
د نظامي او ملکي منسوبینو تنخواګانې چې له شااوخوا شپږ میاشتو راهیسې نه دي ورکړل شوي، دا د بودیجې د هغې قانون خلاف عمل دی چې تصویب شوې، دا کار هېڅ منطق نهلري او د قانون خلاف کار دی.
د هېواد په روانو حساسو او جنګي حالاتو کې د پولیسو د تنخواګانو او اعاشې ځنډول د اساسي قانون د اصولو خلاف عمل دی. د هېواد ملي پولیس چې شپه او ورځ د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د قانون د تنفیذ، حاکمیت او د هېواد د استقلال د ساتلو په خاطر جنګېږي، د تنخواګانو ځنډولیې د پولیسو سره لویه جفا ده.
د هېواد ملي پولیس په اکثرو ناامنو ولایتونو کې د جنګ په لومړیو کرښو کې پراته دي، پرته له میاشتینۍ تنخوا بل عاید نهلري او که دا هم په میاشتو میاشتو وځنډېږي پر روحیاتو، ملي او وطني احساس بهیې ناوړه اغېز پرېباسي، چې عواقب به يې د هېواد لپاره بګنوونکي وي. په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه د معاش او خوراکي موادو د نهرسېدو له امله په دا ډول کارونو لاس پورې کوي، چې په ټولنه کې فساد، وېرې، قتلونو او اختطاف ته لاره هواروي.
جنګ د پولیسو پر غاړه دی ، کله چې پولیسو ته تنخوا، وسله او د دوی د کورنیو اعاشه ورنهکړل شي، نو څنګه به د پولیسو څخه دا تمه ولرو، چې دوی به زمونږ خاوره او هېواد وساتي. که په داسې حال کې چاوراکي د پولیسو څخه د ځان ساتلو او د خاورې د دفاع کولو تمه لري نو دا به يې يوه ستره تيروتنه وي. ځکه په داسې حالتو کې پولیس مجبوریږي، چې بدیلې او عايداتې لارې غوره کړي هغه لارې کومې، چې په لوی لاس په هېواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي.
د پولیسو د معاشاتو د نه ورکولو او ځنډيدلو په هکله مسؤلې ادارې وايي، چې په ځینو سیمو کې بانکونه نهشته له دې امله پلان لري چې د ټولو ولایتونو پولیسو ته په لږه موده کې د برښنايي سيستم له لارې، تنخواګانې ورکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پولیسو د معاشاتو په برخه کې ویلي وو، چې ټولو پولیسو ته باید د برښنايي سیستم له لارې معاشونه ورکړل شي، هغه کار چې عملي کول يې په جګړه ځپلي افغانستان کې ناشونې دی. ځکه چې د افغانستان په ډيری ولایتونو کې بانکونه لا څه چې مخابراتې شبکې هم کار نه کوي، نو په داسې حالتو کې به څنکه وتوانیږي، چې د جګړې د اول سنګر عسکر ته تنخوا د برښنايي سیستم له لارې ورسیږي.
د تنخوا د نه ورکولو په صورت کې پولیس مجبوریږي، چې وسلې او د افغان ځواکونو تجهيزات او مهمات خرڅ او یا هم همدغې وسلې او مهمات د مافیايي کړيو لاس ته ولویږي کومې کړۍ، چې افغان حکومت او د هېواد امنیت په لوی لاس ننګوي.
د پولیسو څخه دا وېره په داسې حال کې موجوده ده، چې په دې ورستیو کې د هېواد په لويديځ کې پولیسو په وسلوالو مخالفینو وسلې او مهمات خرڅ کړي دي. د جګړې په لیکو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او وسلو د کمښت په تړاو د هېوادوالو او سیاسیونو له انتقادونو وروسته د افغانستان لويديځ ولایت بادغیس کې د پولیسو د یو شمېر منسوبینو او قوماندانانو له لوري پر وسلهوالو مخالفینو د وسلو او پوځي تجهیزاتو له پلور نه پرده پورته شوه.
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د مالوماتو له مخې د دغې قوماندانۍ د یو شمېر منسوبینو له لوري پوځي تجهیزات او وسلې پر وسلهوالو مخالفینو پلورل شوې دي. د بادغیس د امنیه قومندانۍ د مسؤلینو په اند په دغه ولایت کې له دندې غفلت ډېر دی، له مرکز څخه د تجهیزاتو او مهماتو نهرسېدل او په وخت نهاکمالات یو له هغو ستونزو څخه دي چې پولیس داسو کړنو ته مجبوري، همدا شان په ګوته شوې ده، کوم اکمالات چې کېږي ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي او حتی مهمات پر وسلهوالو مخالفینو پلورل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې وسلهوالو مخالفینو له هغوی غوښتي چې دوی یوازې پیسو ته اړتیا لري ترڅو په غیر قانوني ډول له امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات او وسلې واخلي.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، په بادغیس کې د پولیسو د تجهیزاتو قضیه په جدي توګه څېړي او که چېرې موضوع مؤثقه وي له عاملینو سره بهیې قانوني چلند وشي.
د وسلوالو ورستیو بريدونو وښوده، چې دوی هم د پخوا ډير په هره برخه کې غښتلي شوي او د افغان حکومت ترڅنګ د ناټو او متحدينو سره په جګړه کې تر ډيره مقاومت کولی شي. د روڼ اندو په اند د وسلوالو طالبانو د الخندق پسرلنیو عملیاتو وښوده، چې دوی ترپخوا ډير پیاوړي شوي او له بیلا بیلو تخنیکونو څخه په ګتې اخیستنې ځان مهمو دولتي مرکزونو ته رسولی شي.
د سیاسیونو او خلکو نيوکې په ملي يووالي حکومت دا دي، چې دوی په لوی لاس ناامنېو او په هېواد کې ورستیو بې ثباتيو ته په خپله لاره هواره کړې. د ۱۳۹۷ کال د پیل راهیسې د پایتخت نېولې ان تر واخانه يوه سیمه د جګړې د لوګیو خالي نه ده.
وسلوالو د الخندق پسرلنیو عملیاتو پرمټ د هرې ممکنې او ناممکنې لارې ځان د هېواد سترو امنیتي مرکزونو ته وروسوه او ډله اېز بریدونه يې وکړل، چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ يې ملکيانو ته هم زیات مرګژوبله واړوله.
د طالبانو ورستيو عملیاتو او بریدونو وښوده، چې دوی هم د افغان حکومت سره ښکر په ښکر جنګیدلی شي او ان تردې، چې ددې ورهاخوا خپل فعالیتونه کولی شي. د وسلوالو ورستیو بریدونو او مرګژوبلې د ملې حکومت څخه هم لار ورکه کړې او د هرې یوې سوړې د سولې غوښتنه او تمه لري.
یو له هغو دلایلو څخه چې په جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته تلفات ډېروي دا دي چې وسلې پلورل کېږي، پولیس مو بېسواده دي، په نظامي برخه کې د سیاسي او مافیايي کړيو لاس دی او ډير نور موارد دي، چې داسې پيښو او ناخوالو ته زمینه برابروي. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې حکومت په دې نه توانیږي، چې هغه کسان کوم چې وسلې او مهمات پلوري معلوم کړي، که استخباراتي بنسټونه په رښتیا هم وغواړي، چې داسې کسان ونیسي نو د شک پرته، چې دا کار ممکن دی.
ملي يووالي حکومت او استخباراتي شبکو زرو هم معلوم شو، چې دوی اوس ترپخوا ډېر کمزوري شوي او د امنیت د ښه ساتلو، خلکو ته د کار کولو، بې وزلۍ د ختمولو، په هېواد کې د د ایمې سولې په راوستلو، په ادارتو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اهل کسانو په ګمارولو، په هېواد کې د اداري فساد لمنځه وړلو، د چارواکو او سیاسیونو ترمنځ د داخلي ستونزو په حل کولو او په هېواد کې د ټوليز امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي دي. هغه څه چې دوی په خپلو کمپاېنیزو دورو کې اولويتونه ګڼل.
په هر حال کې که ملي يووالي حکومت غواړي، چې په هېواد کې روانو بې ثباتېو، ناامنېو او ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي نو لومړیتوب دې دیته ورکړي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دې اصلاحات روالي، د دوی په منځ کې دې بېسوادي ختمه کړي او روزنيز کورسونه او ورکشاپونه دې ورته داېر شي. ترڅو چې مو په امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونو کې پراخ اصلاحات رامنځته نشي؛ په هېواد کې د دایمې امنیت، رغنیزو چارو پرمختګ او د سولې راتګ به ډيره لرې خبره وي.
په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راتګ، رغنیزو چارو د چټک پرمختګ، په امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو کې د پراخو اصلاحاتو د راتګ او په ادارتو کې د اهل او وړ کسانو د ګمارلو د لړۍ د پرمختګ په هيله!
تل دې وي افغانستان ژوندی دې وي افغانستان.