانۍ افغانان ورکوي.

په تېره یوه نيمه لیسزه کې چې هر کال یواځې پنځه زره ملکی وګړي خپل خوږ ژوند په یوه ناروا جګړه کې د لاسه ورکوی ، مور ورباندې بوره کیږی خور ورباندې بې وروره کیږی ، میرمن ورباندې کونډه کیږی او اولادونه ورباندې بې سرپرسته کیږی . دغه د زغم او جبران خبره نه ده د خفګان او اندښنې ځای دی ، مونږ نور ددغه قربانۍ ځوا ب غواړو ، مونږ اوس تر بل هر وخت د جګړې په منشآ ، لاملونه پوهیږو چې دغه جګړه د خپل کور څخه چا را وړي او د خپل زور د ازمایلو لپاره ورته زه غوره کړی یم شوی یم.

اوس افغانان په ژوند داسې قرباني ورکوي چې شپې ورځې په سرکونو د کابل په لور د سولې په خاطر او جنګ ته د پای ټکي ايښودو لپاره پلي سفرونه پیل کړي.

میاشت وړاندې د هلمند څخه لسګونه ځوانان کابل ته په پلي ډول را روان شول چې د سولې پيغام کابل ته راوړي، د حکومت څحه د وسله والو لپاره دسولې پيغام وا وري. چې کابل ته په راسیدو دروند استقبال وشو. افغان ولسمشر د حضوری چمن دروازی ته ورغی او ورته وویل: چې چمتو دی د طالبانو سره خبرې وکړي هغه که طالبان اوربند غواړي زه اماده یم یو کال اوربند اعلان کړم.

خو دغه لاریونوالو د طالبانو څخه منفي ځواب ترلاسه کړ او اوس دغه ځوانان د هغه هیوادونو د سفارتونو دروزو ته د تحصن خیمې دروي چې ګمان کیږي دغه هیوادونه یا ترهګري تمویلوی او یا هم د افغانستان په جګړه کې ورباندې د شرکت ګمان کیږي.

ددغه حرکت د تقویې لپاره د خوستو جلال اباد، لغمان او پښاورڅخه هم د مهاجرو کارونونه په پلي ډول د کابل په لور سفر پيل کړی دی.