خوب د الله تعالی یو خاص نعمت او ډالۍ ده چې خپلو بندګانو ته يې ورکړېده او ټول خلک ورته سخت ضرورت لري.
د خوب وختونه په هر ځای کې توپير لري يانې د ځینو هیوادونو له ځينو نورو هيوادونو سره شپه او ورځ توپيري وي.
لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل کتاب کې په واضح توګه بیانه کړې ده چې شپه مې ستاسو د راحت، ارام او سکون لپاره پیدا کړې او ورځ د تلاش او کار لپاره.
نو که یو انسان د ورځې هر څومره ستړي وي خو که د شپې سم خوب وکړي نو ډېر به آرامه وي. ځینې خلک د شپې وخته ويده کيږي او بیا ځينې نور يې ناوخته.
راځئ نن په دې پوه شو چې کوم يو يې بدن لپاره ګټور دی.
که چېرې تاسو د شپې وخته ويده شئ نو تاسو به ډېره صحت لري.
۱: که چېرې تاسو د شپې وخته ويده شئ نو تاسو به ډېره ښه جلد يا هم پوستکي لرئ یعني تاسو چې کله د شپې وخته ويده شئ نو حتما وخته به پورته کيږي نو ستاسو بدن به نوې حجري توليده وي او ستاسو پوستکي له تازه او شفافه وي.
۲:دوهم د شپې وخته ويده کيدل سره به تاسو ټول ورځ دېر وخت لري او ټول ورځ به تازه او ارمه به ياست.
۳:وخت ويده کيدل د مناسب وزن لپاره ګټور دی خو په دې شرط چې تاسو د سهار وخته پورته شي.
۴:هغه خلک چې ډېر ويښتان يې توييږي نو کوشش دې وکړئ چې د شپې وخته ويده شئ.
۵:د شپې وخته ويده کيدل د زړه او مغز د سلامتی لامل کیږي.
وروستي