خدایږوپه یادمې دي هغه وختونه
دژوندانه هغه شېبې اوګړۍ
دپسرلي موسم وو
هرخوادګلوخوشبويي خوره وه
بلبل دګل په تنکۍ څانګه ناست وو
شوريې جوړکړی وو،نغمې يې ويلې
نسيم ويده طبعيت ته
دنوي ژوندنوی الهام ورکاوه
ونوغوغه جوړه نڅاکوله
خدايږوپه یادمې دي هيريږي مې نه
چې زه اوتاله دونياګۍ نه ليرې
يوازې ځانته دواړه
دارت اسمان ترشنې لمنې لاندې
ناست وودسیندپه غاړه
ماسردتاپرزنګانه ايښی وو
دستادمخ دښکلا
اوستادشونډوننداره مې کړله
ته غلې ناسته وې په چرت کې ډوبه
دتصوراوخيال په ټال زنګيدې
پرښايسته څيره اوورين تندي دې
یوه عجیبه شان خاموشی خوره وه
دژوندانه دناکردوپه وړاندې
ناميدي اوبې وسي خوره وه
ماچې کتل درته دزړه په سترګو
راته معصومه اوخپه ښکاره شوې
یوه مرموزه ،ناڅرګنده غوندې
ويره اوډاردې ووپه زړه کې خوندي
خدايږوپه یادمې دي هيريږي مې نه !
ته پوهيدې چې داشېبه دوصال
دغه دمينې اووفاسمندر
لکه دژمي دتوده ماذديګر
دلمرتودې وړانګې
هسې به تيرې شي تل پاتې ندي
دادپسرلي وږمه ده
پسې خزان راځي
داده دوريځوپړکه
پسې باران راځي
دادخوشۍ شېبې دي
پسې خپګان راځي
دادوصال کاروان دی
پروت یې دلارې پرسر
دبیلتانه بیابان دی
بیابه داسیندوي اوداونې بوټی
هم به موسم وي دپسرلي اوګلو
هم به چغاردبلبل
خوزماسربه پرزنګون ستانه وي
سيلۍ به لګي دبیلتون چاپیره
توره تیاره به وي خوره دغمو
هرڅه به دغه وي ،خوخوندبه پکې هغه نه وي
ته ويريدلې ځکه
ای زماګلې اودزړه ټکوره !
خدايږوپه یادمې دي هيريږي مې نه
ماچې وتاته کتل
ذره مې ټک چاودله
ځکه زه پوه وم پدې
چې ستاداويره اوډار
ستامایوسي اوخپګان
دابه يوه ورځ په حقيقت بدليږي
دسيندپه دغه غاړه
چې زه ته ناست یودواړه
يوه ورځ سيلۍ دبیلتانه لګيږي
دغه ګړۍ اوشېبه
دتابه هم ياديږي
زمابه هم یاديږي
ماته ژړاراتلله
زړه مې ووډک له غريوه
پریادمې ستوني کې بند
اوښکې مې سترګوکې راتلې
خوتويوی مې نه شوې
سلګۍ مې زړه کې وې راغونډې
خووهی مې نه شوې
ځکه !!
ماويل که ته زمامایوسي وګورې
زمامجبوري ،زمابې وسي وګورې
نودغه ويره چې په زړه کې دې ده
دابه په ډاډاوپه یقين بدل شي
غه بدمرغي چې راروانه ليرې
دتالپاره به يې لنډمزل شي
ماددرغودرله ډاډدرکاوه
چې دزړګی کړم تسل
چې پرمعصوموشونډو
دې بيامسکاراشي
چې ښکلی مخ دې ويال شي
پرې دخوښۍ،سروررڼاراشي
خدايږوپه یادمې دي هيريږی مې نه !
نن هغه ټکه رالويدلې پرموږ
ندې غږاورم نه ليدلې دی شم
نه ښکولوی ،غيږکې نيولی دی شم
نه درته حال شم دزړګي ويلی
نه خوپه غم شريک کيدلی دې شم
ای زمادهيلوګله !
دمين زړه تسله !
دزړګي کورمې ستاپه یاددی ودان
پاتې پرزړه مې ستاليدل دي ارمان
ستاخوشالي،ستانیکمرغي غواړمه
هره ګړۍ دې سوکالي غواړمه
ليرې له تامې ژوندپراورتيريږي
تريخ اوبې خونددی ،مجبورتيريږي
بس دومره پوه شه ،داپه یادولره
خدايږوپه يادمې دي هغه وختونه
دژوندانه هغه شېبې اوګړۍ
زه اوته ځانته دواړه
ناسته وودسيندپه غاړه
29/2/2002
اسلام اباد
وروستي