
ولس ولې د اوربند په ورځو کې د طالبانو هرکلی وکړ؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
دا ځل اختر د افغانانو لپاره يو بل رنګ هم درلود. طالب وسله وال چې د کالونو - کالونو راهيسې له خپلو کورنيو، کلي او ولس څخه لېرې وو، دا ځل په ډاډه سره خپلو مېنو ته راغلل؛ کورنۍ او دوستان يې له نېږدې ولېدل. له بلې خوا هغه افغانانو چې د اختر د لمانځنې خوشحالۍ يې د بريدونو او چاودنو په ويرو او وير کې لمانځلې؛ دا ځل په ډاډ سره هغه سيمو ته هم لاړ، چې طالب وسله وال پرې ډېر واک او تسلط لري.
ليدلي به مو وي، چې وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو، دولتي کسانو، د رسنيو له خبريالانو او عامو ښاريانو سره د هېواد په ډېری برخو کې يو ځای ولېدل شول، د اختر مبارکۍ يې سره وکړې او د سولې هيله يې سره وښودلې.
عام ولس دومره په مينه او لېوالتيا د طالبانو هرکلی وکړ، چې نه يوازې د طالبانو په لېدو خوښ وو، بلکې د ښه استقبال په موخه يې د طالبانو د اسلامي امارت سپين بيرغ؛ د هېواد د درې رنګه ملي بيرغ سره يوځای پورته کړ، سپين رنګه پټۍ يې له سرونو تاوو کړې او طالبانو ته ورته لباس يې پر تن کړ، ترڅو دا وښيي، چې د طالب، افغان امنيتي سرتيري، دولتي مامور، وسله وال مخالف او عام ولس په نوم ټول بېل شوی کسان يو دي او د يو افغان په نوم ياديږي.
ولس هم طالب ته مینه ورکړه او هم افغان امنيتي ځواکونو ته. د هغه افغانانو په منځ کې چې د اختر او اوربند په ورځو کې يې د طالبانو هرکلی وکړ، ښايي ډېر داسې کسان شتون ولري، چې د کورنۍ غړي به يې په بې رحمه ډول د طالبانو له خوا په صحرايي محکمو کې وژل شوي وي، د افغان امنيتي ځواکونو له خوا به بې ګناه د طالب او ترهګر په نوم په نښه شوي وي او د بهرنيو ځواکونو له خوا به پرې د شپې چپې وهل شوي او هواي بمبارۍ به پرې شوې وي. له پورته ټولو ناخوالو سره - سره د سولې ارمانجن او تږي ولس دا هير کړل، چې ورور، پلار، زوی، کاکا، ملګری او دوست يې چا او ولې ووژل؛ دوی د غچ او انتقام پرځای کيلو متره پلي مزلونه وکړل او هغه چاته يې ځان ورنېږدې کړ، چې د سولې تمه ترې کېداشي.
ولس هم طالب او هم له حکومت په لسګونه ترخې خاطرې او دردونکې شيبې په ياد لري. د طالب څخه هرکلی د افغان ولس د بې وسۍ نښه وه. دغه ولس له ټولو تاوترېخوالو سره بيا هم د هغه کسانو ترڅنګ په مينه ورغلل، چې نړۍ ورته ترهګر وايي، خو ولس ورته ورور وايي.
که افغان ولس د نړۍ د نورو ولسونو په څېر له سولې او امن څخه برخمن وای، نو بيا به يې له طالب دا پوښتنه کړې وه، چې
- د ښار په منځ کې ستا چاودنو او بريدونو څوګ ووژل او ولې يې ووژل؟
- ولې دې د افغان ماشومانو ښوونځی وسوځولو او په کتابونو دې لمبې پورته کړې؟
- ولې دې يوازې په دې نوم ووژلو چې ښوونکی يم او يا هم په هغه هېواد کې اوسم، چې امريکا په کې پوځيان لري؟
- ولې دې کور د يتيم ماشومانو را ډک کړ؟
- ولې دې له انساني او بشري حقوقو محروم کړم او ولې دې زما د زده کړو، پرمختګ او هوساينۍ مخه په جګړې ډب کړه؟
خو د سولې ارمانجن او له جګړې ستړي ولس، د بريدګر طالب تر سنګر ورځي او په غيږه يې هرکلی کوي، د حکومت لمن نيسي او د سولې غوښتنه ترې کوي، له امريکا سره هم د امنيتي تړون د لاسليک هرکلی کوي، خو چېرې پوه شي، چې په دې کړنې سره د سولې څښتن کېدای شي.
دا ولس مجبور دی او د سولې لپاره د غچ او انتقام پر ځای نور قرباني هم ورکوي!