اوربند ته!

د جنتي ژوندون شیبې دې یو څو ورځې
مړې د جنګ د اور لمبې دي یو څو ورځې

ډیرزلمي به د مرګي له دامه بچ شي
ګوتې لرې له ماشې دي یوڅو ورځې

بریښوي به خامخا د دښمن سترګې
بلې زموږ د بخت ډیوې دي یو څو ورځې

د کولنګ او د بیلچې غږ پکې نشته
اوس خاموشه هدیرې دي یو څو ورځې

ځینې ښارته ځینې کلیو ته روان دي
دا دمینې آوازې دي یو څو ورځې