اوربند؛ د ولس هیلې او ناهیلۍ!

له ۲۰۰۱ زېږدیز کال را پدیخوا له کله نه چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته مؤقتې ادارې او بیا تر ټاکنو وروسته د حامد کرزي په حکومت کې چې نن له هغه وخته کابو اوولس کاله تېر شوي دي، افغانان کله په یو او کله په بل نامه، د داسې یوې جګړې قرباني دي چې د نورو لخوا پر افغان ولس تپل شوې ده، په دې جګړو کې چې ډېری مرګ ژوبله یې عام افغان ولس ګالي خو ګټې یې بهرنیان ترلاسه کوي، خلک یې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ کړي او په زرګونو افغانان یې له خپلو کورنو بې ځایه کړي دي، د هېواد اقتصادي وضعیت یې خراب کړی، ښکلي ځوانان، مشران او د ټولنې مخور مو یې وژلې دي، په دې موده کې ځوانان په ډېرو ستونزو ښوونځي او بیا لوړې زده کړې بشپړوي خو له بده مرغه د همدې ناخوالو له امله په غیر قانوني توګه مهاجرت ته اړ اېستل کېږي.

کله چې سږ کال د ولسمشر اشرف غني لخوا په یو بې ساري اقدام سره، د سولې راوستو د هڅو په لړ کې د حکومت او طالبانو لخوا د لومړي ځل لپاره اوربند اعلان شو، ددې اوربند په پایله کې نه یوازې دواړه خواوو د اختر په ورځو کې خپلې وسلې کیښودې، بلکې د عام ولس له داسې مینې او ستایلو سره مخ شول چې بیلګه یې د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه لېدل کېږي.

ددې اوربند په پایله کې د کلونو کلونو مرورو طالبانو چې د اوسني نظام پر وړاندې یې وسله را پورته کړې وه، اختر یې یو ځای د همدې نظام له عسکرو او سرتیرو سره په ډېرې خوشالۍ سره ولمانځلو، طالبان له کلیو ښارونو ته راووتل او آن دا چې په کابل ښار کې له خپلو سپینو بیرغونو سره وګرځیدل، ولس مینه ورکړه، حکومتي لوړ پوړو چارواکو یې په ډېرې درناوۍ سره هرکلی وکړ، په همدې توګه افغان سرتیري او کابل مېشتې دولتي مامورین، د طالبانو تر واکمنی لاندې سیمو ته لاړل او له خلکو سره یې لیده کاته وکړل له ټولو نه د خوشالۍ خبره خو دا وه چې هغه کسان هم خپلو کلیو ته لاړل چې کالونه کالونه یې خپل د ماشومتوب او د خاپوړو ځایونه نه وو لیدلي. لنډه دا چې په دې وروستیو اوولسو کالونو کې دا لومړی ځل ؤ چې د حکومت او طالبانو ترمنځ په دا ډول اوربند پلی شو چې د نړیوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو، که څه هم اوربند یوازې د دریو ورځو لپاره و خو هېوادوالو سره یې یو ځل بیا د هېواد د روښانه راتلونکي او په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلو هیله پیدا کړه، په واټونو کې یې په ګډه له طالب وسله والو او افغان سرتیرو سره انځورونه واخیستل او دا اختر یې له نورو اخترونو سره په ډېر توپیر سره د امن په فضا کې ولمانځلو.

اوس نو طالبان هم باید د ولس مینې ته یو مثبت ځواب ورکړي او په بدل کې یې همداسې مینه ورکړي، نه دا چې وینه تویې کړي. ځکه چې دوی باید په دې پوهیدلي وي چې ولس نور له جګړې ستړی دی، ولس نور دا نه شي زغملی چې هره ورځ د پردۍ جګړې په ډګر کې قرباني ورکړي او داسې چې هېڅ ګټه یې هم دوی ته نه رسېږي.

له بلې خوا دې اوربند نړیوالو ته دا وښوده چې د جګړې دواړه لوري، نور له جګړې ستړي دي او د سولې غوښتوونکي دي، خو دا چې دا مسله سیاسي اړخ لري نو مهمه ده چې د دواړو لورو مشرتابه د سولې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو یوې مثبتې پایلې ته سره ورسیږي.

همدارنګه په اوسني نظام کې ور ګډ سیاسي ګوندونه هم باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او د سولې په بهیر کې خنډونه رامنځته نکړي، دا اوربند که څه هم یوازې د دریو ورځو لپاره ؤ خو اغیزه یې مثبته ځکه ده چې له دې وړاندې په دې تړاو او په دې کچه هېڅ داسې مثبت ګام نه و پورته شوی، او کم تر کم اغېز یې دادی چې هغه وسله وال طالب چې تر دې وړاندې یې د کابل او کابل مېشتو په اړه کوم منفي ذهنیتونه درلودل، کیدای شي کابل ته په راتلو یې یو څه ذهنیت بدل شوی وي.

له درې ورځیني اوبند وروسته افغان ولس او حکومت له طالبانو څخه د اوربند مودې د غځیدو غوښتنه وکړه خو دا غوښتنه د مقابل لوري لخوا و نه منل شوه بلکه خپلو بریدونو ته لا زور ورکړو خو دا چې په دې سره یې ولس یو ځل بیا نا هیلې کړ په داسې حال کې چې ولس تمه درلوده چې کیدای شي د اوربند موده وغځیږي.
په پای کې له ټولو افغانانو چې په جګړه کې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ښکیل دي هیله کوم چې په هېواد کې د تل پاتې سولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او نورو ته اجازه ورنکړي ترڅو زمونږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او زمونږ ولس پرېږدي چې د ملي یوالي او ورورولۍ په فضا کې له یو بل سره ژوند وکړي.