په افغانستان کې پردۍ استخباراتي جګړي او ملایان

له لسیزو را پدي خوا افغانستان د استخبارتي جګړې په غوبل ځای بدل شوي دي او افغانان د دي پلیدو جکړو قرباني دي.

تیرې څولسیزې افغانانو ته په یوه نه جبرانیدونکي ناورین او تورو تیارو اوړیدلي چې نه پای لري او نه پایله.

د افغانستان په پردیو استخبارتي جګړو کې د ځینو ساده لوحو او مکارو ملایانو رول:
لسیزي کېږي چې دا استخبارتي جګړي په افغانستان کې ښه په درز کې روانې دي د ګونډیان او ځینې لوی استعمارګرو د ګټو او اهدافو لپاره د افغانانو وینې پکې تویږي، پلارنی ټاټوبی افغانستان يې په کې ورانیږي
د دې جګړې د تودې ساتولو لپاره په افغانانو باندې استعمارګرو ملا ګمارلي دی، دا چې افغاني په خاصه توګه بیا پښتني ټولنه اسلام پاله ټولنه ده نو ظالمو اغیارو د افغان وژني او افغان تباه کونې لپاره او د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره ملا د دې لپاره په افغانانو مسلط کړتر څو د دوي له احساساتو څخه د دوی په ضد او تاوان کار واخلي. او په اسانه سره هر وخت هرې وینې تویونې، ورور وژنې او فساد ته جواز او توجیه پیدا کړي. او د خلکو له احساساتو څخه پخپله ګټه کار واخلي.

نو ډیره اړینه ده چې د دې ناخبري اسلام پالې ټولنې لپاره د دوي د عملي پلانونو په سر کې داسې څوک وي چې د دوي پورته ذکر شوي فسادونه او قتلونه خلکو ته د هغو دینې وجیبه توجیه کړي.

ځکه ملا د دي کار لپاره و ګمارل شو چې آن تر ټولو ستري ګناه او جرم ته هم مقدس نوم ورکړي «جهاد» کنه په حقیقي اسلام کې تش د انسان وژنه که څه هم هغه مسلمان هم نه وي خو عمداً وژنه يې سخته منع کړي او په سختو ټکو يې غندنه کړي او وژونکې ته يي دنیاوي او اخروي سختې سزاګاني ټاکلي دي.

خو زموږ په هیواد کې له څو لسیزو را په دي خوا ګمارل شويو ملایانو تش په توره خپل منځي جهاد د نور د ګټو لپاره ګرم ساتلی. لکه مخکي مو چې اشاره وکړه چې ملایان هم په دوه ډلوو ویشل شوي یويې ساده لوحه نا پوهه ملایان دي او بل يې مکار ظالم او خرڅ شوي ملایان دي.

مکار ملایان هم د خلکو د غلولو لپاره د ساده لوحه او ناپوهه ملایانو له احساساتو څخه کار اخلي یعني دوي نور خلک په همدي ملایانو غلوي.

ښه مثالونه او ثبوت يي د تیرو څو ورځو د په جنګ کې ښکیلو طالبانو او خلکوکړني اواعمال وه چې ټولو خلکو د سر په سترګو ولیدل.

هغه غولیدلي طالب چې تل په وږي نس او وچو کلمو په سنګر کې پروت وو چې یوه لحظه يي له خړوس، مکار او جنایت خوښونکې ملا څخه فرست پیدا کړ خپلو خلکو ته يې خپله رښتنې اسلام او هیوادنۍ مینه وښودله هغه خپل سرباز ورور چې د هیواد لپاره سربازي کړي په غیږ کې ونیاو ښکل یې کړ.

خو مکار او مزدور ملا بیا په کوټه کې دا اسلام اخوت، صلحه او ورورګلوي تحمل نشواي کړاي له غوسي او قهر يي د ا نسان دښمنۍ او اسلام دښمنۍ اوښکې توي کړي.

د منافق د عمل په تخت ناست او دغه صلحه دوستو مجبورو له جنګه او ورور وژنې څخه ستړیو خلکو ته يې د منافقینو لقب ورکړ.

د اسلام او مسلمانانو په ضد يې یو تر ټولو ستر اسلامي اصل چې صلح او ورورګلوي ده، وینو د تیولو مخنیوی دي، د ښځو ماشومان له کړولو څخه لاس اخستل دي، مینه ورورګلوي خورول دي او.... د اسلام په ضد وبلل.

دا یواځې دا اوسنۍ خبره نه ده بلکې په دي څو تیرو لسیزو کې سیاسي مکارو ملایانو په مسلمان ملت باندې د رحم لپاره داسې اوښکې نه دي تويې کړي چې غوښتنه يې صلح ورور ګلوي او ارامي وي. بر عکس يې تل په مظلوم ملت باندي د جنګ او د وینو د تویولو د دوام غوښتنه کړي.

تل يې تر هرڅه له مخه په سختۍ سره د صلح مخالفت کړي او هر ډول صلحه يي رد کړي او سراحتاً يې د الله له دي کلام سره مخالفت کړې چې فرمايې «وصح خیر» دوي وايې نه زموږ د خیټو او زموږ د بادارنو په جګړه او وینه تویولو کې خیر دي.

یاده دي وي چې کله موږ دلته ملا یادو دا هیڅکله په دي معني ده چې خدای مکړه موږ نو ټول ملایان سره ګډوو او هیڅ توپیر په کې نه کوو نه هیڅ کله نه ملا خو یو عمومي نوم دي او ټول هیڅ کله یوډول نشې کیداي هغه علما یا ملایان چې خپل رسالت يې د خدای او ملت په وړاندي ادا کړي او د اسلامي مظلوم ملت په زخمونو يې پټۍ یښې او مسلمان ملت يي د یوالي، ترقي او سر لوړي په لور سوق کړي. اوملت يې د ظالم دښمن دسیسو ته متوجه کړي! د دي علماو د پښو خاوري زموږ د سترګو رانجه دي، دا علما د انبیاوو ورسه ده او رطبې د بنې اسرائیل له پیغمبرانو سره برابري دي.

زموږ هدف دلته هغه خرڅ شوي مکارملایان دي چې په یوه مسلمان ملت کې چې اصلاً کفر پکې وجود نلري خو دی بیا هم د پردویو د ګټو لپاره په واحد ملت کې ورور وژنې ته د جهاد په نامه تل دوام ورکوي.

اصلي کفار پخپل ځاي کرار پراته دي او خپل پلانونه او کارونه ښه په ارامه په مخ بیا يې او ده (ملا) د جهاد په نامه د مسلمانانو په منځ کې هر فساد او قباحت ته لاره اواره کړي.