
که طالبان د افغان حکومت پرځاي په مستقيم ډول له امريکا سره خبرې وکړي؛ نو څه به پېښ شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼۍ څښتن
طالب وسله والو څو ځلې په رسمي او غېرې رسمي ډول ويلي، چې دوی غواړي د افغان حکومت پرځای د سولې خبرې - اترې په مستقيم ډول له امريکا سره تر سره کړي. طالبان د يادې غوښتنې په اړه څو لاملونه وړاندې کوي. دوی وايي، چې د طالبانو اسلامي امارت د امريکا له خوا سقوط شو او همدا ډول د دوی په وينا چې افغان حکومت خپلواکه نه دی او د سولې باور پرې نه شي کولی، نو ځکه د حکومت پرځای له امريکا سره د سولې خبرې غوره دي.
حکومت او ډېری افغانان بيا د طالبانو له يادې غوښتنې سره مخالفت ښيي. د حکومت په وينا چې افغانستان يو خپلواکه دولت دی؛ په بهرني او کورني سياست کې خپلواکي لري او په افغانستان پوري تړلې چارې بايد د افغانانو او حکومت په رهبرۍ او صلاحيت کې تر سره شي. افغان حکومت دا ردوي، چې د حکومت په کورني او په ځانګړي ډول بهرني سياست کې امريکا ډېره شامله ده. افغان حکومت وايي، چې که چېرې له طالبانو سره د سولې د خبرو مشري د امریکا او يا هم بل بهرني هېواد په غاړه وي، نو مانا دا شوه، چې افغانستان يو اشغال شوی هېواد دی، حکومت خپل مشروعيت نه لري او دغه چاره د افغانستان ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي.
د حکومت او يو شمېر سياسي ډلو په وينا، چې افغان حکومت په بشپړ ډول خپلواکه دی او د سولې په خبرو کې د امريکا او يا بل بهرني هېواد پرځای په خپله افغانان ښه او مثبت رول لوبولی شي، چې بېلګه يې د افغانستان له اسلامي ګوند (حزب اسلامي) سره د سولې هوکړه او په خپلواک ډول د اختر په شپو کې د اوربند اعلان په ګوته کوي.
حکومت ادعا کوي، چې طالب وسله وال خپلواکي کې نه لري؛ د پاکستان، ايران او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو په اشاره او خوښه جګړه او سوله کوي. همدا ستونزه دا ده، چې نه يې ولس په اصل او رېښتيا پوهيږي او نه هم سوله راځي، چې حکومت طالبان د پاکستان، ايران، روسيې او نورو لاس پوڅي يادوي او طالبان بيا افغان حکومت د امريکا اشغال او تر والکې لاندې بولي.
افغان حکومت او نړيواله ټولنه وايي، چې له هر څه ورته مهم د افغانانو ژوند دی، سوله ورته لومړيتوب لري او د جګړې د پای په پار له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي. په نړۍ کې د امريکا اوسني ځواک او نفوذ ته په کتو، د افغانستان په شمول ډېری بهرني هېوادونه بايد، داسې تړونونه، هوکړې، سولې او جګړې وکړي، چې د امريکا په خوښه وي او د امريکا له ګټو سره په ټکر کې نه وي؛ که داسې ونه کړي، نو د امريکا د شومو دسېسو په مقابل کې به قرباني ورکوي لکه افغانستان چې ۱۷ کاله ورکړه او د نړۍ يو شمېر نور اسلامي هېوادونه يې ورکوي.
که چېرې له طالبانو سره د سولې خبرې د افغان حکومت په مشرۍ، د کوم بل اسلامي او غېرې اسلامي هېواد او يا بل هر چا له خوا تر سره کيږي، نو د امريکا او د سيمې د يو شمېر نورو هېوادونو ګټې به حتماً په کې خوندي کيږي. تر کومه چې پر طالبانو د پاکستان او ايران نفوذ او بيا پر دغه هېوادونو د امريکا نفوذ او قدرت ته کتل کيږي، نو څرګنديږي، چې تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړه او له پاکستان څخه رهبري کېدونکې د طالبانو هغه جګړه چې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد يې کوي؛ له يو ادرس رهبري کيږي.
دغه شک او ترديد تر ډېره افغانان او يو شمېر سياسي مشران هم لري، چې کله امريکا په درېيو ورځو کې د طالبانو رژيم نسکور کولی شي، نو بيا څنګه د امريکا په پراخه پوځي شتون کې، طالبان يا پياوړي کيږي، داعش او نورې ډلې هم راپيدا کيږي.
يو ځل دې دا هڅه هم وکتل شي، چې که امريکا له طالبانو سره مستقيمې خبرې وکړي، نو افغانان به له رېښتنې سولې برخمن شي؟ او که نورې ډلې به په بل نوم راپيدا او نوې بهانې به وزېږي؟
تېر ته په کتو ويلي شو، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مستقيمې خبرې هم د سولط تضمين نه شي کولی، ترڅو چې د پردېو ګټې رسوا نه وي او يا پوره شوې نه کوي، چې جګړه به تپل شوي او افغانان به يې قرباني ورکوي.