
فضل قادر انډيوال
امريکا غواړي چې د طالبانو د ماتې له پاره عامو کليوالو ته وسلې ورکړي او کليوال دې ته وهڅوى چې دطالبانو سره جګړه وکړي عامو کليوالو ته به امريکا د وسلې تر څنګ نورمالي امکانات هم ورکوي دا هغه پلان دى، چې دامريکا د پوځونو مشر پيټريوس په عراق کې هم پلى کړى و او ښه تجربه يې ورکړې وه په افغانستان کې دغه پلان سر له او سه ستونزې لري امريکا دسيمه ايزى دفاع په نوم دغه نوى پلان ښه اغيز من بولي او څرګندوي، چې له دې سره به طالبانو ته ماتې ورکړى بله دا چې څرګنده خبره ده چې په دې سره به په افغانستان کې ټوپک سالاري اوله کنټروله وتلې مليشى را مينځته شى دافغانستان ولسمشر حامد کرزى دامريکا دپو ځونو قوماندان پيټرياس سره په کتنه کې د دغه نوي پلان مخالفت وکړ اوڅرګنده يې کړه چې د افغانستان د ځواکونو روزل به د دې زمينه برابره کړي چې طالبانو ته ماتې ورکړى خو د عامو کليوالو وسله وال کول به قوميزې ستونزې هم راوټکوي د ولسمشر حامد کرزي د دغه پلان مخالفت په ځاى اقدام دى او افغان ولس به يې وستايي ځکه چې افغانستان ته دنړيوالې په راتګ سره امريکا يانو ته ځينو شخصي تر بګنيوله امله جاسوسي وشوه اوبې
ګناه افغانان وځورول شول که چيرې امريکا عامو خلکو ته د طالـبانو په خلاف وسلې ورکړى نوپه دې سره به نورې قومي ستونزې راوټوکيږي او طالبانو ته به چندان صدمه ونه رسوي