تاسو ته به ښه مالوم وي چې چنګيز خان هغه څوک وو چې د خپلې واکمنۍ بنسټ له اېښودو وروسته په ډېر ظالم او بې رحمه سياست مدار وو چې د بې رحمۍ کارونه يې په تاريخ کې غوغا کړې ده، او په تاريخ کې شهرت لري.
دلته د چنګيز خان د حکومت ځيني نه ويل شوې چارې درته ښايو
۱: اول د هغه نوم چنګيز خان نه وو اصلي نوم يې تیموچين وو، او دا نوم يې کله چې واکمن شو پر خان کېښود او مانا يې اقيانوس او لو خان دی.
۲: هغه له کوچنيوالي څخه ډېر سخت او له مشقت ډک ژوند درلود. ۹ کلن وو چې دښمنانو د ده پلار مړ کړ او چنګيز خپله مور پرېښود او ځان ته يې ژوند پيل کړ او د ښکار په واسطه يې ځان ساتلو. داسې ويل کېږي چې د خوارک په سر يې خپل ورور ووژل، خو بيا هم ډېر ژر د يو غټ قوم مشر شو.
۳: تر اوسه هيڅ داسې اسناد نشته چې د هغه څيره په واضح توګه روښان کړی او هغه خلک چې د په اړه وايي ډېر يې د اعتماد وړ نه دي.
۴: د هغه دېر نژدې جنرالان د هغه پخواني دښمنان ول چنګيز خان د لايقت او پياوړتيا په لټون کې وو، طبقه ورته مهمه نه وه.
۵: چنګيز خان هغه کس وو چې د ده د واکمنۍ پر مهال ۴۰ ميليون خلکو خپل ژوند له لاس ورکړئ.
۶: چنګيز خان هر رقم تازه دين يا مذهب منل او غبرګون يې په وړاندې نه ښودل دا يو سياسي کار وو ځکه هغه پوهېده کله چې خلک خوشحاله وي نو پاڅون نه ترسره کيږي.
وروستي