د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود وپيژنئ

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز ال سعود وپيژنئ
ډاکټر نېک ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
سلمان بن عبدالعزيز د ابن سعود او حسا بنت احمد ال سدیری زوی، په ۱۹۳۵ ز کال کې زېږدلی دی. نوموړی د ابن سعود ۲۵ اولاد راځي. سلمان بن عبدالعزيز لومړی له سلطانه بنت تركي السديري سره واده کړی، چې نوموړې په ۲۰۱۱ کې مړه شوه. له هغې وروسته يې له ساره بنت فيصل السبيعي سره واده وکړ چې وروسته يې طلاق ورکړ. د سلمان بن عبدالعزيز اوسنۍ ميرمن فهده بنت فلاح الحثلين نوميږي.

سعودي پاچا له خپلې لومړۍ ميرمنې سلطانه بنت تركي السديري څخه، چې د کاکا لور يې هم کيږي شپږ اولادونه لري. چې پنځه زامن او يوه يې لور ده.

له دويمې ميرمنې ساره بنت فيصل السبيعي څخه هم شپږ اولادونه لري. وليهعد محمد بن سلمان يې د نوموړي له درېيو ميرمنو څخه د ساره بنت فيصل السبيعي زوی دی.

زده کړې:
سلمان بن عبد العزیز آل سعود د ښوونځۍ دورې زده کړې په رياض کې د فرانس په نوم په هغه ښوونځي کې تر سره کړي دي، چې د نوموړي پلار د خپلو زامنو د زده کړو لپاره تاسيس کړی وو. د سعودي خبري آژانس په حواله نوموړي په دغه ښوونځي کې ديني زده کړې تر سره کړې او د ۱۰ کلنۍ په عمر کې يې قرآن کريم حفظ کړ. ياد آژانس ليکي چې سلمان بن عبد العزیز د ساينس په برخه کې هم زده کړې تر سره کړي دي او همدا ډول يې دغه افتحاري سندونه تر لاسه کړي دي.
- د مدينې منورې له اسلامي پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا
- د مکې مکرمې له ام ال القرا پوهتون څخه د ادبياتو په برخه کې افتخاري دوکتورا
- د هندوستان د مليه اسلامي پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا
- د جاپان د واسېدا پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې افتخاري دوکتورا

دندې:
- سلمان بن عبدالعزيز په ۱۹ کلنۍ حکومت دنده شو او په رسمي دنده يې پيل وکړ. نوموړی په ۱۹۵۴ ز کال (۱۹ کلنۍ) کې د رياض مرستيال والي واټکل شو، چې يو کال وروسته د رياض د والي په توګه يې دنده پيل کړه.

- په ۲۰۱۱ ز کال کې د سعودي عربستان د دفاع د وزير په توګه مقرر شو.

- له ۲۰۱۵ ز کال څخه تر اوسه د سعودي عربستان پاچا او خادم الحرمین الشریفین دی.

د سلمان بن عبدالعزيز په واکمنۍ کې سعودي عربستان د تاريخي بدلونونو شاهد وو. له لسيزو وروسته په ياد هېواد کې ښځو ته په بېلا بيلو برخو لکه موټر چلول، لوبې کول، سينما ته تلل او نورو کې ازادي ورکړل شوه. همدا ډول د سينما او فلم صنعت ته اجازه ورړل شوه او دغه هېواد د يوې نوې ديموکراسۍ پر لور لاړ.

په سياسي لحاظ د سلمان بن عبدالعزيز په واکمنۍ کې عربستان له يمن او ايران سره د تېر په پرتله اړيکې ډېرې کړکېچنې شوې او پر ځای يې له امريکا او لوېديځې نړۍ سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخه شوې.

دا چې سعودي عربستان د اسلام د سپيڅلي دين د ظهور مرکز دی او د نړۍ د مسلمانانو لپاره مقدس هېواد شمېرل کيږي، خو د ياد هېواد واکمنه پاچاهي ډېری ځلې په دې اساس تر نيوکو لاندې راځي، چې د اسلامي نړۍ د يووالي او په مسلمانانو د شته ناخوالو، تاوترېخوالي، ظلم، اشغال، جګړې او فقر په اړه يې د پام وړ هڅې نه دي تر سره کړي.