
نړيوالې ټولنې د سپټامبر له ١١ مې پېښې وروسته د بن په لومړۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې له افغانانو سره به وي او له دوى سره به د غوره حکومتوالۍ، له فساد سره د مبارزې او د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، خو لاهم په افغانستان کې نه غوره حکومتوالۍ رامنځته شوه او نه هم اداري فساد او مخدره مواد لمنځه لاړل. افغانستان اوس هم د همغه اوولس کاله مخکې بحران سره مخ دی او په دغه برخه کې د پرمختګ څرک هم د ميږي له تګ سره مل دی.
نشه يي توکي داسې يو مکروب دى چې ځوانان په يوه خاموشه مرګ له منځه وړي او په نشې روږدي کسان بايد له يادې شومې پديدې وژغورل شي. نشه يي توکي داسې يو ويروس دى، چې ځوانان په يوه خاموشه مرګ له منځه وړي او که چېرې دغه شومه پديده په ټولنه کې خوره شي نو د ويروس په څېر به هيڅوک هم ترې ونه ژغورل شي.
بايد هڅه وشي چې د ملت د بشپړ راتلونکي لپاره، هغه کسان چې په نشه يي توکو روږدي دي په تدريجي ډول له يادې شومې پديدې وژغورل شي. له يادې پديدې سره په مبارزه کې بايد بېلابېل ارګانونه او ادارې اوږه په اوږه کار وکړي او په له منځه وړلو کې يې هڅې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه تازه تر سره شوې سروې څرګندوي چې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د ٢٠١٢ زېږديز کال په پرتله له ١،٦ ميليون کسانو څخه درې ميليون کسانو ته لوړ شوى دى.
فساد او نشه يي توکي د حامد کرزي د حکومت او نړيوالې ټولنې ډالۍ وې، چې اوس مونږ ته په ميراث پاتې دي، اوس د ملي يووالي حکومت بايد له کورنۍ او بهرنۍ مافيا سره مبارزه وکړي او په ټولنه کې شته فساد او د نشه يي توکو ټغر ټول کړي.
د مخدره موادو په مخنيوي کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ډېر کمزورى دى او يوازې هغه څوک چې له ياد وزارت سره مرسته کولى شي؛ هغه مدني ټولنې او بنسټونه دي، چې بايد پام ورته وشي او په دغه برخه کې يې مرستې راجلب شي. دغه بنسټونه د حکومت جوړښتونه په خوځښت راوستلی شي او دولت ته په هره برخه کې ډېرې غوره طرحې وړاندې کولی او ورکولی شي، که چيرته ورته وشي. هر افغان هيله لري چې له نشه يي توکو سره جدي مبارزه وشي، دغه مبارزه بايد د ټولنې له وړوکي کس څخه پيل شي او تر ستر پورې يې ټول مسووليت احساس کړي.
دا مهال افغانستان په ټوله نړۍ کې د نشه يې توکو ستر توليدونکی هيواد دی ، خو د دې ترڅنګ يې د نشه يي توکو په مصرف کې هم لومړی مقام خپل کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدېدنې کچه تر ټولو هيوادونو لوړه ده ، چې په هرو دېرشو تنو کې يو کس په نشه يې توکو روږدی دی.
د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان دا يوه ناروغي ګڼي، دوی په نشه يي توکو د روږدېدو عوامل کورنۍ او شخصي ستونزې، ژور خفګان، د جګړو له امله روحي او رواني فشارونه، بې کاري، فقر، بې وزلي، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی، بېسوادي، جهل او د بې اسرې کېدنې په څېر ګڼو لاملونو ته ګوته نيسي. د معلوماتو له مخې په هيواد کې د روږدو کسانو شمېر دوه نيم مليونو ته رسيږي خو دا شمېر کره نه دی؛ مګر په باور سره چې دغه شمېرله درېو ميليونو څخه هم ډېر دی.
یوه خبره ډېره ښکاره او روښانه ده چي جنګ ترټولو سترمالي او ځاني مصارف غواړي دافغانستان د دولت ټول وسلوال مخالفین دخپل جنګ مصارف دهمدې تاریاکو،عشر، زکات او دبهرنیواستخباراتو د منابعو څخه په لاس راوړي.
اجرائيه رئیس وايي، د افغانستان د جګړې د تمويل له ۴۰ څخه تر ۶۰ فیصده پورې منابع مخدره مواد دي او مخدره مواد او ترورېزم مستقيم تړاو سره لري.
دسیګار د ادارې د مالوماتو له مخې، چې ويلي دي په ۲۰۱۶ کال کې دمخدره موادو عواید دوه میلیارده ډالره ؤ. ملګرو ملتونو هم په خپل يو راپور کې ویلي، چي افغانستان په ۲۰۱۶ م کال کې دټولې نړۍ په سلو کې۸۰فیصده تاریاک تولید کړي دي.
په افغانستان کې د کوکنارو د زیاتې کرکیلې او دغو توکو ته د اسانه لاسرسي له امله دا مهال د مېرمنو او ماشومانو په ګډون له دوه نیم ميليونو زیات افغانان په نشه يي توکو روږدي دي، چې ډېر تعداد يې په کندهار او هلمند ولایتونو کې دي، چې شمير يې د۱۲۰ زره کسانو څخه اوړي. دا حالت او بد وضعيت د ټولنې لپاره یو ستر ناورین دی، چې په مخنيوي کې يې حکومت او نړيواله ټولنه هم پاتې راغلی دي.
د مخدره توکو د استعمالونکو ځايونه معلوم دي ، معتادين پکې هره ورځ مخدره توکي استعمالوي، خو حکومت پرې سترګې پټوي او خلک وايي چې د مخدره توکو د خرڅوونکو سره معاملې روانې دي چې له هغوی سره په ګټو کې لوړ پوړي دولتي چارواکي شراکت لري. که همدې چارواکو شراکت نه لرلی او د مخدره موادو کاروباریانو سره يې ګتې شریکې نه وای، نو ولې د مخدره توکو پلورونکي او قاچاقبران نيول کيږي او بېرته ډېر ژر ازاديږي، دوسيې يې تر محکمې هم نه رسيږي.
انديښنې دا دي، چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د معتادينو شمېر ډېريږي او خطرناکه خبره دا ده چې د مخدره توکو د همدغو روږدو کسانو څخه د دولت د مخالفينو لخوا په مسلحانه او ځانمرګي بريدونو کې کار اخيستل کيږي او په ډېرې اسانۍ سره د څو پيسو په مقابل کې د جګړو ليکو ته جلبيږي، چې عواقب يې د هېواد لپاره بګنونکي دي
دا په داسې حال کې ده چې د افغان او امریکا ګډ نظامي ځواکونه د تېر میلادي کال د اکتوبر له میاشتې راهيسې، د نشه يي موادو د کارخانو د ویجاړولو لپاره ګډ هوايي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس هم دوام لري. د دې عملیاتو په نتیجه کې په هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو کې تر دې مهاله د نشه يي موادو ۷۵ کارخانې ویجاړې شوې دي. د يادونې وړ ده چې دا کارخانې زياتره يې په هغو سيمو کې وې چې د طالبانو تر واک لاندې دي.
د امریکا د مشرانو جرګې د نظامي خدمتونو د کمېټې غړې سناتورې جوني ایرنیسټ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نورو امریکايي ځواکونو شاملېدل مهم ګڼي او ټينګار کوي چې بايد په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنیوي ته لومړیتوب ورکړل شي.
له بلې خوا د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د امریکایي ځواکونو د هغو هڅو هرکلی کوي چې غواړي د مخدره موادو پر ضد مبارزې باندې خپل تمرکز ډېر کړي، خو له دغو ځواکونو څخه دا هم غواړي چې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق ستونزې ته دې په عين وخت کې پوره پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د اقتصادي پروګرامونو او زراعتي ودې ترڅنګ د کوکنارو د کښت را کمول او د نشه يي موادو د تولید او قاچاق په وړاندې د نظامي ځواکونو رول هم خورا مهم دی. په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق له لارې لاسته راغلې پیسې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو مالي سرچینې دي.
نظامیان له نشه یي موادو سره د مبارزې د ستراتيژي ملاتړی ځواک دی، کله چې د جنګي ډلو سره مبارزې ته له نظامي زاویې کتل کیږي، نو زیات تمرکز بايد هم د دې ډلو پر عایداتي سرچینو وشي. د تاریاکو عواید د وسله والو طالبانو مالي سرچینه ده او په لوی لاس همدغه بده پديده مالي فساد ته لاره هم هواروي. د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب یوازنۍ لاره د جګړې د عواملو له منځه وړل دي. په افغانستان کې نشه يي مواد د جګړې یو له عمده عواملو څخه دي.
تر هغو چې د کروندګرو په ژوند کې بدلون نه وي راغلی د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخنیوی ګران کار دی. ځکه کروندګرو د نشه يي توکو کښت ته له مجبورۍ مخه کړې ځکه د نورو کښتونو لپاره کافي اوبه او محصولاتو ته یې بازار نه لري، چې دا کار بايد حکومت او نړيوالې ټولنې کړی وای.که نړیوال او د سیمې هېوادونه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې په ګډه کار وکړي نو په دې برخه کې د پام وړ بدلون راتلای شي. که چيرې په رښتیني ډول د مخدره موادو پرضد مبارزه کوو، نو د مخدره توکو پرضد د مبارزو ادارې، حکومت او نړيواله ټولنه بايد لاندې ټکو ته پام وکړي او د عملي کولو لپاره يې بايد کوټلي ګامونه واخلي.
ـ د مخدره توکو د قاچاق پرضد کړنې ترسره کول.
ـ د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راوستل.
ـ د مخدره توکو تقاضا کمول او پر مخدره توکو د روږدو کسانو تداوي کول.
ـ د ولاياتو او ولسوالېو پر کچه د دولتي ادارو وړتياوې لوړول.
ـ عامه پوهاوی، سيمهييزه او نړيواله همکاري.
ـ د کوکنارو تر کښت لاندې سيمې خرابول.
ـ د قانون عملي کول.
په هر حال په افغانستان کې د تل پاتې او پايدارې سولې د راتګ، د ادارې فساد او مخدره توکو سره د مبارزې د مخته تګ په هيله!