که له طالبانو د سولې غوښتنه کيږي، نو له بهرنيانو هم بايد د وتلو غوښتنه وشي

که له طالبانو د سولې غوښتنه کيږي، نو له بهرنيانو هم بايد د وتلو غوښتنه وشي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
دا لومړۍ ځل دی، چې د ټول افغانستان په تاريخ کې دا هېواد له يو داسې وضعيت سره مخ کيږي، چې کابو ۲۰ - ۲۱ بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ وسله والې ډلې د حکومت پر وړاندې جګړه کوي. که د غوايي کودتا وه، خو د جګړې لوری مالوم وو، يو خوا حکومت وو او بله خوا د دوی په اصلاح چې مجاهدين. کله چې د مجاهدينو حکومت راغی، بيا هم افغانان په خپل منځ کې سره ښکېل وو او د جګړې موخې او لوري مالوم وو.

پورته ۱۹ کلنو جګړو، ناخوالو، وېنې توېدنې او په لويه کې افغان وژنې ته د طالبانو حکومت د پای ټکی کېښود. د طالبانو د اسلامي امارات په راتګ سره شمالي ټلواله او شورا نظار د هېواد په شمال کې د يو غار په اندازې ځای پيدا کړل او د سر پورته کولو جرئت يې نشو کولی، ازبک ملېشې وتښتېدلې او همدا ډول په سرونو کې مېخ وهونکي هم اصلاح او ارام شول.

د غوايي له کودتا وروسته د طالبانو واکمني هغه پنځه کلنه دوره وه، چې هېواد له ډاډمنې سولې او امن څخه برخمن وو. که څه هم چې د طالبانو په دوره کې پرمختګ، بیارغونه، سهولتونه او اسناتياوې دومره نه وې، څومره چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته راغلې. خو د ژوند لوی ارمان چې خلکو غوښتلو او ورته تږي وو، هغه سوله او امنيت وو او طالبان په دې بريالي شوي وو، چې سوله او امنيت د هېواد په دښتو کې هم وساتي.

هر بهرنی پانګوال، سياستمدار، بهرنی هېواد، بهرنی سازمان او بهرنۍ ټولنه چې له يو بل هېواد سره د انسانيت، اسلام، بشريت، ورورولۍ او په نورو نومونو د نه ويل شويو موخو په پار مرستې کوي او ښې اړيکې ورسره ساتي، نو بيا په څو برابره له ياد هېواد څخه نامشروع ګټه پورته کوي او د هېواد راتلونکې د وينو په ډنډ کې غوپه کوي.
 
همدا ډول په کار نه وه، تر څو د طالبانو په واکمنۍ کې اسامه بن لادن؛ افغانستان د خپلو مخو لپاره سنګر او پټنځای جوړ کړی وای او که يو څه ژور فکر وکړ، نو د نننۍ افغان وژنې يو اړخ هم د سعودي ناراضه اسامه بن لادن هم دی.

اسامه که هر څنګه وو او يا نه وو، خو په لوی کې مسلمان وو، خو دا چې کومې سياسي ګټې او نامشروع هدفونه يې درلودل، خدای، اسامه ته نېږدې کسان او د هغې ډله به ښه پرې خبره وي.

په اوسنۍ ۲۱ پيړۍ کې د يو اسلامي هېواد مرستې، اړيکې، نېږديوالی او همدردي له يو بل بېچاره اسلامي هېواد سره بې پرې نه وي، ختماً داسې ګټه ترې پورته کوي، چې وروسته پاتې هېواد يې په درد کالونه وروسته پوهيږي. نو بيا څنګه شونې ده، چې امريکا او د ناټو په دايمي او لنډمهاله ماموريت کې د نړۍ کابو ۳۸ غېرې اسلامي هېوادونه د افغانستان او افغانانو دومره دوستان او خواخوږي شي، چې خپل ځانونه، پانګې او مالونه ترې قربان کړي؟ څرګنده ده، چې د مرستو په پرتله به دومره ګټه له ځان سره وړي، چې بيا به يې جبران ستوزمن کار کوي.

اوس افغانستان له همداسې يو وضعيت سره مخ دی. مونږ خو په څرګنده وايو، چې امريکا دومره مېلېارد ډالر مرسته وکړه، برتانيا دا شيان راکړل، فرانسې پوځيان را وروزل، جرمني هغه شی راکوي، روسيه مو په دې برخه کې ملاتړې ده او داسې نور.

خو د امریکا په مشرۍ د کفري نړۍ مرستې ښايي اوس ځينو افغانانو ته ښکاره شوې وې، چې په بدل کې د افغانانو طعبيي زيرمې، کلتور، سره زر او نور نه غواړي. کفري نړۍ او امريکا د خپلو مرستو په بدل کې د افغانانو وينه او وژنه غواړي، چې په دې وينه بيا بل ډول او بل ځای سرمايه ګذاري کوي.

امريکا او ورسره ملاتړو هېوادونو يې ۱۷ کاله په افغانستان کې تېر کړل، هر ډول پرمختلې وسله يې وکاروله، خو پايله يې دا شوه، چې پخوا کې د حکومت مخالفه ډله طالبان وو، خو نن د امريکا او افغان حکومت په اعتراف چې ۲۰ مخالفې وسله والې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د امريکا په شتون کې دلته وزږېدلې.

مونږ بيا دومره سترګې ورپټې کړې، چې ورسره امنيتي ټړون مو هم لاسليک کړ او امريکا هم راسره دا همکاري وکړه، چې افغان وژنه يې څو برابره رازياته کړه.

کله چې حکومت او عام افغانان له طالبانو غواړي چې راشئ سوله وکړي او جګړه بس کړئ، نو له طالبانو وړاندې حکومت او عام ولس په امريکا او نورو بهرنيانو هم بايد دا غږ وکړي، چې لاړ شئ او هېواد مو راته پرېږدئ.