را روانې ټاکنې او په وړاندې د خلکو اندښنې!

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې راتلونکی ۱۳۹۷کال د د تلې د مياشتې ۲۸ نېټه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.

تر دې وړاندې افغان حکومت اعلان کړی و چې ټاکنې به په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ترسره شي چې د سږ شمسي کال مرغومي میاشت کې پای ته رسېږي. وړاندې تر دې ټاکنې د بهرنیو مرستو پرمټ وې. دا وار کمېسيون وار له مخه خبرداری ورکړ چې د لاس وهنو مخنیوی به کوي.
 
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۴۹ څوکیو لپاره وي چې د هر ولایت د نفوس د انډول په پام کې نیولو سره، نژدې هر ولایت ته دوې څوکۍ ځانګړې شوي دي.
 
ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر د هماغه ولایت د نفوس د شمېر پر بنسټ ټاکل کېږي. هره ولایتي شورا له ۷ تر ۳۱ څوکۍ لري.د ټاکنو د قانون پر بنسټ افغانستان کې د ولسي جرګې او سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې پر یوه ورځ کېږي.

په افغانستان کې د رتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شورا ګانو لپاره د چنګاښ پر۱۶ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د کاندیدانو ، عامو حلکو، او حکومت لپاره هغه څه دی چې په شفافیت او امنیت يې له وړاندې اندښنو ته د ټاکنو د کمسیون او امنیتي ادرو له لوری قاطع او قناعت بښوونکی ځواب نه دی ویل شوی.

دا ځل ټاکنې د تیرو پارلماني ، ولسمشریزو او ولایتي شورا د انتحاباتو د کارتونو حلاف د هویت په تذکرو کیږي. په افغانستان کې له وړاندې د اخوالو د نفوسو ادرې ویلی وو چې ګڼ شمیر وګړي د هویت تذکرې نلري چې یو شمیر کلتوری او تعلیمي لاملونه يې یادولی شو چې په دې برخه کې ډیرای محروم قشر ښځینه دي.

خو د دې سره سره که څه هم د ټاکنو د د بهیر د پيل سره په یوشمیر سیمو کې د هویت تذکرو د ویش لړۍ کړندي او کارکوونکی زیات شول، خو د وخت د کمولی سره سره بیا هم د افغانستان په ډیرای لیرو پرتو سیمو کې حلکو د هویت تذکرې ترلاسه نه کړې.

د ټاکنو د کمسیون له لوری په تذکرو د سټیکر لرۍ پای ته ورسیده چې د ټاکنو د کمسیون او د نفوسو د اخوالو ترمنځ د نه همغږۍ او د ټاکنو په روڼتیا د شک سیوری غوړولي دی.

که څه هم دولت د انتحاباتو تر نیټې وړاندې په خپلو امنیتی تدابیرو کې ژمنه کړی وو چې د ټاکنو د کمسیون سره یوځای يی د انتخاباتو سیټونه په ګوته کړی او دوی امنیتي غم خوړلی، خود څرګنده نه ده چې رښتیا هم د ټاکنو په ورځ د امینت د خوندیتوب څومره تضمین شته .؟ بل خوا داسې معلومیږي چې رتلوونکو پارلماني ټاکنو ته ډير هغه ګوندي . تنظمی اشخاص کاندید دی چې په افغانستان کې ډیر وخت د زرو او زور په مټ حکمیت کړی.

شاید په یوشمیر سیمو کې همداغه اشخاص د نامنۍ لپاره لمن ووهی او د ځان په ګټه د ټاکنیزو حوزو څخه ګټه پورته کړي.

ځکه په یوشمیر سیمو کې زورواکی کاندیدان سر له اوسه په دې هڅه کې دی چې ددوی په خوښه انتخاباتي سیټونه ددوی په کورنو او یوشمیر هغه نامنه سیمو ته اتنقال کړی چې دوی هلته نفوس لری اود نورو کاندیدانو او داخلی ناظرین د نظرت کولو زمینه مساعده نشي.

که څه هم د ټاکنو قانون له مخې به ټول کاندیدان د کاندیدو سره یو ځای د ټاکنو د کمسیون څخه یوه تهد نامه ترلاسه کوی، او په هغه کې به د ټاکنیزو اصولو حلاف اعمالو څخه ډاډه کوي . خو د دا مشکله ده چې د یادې تهد نامې رعایت دي ترسره شي . که څه هم د ټاکنو د فتر له لوری د کاندیدنو لپاره د رسمي کمپاین نیټه ده پیل شوی، خو احتمالی او کاندیدان کسان په حجرو جماعتونو ګرځي او د حلکو څخه رایې غواړي چې دا د ټاکنو خلاف عمل دی.

د تیرو ولسمشریزو .، پارلماني او ولایتی شورا ګانو د ټاکنو په مهال د ټاکنو مرکزي او ولایتی دفترونو د کاندیدانو سره په همکاري او درغلی تورن شوي که څه هم په تیر یو کال کې د ټاکنو د مرکزي دفتر یو شمیر لوړپوړيو اشخاصو کې ادلونونه او بدلونونه رغلل ، خو په لویه کې د ولایتونو ریسان همدغه پخواني کسان دي چې یواځې یوشمیر ولایتونو ته تبدیل شول . بل خوا د ټاکنو ټیټ کچه رسمی او قراردادي کارکوونکی د کاندیدانو سره په پټه او عالنی توګه لیدلی لري او په خوزو کې ورته د حپلو پلویانو د ګمارنې ژمنې ورکوي.

ټاکني مرکز او ولایتی دفترونه سره ددې چې یوشمیر تبلغاتي امکانات په لاس کې لري خو له هم په دې نه دي تونیدلي چې خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوی ، درايي اچوني، ثبتونې په نورمونو يی وپوهوي له هم دغه موضوع ګونګه ده چې د ټاکنو د مدیریت د سیستم په کمزورتیا دلالت کوي.

ددې ټولو ستونزو او ننګونو سره سره بیا هم افغانان هیلامند دی چې د ځل پارلمان ته وړ او مناسب کسان و استوی اوسنې پارلمان چې په تیرو کالونو کې د افغانانو د طمعې او غوښتنو حلاف عمل ترسره کړي عام حلک ورڅخه ښه خاطره نلري.

ځکه ډیرای افغانان په دې باور دی چې د اوسني پارلمان غړو د شخصي کټو او خپلو اړیکو د پاللو لپاره نا اهله وزیرانو ته د تاید او وړ وزیران یې د پیسو او چوکیو د نه ورکړې په خاطر صلب اعتماد کړل . دولتی ځمکې غصب کړې . خپلوان په مهمو پوستونو مقرار کړل په ملی او ولایتی مسایلو کې خپلو حلکو ته د قناعت وړ کارونه ترسره نکړل.

که څه هم وړاندې وویل شول چې په اوسنیو نوماندانو کې یوشمیر همداغه کسان دي خو دا ځل داسې بریښي چې افغانانو شعور ویښ شوی او د داسې کاندیدانو په لټه کې دي چې ولس اه ژمن وي اود فساد په ځای ملی ګټو ته وفادار وي.

د افغان ولسي جرګه چې کاري موده یې کال وړاندې پای ته رسېدلې د ولسمشرغني په ځانګړي فرمان خپلې چارې مخ ته وړي خو ډېرو ته اوس هم د نیوکې پلمه ده چې ګواکې ولسي استازي په ناقانونه موده کې کارونه کوي او باید ژر تر ژر ټاکنې وشي.