پياز او د هغه حيرانونکې ګټې

پياز ډېرې حيرانونکي ګټې لري. په پیاز کې مختلف ويټامينونه موجود دي، لکه ويټامينA،C او فاسفورس. همدارنګه پياز يو ډول انسولين لري چې د شکر د مريضانو لپاره ډېر ګټور دي. پياز د معدې د درد لپاره ډېر ګټور دی او هغه خلک چې د معدې درد لري که خام پياز نشئ خوړلي نو پياز دې په لږ غوړي کې سږر کړی بیا دې وخوري.

د پياز ځينې ګټې:
۱: هغه خلک چې عصبي مشکل لري او همدارنګه هر کار يې له ياده وځي کولای شي د پياز له جوس څخه کار واخلي، چې ډېر ژر به يې ګټه وګوري. د پياز جوس: دوه دانې پياز دوه ګيلاس اوبه او نيم ګيلاس بوره سره مخلوط کړي او د لسو دقيقو لپاره يې جوش کړئ او هر سهار نيم ګيلاس په اندازه کار ترينه واخلي.

۲: لکه څرنګه چې مو مخکې وويل هغه خلک چې شکر لرئ بايد له پياز څخه کار واخلي هغه ځکه چې پياز د وينې قند ټيټوي.

۳: پياز يو ګټور درمل دی د سوځېدلو ځایونو لپاره.
۴: هغه خلک چې په خپلو غوږونو کې د مختلفو آوازونو احساس کوئ يو ګګړه شوې پخته د پياز په اوبو دې په خپل غوږ کې کیږدی چې ډېره ګټه لرئ.

۵: خام پياز د زړه محرک دی.

۶: پياز باکتریا دېړ ژر له مينځه وړي.

۷: پياز د اميب مرض لپاره ډېر ګټور دی.

۸: کله چې يو نوي ځاي ته سفر کوي نو دې لپاره چې معده مو ژر عادت وکړي اول د پياز له خوړلو څخه پيل کړي.

۹: پياز د ګوردو ډبرې له مينځه وړي.

۱۰: د سترګو د خارښت لپاره د پياز څو قطرې څخه کار واخلي.

۱۱: پياز اشتها ډېره وي.

۱۲: د پوزې د پاکولو لپاره د پياز له اوبو څخه کار واخلي.

۱۳ :پياز د زنبرې د چيچلو په ځاي کيږدي درد ژر ورکوي.

۱۴: د پياز ماسک د جلد لپاره ګټوره ده ځکه چې وينه پوست خوا ته ډېره وي او جلد روښانه کوي.

۱۵: پياز خوړل وينه ګرمه وي.