
امریکايي (فارن پالیسي) مجلې دا ځل دافغانستان دسویل په اړه لیکنه خپره کړې ده مجله په دغو ناارامو ولایتونو کې دواکمنۍ له ټیکه دارانو پیل کړې دی ،چې هوری ېې د وضعیت پر برخلیک منګولې خښې کړې دي ، ډیورنډ کرښې ته څيرمه څه روان دي ، د ناټو ځواکونو او عملیاتو ته څه ورپېښ دي ؟ او دا هم ورسره زیاتوي دا سرحدي سیمه دکرښې دواړو خواوو ته د طالبانو دپټنځای او تېښتې لپاره خوندي هغه ده .
مجله د افغان ولسمشر د ناسکه ورور احمد ولي کرزي په اړه کاږي ،چې دا دپردۍ تر شا د واک یو ټیکه دار دی او په جنوبي ولایتونو کې جنجالي څیره ګڼل کیږي .
( فارن پالیسي ) په سویل کې د نورو والیانو لکه دهلمند ګلاب منګل ، د ارزګان والي خدای رحیم دکندهار توریالې ویسا هم یادوي ،چې پر خلکو ېې ډار اچولې دی او په یو شمېر پېښو کې ښکیل دي .
مجله ددې درې واړو والیانو په اړه کاږي ،چې دبشرحقوق په برخه کې ېې دوسیه توره ده او قبیلوي ستونزو ته لمن وهي او دځان په اړه ورځنې ګټه پورته کوي ، دمخدره موادو سوداګري کوي ، ځانته ېې خپلې ملیشې جوړې کړې دي دوی او ملاتړي ېې دهغې ستونزې یوه برخه ده ،چې ولس ورځ تربلې له حکومت لیرې کيږي د دوی کړنې دي ،چې دطالبانو بیا راتګ ته لار پرانیزي .
ګړندې لارې
وسله والې ملیشې ،چې دواکمنۍ د ټیکه دارانو دي د کندهار او ارزګان ترمنځ دګړندې لار ترینګوټ شارګ ېې په خپل لاس کې نیولې دی دا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو ته دسون او نورو اړونده اړ توکو د لیږد تر ټولو ګړندې لار ده .
مجله وړاندې ځي او زیاتوي دا ملیشه دافغان ملي اردو او پولیسو یوه برخه ده او په سیمه کې د واک له ټیکه دارانو سره ټینګې اړیکې لري او هم دوی ته ژمن هم دي .
دا ټیکه داران بیا په خپل وار له نړیوالو ځواکونو سره اړیکې لري دیادونې وړ ده له حکومت سره د ټیکه دارانو اړیکې ورځ تربلې مخ په خرابیدو دي .
مجله د ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو ته نغوته کوي ځکه کندهار دبلوچستان له چمن سره اوږده پوله لري مجله له افغان وسله والو سره دپاکستان د اړیکو په اړه پوښتي په چمن کې د پلټنې چاره څرنګه پر مخ ځي ؟؟
مجله کاږي : په بلوچستان کې دپاکستان د طالبانو ترچتر لاندې راغونډ شوې وسله وال ډیری ېې افغانان دي او یا دهغو قبیلو زامن دي ،چې دکرښې دواړو خواوو ته استوګن دي .
د شا دروازه
پاکستاني طالبان او نورې پاکستانۍ اسلامي ډلې دچمن له لارې دافغانستان سویل ته لار وهي د سیمې ستراتیژیک ارزښت په دې کې رانغښتې دی ،چې چمن افغاني طالبانو ته دشا دروازې بڼه لري او پردې سربېره یو خوندي پناځای هم دی .
دافغانستان طالبانو دپاکستان له اسلامي ډلو لکه دمولانا فضل الرحمن جمعیت علماء اسلام او نورو ورته هغو څخه ملاتړ او بسپنه تر لاسه کوي او طالبانو ته ېې پناځای ، خوندیتوب ، ملاتړ ، لوژستیکې اسانتیاوې او کله نا کله د وسلې ورکولو چاره هم پر غاړه اخستې ده .
د ورځې په سلګونو وګړي له چمن څخه افغانستان ته راتیریږي په دې برخه کې یو شمېر له خپلو وسایلو سره هیڅ نه پلټل کیږي ځکه ، چې دکرښې دواړو خواوو ته طالبان خپله واکمني چلوي .
دسیمې دنورو استوګنو په څیر دپاکستان د طالبانو مشران دمخدره موادو په قچاق کې لاس لري ان تردې ،چې ځینې مهم طالب مشران په چمن کې دېره دي او له هماغه ځایه دخپلو نظامي موخو او سوداګریو لپاره پلانونه جوړوي .
فار ن پالیسي په پای کې کاږي : دطالبانو په مشرتابه کې بدلون او د دوی دجنګیالیو دعمر موضوع هغه ستونزه ده ،چې له دوی سره دخبرو اترو او سولې تړون نور هم پیچلې کوي .
طالبان اوس له هر څه مخ اړوي او په سیمه کې ېې ملاتړي ورځ تربلې زیاتیږي افغان حکومت او نړیوال سوله ساتي نشي کولای ،چې وړ چلند غوره کړي .