غزل

درد مې د فن جامې اغوستي غزل خوان دى
اوس مې زړه ديوه حسن ترجمـــــــــــان دى
ټول بدن يې دستم د كــــــــفر كــــــور شو
يو ليمو كې يې نظر ناست مسلمان دى
په خوږو پستو كيسو كې زمونږ مرګ دى
اخ د سرو غشو باران زمونږ درمـــــان دى
ديو چا مرګ كلى دارنګې خاموش كړ
ته به وايې چې يو چولـــــى بيابان دى
لټوم دې د ګوتكيو په كـــــــــــوتو كې
ستا لاسو كې پرون ورك را نه ګريوان دى
اوسوو يې د زړه غټ منځ كې جلانه
وا جانان پر موږه ګران لكه ايمان دى
سيدجيلاني جلان