غزل

ياخـــــــو اشناصفا دمينې نه ځــــــــــــــــواب راکړه
یامې درخپل کړه په سینه دې ځای دخواب راکړه
ناصحه نوریم ستړی شوی ستا له ډیرې وینا
چې مینه عشق ګڼي رواهغه کتاب راکړه
چې تداوي مې پردړزه [سروي پنځري] وکړم
راله درمل دې دپستوسروشونډوناب راکړه
نن به دهجر په [ميندار]کې سره تش کړوزړونه
مطربه ته واخله منګی ماته رباب راکړه
چې ومه ځوان ترينه به سوال دعیش دولت مې کاوه
اوس ورته خواست کړم داټول واخله خوشباب راکړه
شیخه روا،نارواټول تا په ټيکه اخيستي
ماته خوهم ترينه لږ برخه دثواب راکړه
شيخ سوداګردی په بدل کې دسجدې ترې غواړي
رمه دحورورا، سيندونه دشراب راکړه
زه (منتظر) دهوساژونددعاپدې دنياکړم
هلته هم ګوټ وړوکی ليرې له عذاب راکړه
۱۹/۲/۲۰۰۹
پیښورـ شمالي پښتونخوا
سروي پنځري = غلبیل غلبیل
ميندار = محفل، بنډار