دا ځل د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې یو نادره کار وکړ، چې ساری نه لري!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې شنبې په ورځ په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه، چې لاهم ځینې نوماندان د نوم ثبتولو په اړه مالومات نه لري.
 
د انتخاباتو خپلواک کميسیون مخکې له دې، چې په دغه برخه کې یادو نوماندانو ته پوهاوی ورکړي او د نوم ثبتولو او شرایطو باندې يې خبر کړي په ډېرې عجلې او نیمګړتیا سره د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه، چې پایله يې ولس ته زیانمنونکې ده.
 
د انتخاباتو خپلواک کميسیون په داخل کې د نوماندانو د شرایطو په اړه اساسي ستونزه دا ده، چې که څوک ثابته کړي، چې په زرو تذکرو کې کومې چې د احتمالي نوماندانو لخوا کمېسیون ته سپارل کیږي ۳۰ فیصده تذکرې هم مشابهت ولري، دا به يوه تيروتنه وي ځکه،چې په دې ورستیو کې ثابته شوې، چې نوماندان تذکرې په پیسو اخلي او ځينو نوماندانو جالي تذکرې جوړي کړي دي، چې دا یوه خلا ده او نورو ستونزو ته به په پراخه اندازه لاره هواره کړي.
 
که کمېسیون ژر تر ژره د نوماندانو د ثبتولو په پروسه کې موجوده ستونزې حل نه کړي، ښايي د خلکو په څېر د نوماندانو ونډه هم کمرنګه شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول افغانستان کې له درېیو میلیونو زیاتو کسانو د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون کړی او د کمېسیون رئیس تمه ښيي چې د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې له پیلېدو سره به، دغه بهیر لا ګړندی شي.
 
بلخوا بیا د انتخاباتو په پروسه کې د جمهوري ریاست لاسوهنه هغه ستره ستونزه ده، چې خلک د انتخاباتو په روانې پروسې او روڼتیا شک وښايي. څو ورځې وړاندې  د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د کمېسیون په چارو کې د جمهور رئیس د مداخلې په اړه ویلي وو، چې ولسمشر مسقیماً د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې د نوماندانو د نومونو سپارښتنه کوي، خو جمهوري ریاست بیا دغه ادعا بې اساسه بللې ده او ویلي دي، چې دوی په هيڅ صورت د انتخاباتو په پروسه او کمیسیون کې لاسوهنه نه ده کړې.
 
د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم ثبتولو د پروسې تر پیل د مخه باید کاندیدانو ته کافي معلومات ورکړل شوی وای، ځکه چې دوی باید حداقل په دې پوهول شوي وای، چې د کامیابۍ او ناکامۍ په پایله او اوسنیو شرایطو کې کوم څه تاسو ته ضروري دي او یا د نه برابرولو په صورت کې څه ستونزه پيښیږي دا هغه څه دي، چې مخکې له مخکې باید نوماندانو ته ویل شوي وای. دا ځل د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرو انتخاباتو خلاف د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ د معلوماتو له ورکولو پرته، پیل کړه، چې عواقب به يې د انتخاباتو په روڼتیا او شفافیت ډيره بده اغیزه وکړي.
 
دا ځل کمېسیون داسې یو نادره کار وکړ، چې ساری نه لري پخوا به کمېسیون کاندیدانو ته د ابتدايي معلوماتو د ورکولو په نامه، یوه اوونۍ دعامه پوهاوي پروګرامونه په پام کې نیول او وروسته به يې د نوم ثبتولو پروسه پیلوله، خو دا ځل یې دا پروګرام نه درلوده او نیغ په نیغه يې د نوم ثبتولو لړۍ پیل کړه، چې دا ستونزه د ولسوالیو د شورا د کاندیدانو په برخه کې ډېره جدي ده او په لوی لاس د انتخاباتو روڼتیا د سوال لاندې روالي.
 
که چيرې یادو نوماندانو ته عامه پوهاوی او د یادې پروسې په اړه لومړني اړين مالومات نه ورکول کیږي او د دوی نومونه ثبت کیږي دا به په خپله د انتخاباتو کمیسیون لپاره هم يو سرخوږی وي. دغه کار به له یوې خوا د کاندیدانو د اسنادو د څېړلو پر مهال د کمېسیون وخت ضایع کړي او بل پلو به رد شویو کاندیدانو ته د قناعت ورکولو پرمهال، کمېسیون له یو لړ ستونزو سره مخ شي هغه ستونزې کومې، چې کمیسیون باید په لومړي سر کې ورباندې فکر کړی وای او حل کړې او د ستونزو مخه يې نيولې وای.
 
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، تردې مهاله  د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې دوه زرو  او په مرکز او ولسوالیو کې د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره، د کمېسیون د مرکزونو له لارې، څه باندې ۱۵۰۰کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
 
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو لپاره د رأیو ورکوونکو د نوم ثبتولو بهیر لومړی د ولایتونو په مرکزونو او وروسته یې په ولسوالیو کې پیل کړ چې د خلکو ونډه د پخوا په پرتله ډيره کمرنګه ده او په خاص ډول د ميرمنو ونډه په نشت حساب ده.
 
خو بلخوا بیا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو او رأيو ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ، له بشپړې تیارۍ سره پیل شوې ده حال دا چې د ياد کميسیون باندې د څار ځيني بنسټونه او خلک په یادې پروسه کې پراخې تخنیکي او بشري ستونزو ته ګوته نیسي.
 
ځيني نوي نوماندانو بیا په برحالو وکیلانو تور لګوي، چې سره له اوس څخه يې د ځان لپاره کمپاين پېل کړی دی او ځيني مرکزونه يې د خپلې علاقې له مخې انتخاب کړي. په برحالو وکیلانو دا تورنه هم دي، چې دوی له اوس څخه تذکرې، مامورین، رأيې او د نوم ثبتولو مراکزو مديران ګروي کړي او د ځان په ګته ترې کار اخلي، چې دا کار کول د انتخاباتو په روانې پروسې د خلکو بې باوریتوب ته لاره هواروي.
 
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له لوري نوماندانو ته عامه پوهاوی نه ورکول ددې لامل هم شوي دي، چې دوی په خپله په لوی لاس په روانه پروسه د خلکو شکونو او بې باوریتوب زیات کړي، ځکه چې دوی له اوس څخه لګیا دي او درګرده تذکرې په پیسو اخلي، چې دا يو ستر خيانت او جفا ده د ټولنې او وګړو سره.
 
برحالو وکیلانو په داسې حال کې خپلو کمپاينونو ته زور ورکړی دی، چې له خپلو دندو څخه يې استعفا هم نه ده کړې او اوس هم له همغې لارې عايد ترلاسه کوي، چې دا په لوی لاس درغلي او غيرې قانوي اعمال دی، چې حساب يې باید له کمیسیون څخه وغوښتل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د کاندیدانو د نوم ثبتونې بهیر د جوزا د میاشتې تر ۲۲ مې نيټې پورې دوام لري او تمه ده چې وروستی لېست یې تر ارزونې وروسته، د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۱۲ مه اعلان شي.
 
په هر حال په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راتګ او د یادو سیاسي بهيرونو په پروسه کې د شفافیت او روڼوالي په هيله!