پــــردي وطــــن دې غــــواړي لـــــــيونی دی خــــــدای وهلـــــی
هيـــڅ له تانه نه صــــبريږي زما زړګــــی دی خـــــــدای وهلـــی
زه چــــې ســــتا دفراق غـــم کــــې وخت ناوخـــته په نارو شــم
خلک وايــې يــــوو او بل ته دا زلــــــمی دی خــــدای وهلــــی
شيـــبه ورســته به بيا ډوب يــې دخپل زړه دويــنو ډنډ کـــــې
دلته مه ټو کـيږه ګـــــله زموږ ســــپرلـــــی دی خدای وهلــــــی
که خــندا غـــــــواړې نو ښــــکلې چيـــرته بل لـــوري ته لاړشه
زما په روح کــې غزيدلی خـــوږ زګـــيروی دی خدای وهلـــی
دســاقـــي دســـترګـــو شـــره معــصوم توب کې انعکاس کړه
څوک درپوه چې داسي نه شي چې هم دی دی خدای وهلـــی
که يـــــــې شــــونډو ته ځيــــل وکـــړيــــوه وړه مـــــچکه ورکړه
غضــــــري لکــه ورکوټکــــی سادګــــــی دی خدای وهلـــــــی
۲۰۱۰/۷/۵
ساجر
وروستي