داڅه وختونه تللوراتلوکې ښکاري
نه لمرپه ورځ،نه ستوري شپوکې ښکاري
داليوني ندي ،پاګل نــــــوڅـــــــــــــه دي ؟
چاته چې ژونددمرګ زانګوکې ښکاري
جام کې پرته مخته توبې ترې کاږي
ورته حلال روان ويالوکې ښکاري
شيخ په دوو،درو، څلورتسل نکوي
ځان ورته ښه ګډيې رموکې ښکاري
پيغلې ښکلاپرې کړي اوربل کې یې ږدي
دوی ته په ګل ماته هغوکې ښکاري
ته کړې ثنادګل اغزي يې غاندې
ماته ښايست يې ټول اغزوکې ښکاري
زموږ ميړاني ،ښاغلي درپه دره
سپک اورټلي په کوڅوکې ښکاري
چاچې سرځارکړدوطن په لارکې
څلي يې ړنګ په هديروکې ښکاري
چې يې وطن،ولس په ويرکيناوه
هرڅه خدمت نن دهغوکې ښکاري
لکه غټ پيټی ناست موپاس پراوږو
غوښې يې زموږخيټومړوکې ښکاري
ځه (منتظره ) سردې مه خوږوه
څووي پاګل ،مفلس مزوکې ښکاري
زيب مسيد
26/ 6/ 2010
پيښور
وروستي