امرالله صالح ته يو وړانديز او څو پوښتنې!

امرالله صالح ته يو وړانديز او څو پوښتنې!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود نېږدې استخباراتي کس او د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د هېواد د ملي امنيت رئيس امرالله صالح، د افغان حکومت له خوا له طالب وسله والو سره د اوربند په اړه وار له مخکې منفي غبرګون وښوود او وړاندوينه يې وکړه، چې دغه اوربند به يوازې يو اړخيز وي.

صالح وویل، چې د يو اړخيز اوربند پرېکړه د حکومت دننه د پنځم ستون پرېکړه ده او په دې سره غواړي خپلې سياسي ګټې خوندي کړي. صالح تور پورې کړ چې دا ډول اوربند د حکومت په داخل کې يو شمېر سياسي کړيو په فرمايش او غوښتنه تر سره شوی دی.

د نوموړي بله نېوکه دا وه، چې د اوربند په کولو سره حکومت د افغان ملي امنيتي ځواکونو مرال ضعيفوي او په د سره به دښمن ته لا جرئت ورکړي، چې ګواکي افغان حکومت د جګړې په ډګر خپله وړتيا له لاسه ورکړې ده او اوربند يې له جګړې څخه د ستړيا په مانا دی.

د ملي امنيت پخواني رئيس پرته له ژور فکر څخه وړاندوينه وکړه او په ډاډ سره يې وويل، چې دا اوربند يو اړخيز دی، يوازې د حکومت له خوا دی او طالبانو به نه اوربند وکړي او نه به هم د حکومت دغه پرېکړې ته مثبت ځواب ووايي. صالح وويل، چې د حکومت له خوا يو اړخيز اوربند طالب وسله والو ته دا موقع په لاس ورکوي، چې په ازاد ډول ځانونه مجهز کړي او د خپلو خونړيو بريدونو لپاره ورسره طرحې او پلانونه ترتيب کړي.

خو د نوموړي د ليدلوري او وړاندوېنې خلاف، طالبانو د حکومت پرېکړې ته مثبت ځواب ورکړ او دوی هم اوربند اعلان کړ. په کور دننه او بهر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د شوې اوربند تود هرکلی او ملاتړ وشو او هېلې وښودل شوې، چې دغه اوربند د سولې په لور يو ګام شي.

ښاغلي امرالله صالح!
- له ډېرو بېلګو به يې تېر شو، د کابل د صدارات څلور لارې او د کندز په دشت ارچي کې د طالبانو او حکومت بريدونو چې څومره حکومتي کسان، طالبان او يا عام وګړي يې ووژل ټول ستا په څېر انسان وو، يوازې توپير په دې کې وو، چې دوی افغانان وو خو ته ځان ته افغان نه وي. ښاغلی صالح! نه غواړي په اوربند سره سوله راشي، د صدارات څلورلارې او د کندز د دشت ارچي برېدونه بيا تکرار نه شي؟

- د امنيت پخوانی مشره! په روانه جګړه کې، پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او د افغانستان د هر ګوټ، هرې ژبې او هر قوم وګړي قرباني ورکړه. جګړه او سوله مه قومي کوه، جګړه هر کس وژني او سوله په هر يو برکت اچوي. ايا ته اوس هم اوربند ته په دې سترګه ګورې چې پښتون له پښتون سره وکړ؟

- کله چې د نړۍ يو شمېر هېوادونه، نړيوال سازمانونه او د سولې تږي افغانان د اوربند هرکلی او ملاتړی کوي، نو ته بیا د کوم بهرني بادار په غوښتنه په مخالف سنګر کې ناست يې؟

- ښاغلی صالح! که اوربند او سوله رانه شي، نو ته يې بديل لري، چې نور به په جګړه کې د خوار افغان زوی، ورور او پلار نه مري؟

وړانديز:
مونږ ډېر وخت او په سپن سترګي جرئت دا چيغې وهو، چې د هېواد ملي کټې راته له خپلو شخصي ګټو لوړې او د ارزښت لرونکې دي. نو ښاغلی صالح، د نابينا غوندې چلند مه کومه، سوله د ولس غوښتنه او ملي هيله ده. مه پرېږده چې قومي او ګوندي تعصب دې ملي روحيه قرباني کړي. که داسې ونه کړي، نو د افغان ولس له نفرین سره به مخ شې.