امن

دا خلک په خندا ځکه اتڼ ته راوتلي
مرمۍ دي د ټوپکو په شپیلۍ کې ځنډیدلي

نو خود به زموږ شونډې ټوکوي دوینو څاڅکي
اول ځل دي چې موږه په پرې پرې شونډو خندلي

یادیږي یې اختر دی ځکه هر سات ورته ګوري
بټوه کې یې د خپل زوی تصویرنه دي ساتلي

پخلا به یې کړم ویشم یې په څو خفه ملګرو
لمن لمن ګلونه مې اختر ته دي راوړي

راځي ستړي زلمیان له سنګرونوعمرخیله
ګردونه یې له مخ له تورو څڼو نه څنډلي