
جمعيت ګوند د اوربند پر وړاندې ګواښ دی!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
افغان حکومت تېره اونۍ له طالب وسله والو سره د يو اړخيز اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په يو ويډيويي پيغام کې وويل، چې د روژې مبارکې مياشتې له ۲۷ مې نېټې څخه بيا د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پوري به افغان امنيتي ځواکونه په افغان وسله والو طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عمليات نه کوي او له طالبانو يې هم غوښتنه وکړه، چې دغه اوربند دوه اړخيز کړي او دوی دې هم اوربند اعلان کړي. د ولس تمه هم له طالبانو څخه همدا وه، چې که يوه ورځ وي او يا کال، خو يو ځل دې دوی هم د سولې خوند وګوري او اوربند دې اعلان کړي. وسله والو طالبانو نن ورځ اعلان وکړ، چې دوی هم د اختر په شپو - ورځو کې يوازې له افغان حکومت سره اوربند کوي. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوربند يو خو شرايط يې سره توپير لرونکي دي.
۱- د افغان حکومت اوربند د طالبانو پر پرتله اوږد دی، خو طالبانو يوازې د کوچني اختر لومړۍ، دويمه او درېيمه ورځ اوربند اعلان کړي.
۲- افغان حکومت او ورسره بهرنيو متحدينو د اوربند په موده کې په طالب وسله والو د هر ډول تهاجمي عمليات د نه کولو ژمنه کړي، خو طالبانو ويلي، چې بهرني ځواکونه به په نښه کوي او دغه اوربند يې يوازې له افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو سره دی.
۳- لکه څه ډول چې طالبانو په خپل اوربند کې بهرني ځواکونه نه دي شامل کړي، افغان حکومت هم له طالبانو پرته د نورو ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې د تودې جګړې ويلي. داعش، القاعده، پاکستاني طالبان او دلته هر بهرنی مخالف جنګيالی يې د تهاجمي او دفاعي بريدونو هدف ګرځولی.
دا چې اعلان شوی اوربند به څومره عملي شي او څومره نه، د اوربند په ترڅ کې به د دواړو خواوو رېښتنوالي او خپلواکي مالومه شي، خو له وخت وړاندې يو ګواښ چې ښايي په اوربند کې درز او خنډ رامنځ ته کړي اسلامي جمعيت ګوند دی.
اسلامي جمعيت ګوند په لومړي سر کې له طالب وسله والو سره د طالبانو د واکنۍ پر مهال پنځه کاله جګړه کړي او داسې ډاډ لري، چې خپل جهادي قومندان احمدشاه مسعود ورته طالبانو؛ خو د نورو په همکاری وژلی دی. نو کله چې اوربند په بريا پای ته ورسيږي، نو لېرې نه ده، چې هم ښکېلې خواوې او افغان ولس به د امن په خوند پوه شي او د يوې تل پاتې سولې په لټه کې به شي. سوله، جګړه له بيخ باسې او د جګړې په تلو سره د جګړه مارو ډلو نامشروع ګټې هم په سوله کې رسوا کيږي. نو دا چې د تېرو ۱۷ کالونو افغان جګړه تر ټولو ډېره نامشروع ګټه يې تر لاسه کړه، هغه پخواني شمالي ټلواله او اوسنی جمعيت ګوند او متحدين يې دي، دوی به هڅه وکړي، د خپلو بهرنيو هېوادونو په لارښوونه د شوي اوربند پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چريکي حملې وکړي، نيوکې وکړي، سياسي او ولسي فشارونه راپورته کړي او نور ترڅو تر هغه جګړه وساتي تر کومه يې چې موخې نه وي پوره شوي.
د اوربند پر وړاندې د جمعيت ګوند يو بل ګواښ په خپله د طالبانو سياسي شتون دی. لکه څه ډول مو چې وړاندې هم ذکر وکړ، چې شمالي ټلواله له طالبانو سره له اوس وخت پرته په تېر کې هم د اسلامی امارت په دوره کې پنځه کلنه دښمني لري، نو په همدې اساس جمعيت ګوند نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې سياسي شتون پيدا کړي او حقوق تر لاسه کړي.
- داسې ويل کيږي، چې د حامد کرزي له واکمنۍ تر نن ورځې د طالبانو سره د سولې د هرې خبرې پر وړاندې جمعيت ګوند غېري مستقيم مخالفت ښيي او په يو ډول د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
- جمعيت ګوند؛ له حزب اسلامي سره د سولې پر وړاندې خنډ وو او تر نن هم داسې د پيغور خبرې کوي، ترڅو يو ځل بيا دا ګوند جګړې ته اړ کړي.
- جمعيت ګوند هر وخت د نفرين، کرکې، نفرت او تاوترېخوالي د خپرېدو په پار، طالب ته له وحشي، ترهګر، ترورېست، انتحاري او پردي پال څخه په بل نوم خطاب نه کوي او هڅه يې دا ده چې ولس د طالبانو او طالبان د ولس په مقابل کې د نفرت وروستيو کرښو ته ورسوي.
- جمعيت ګوند په څرګند او نيغ ډول د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د ولسمشر غني د سولې له هغه وړاندېزونو سره مخالت وښوود، چې طالب وسله والو ته يې د سولې په پار وړاندې کړل.
- او وروستي د اوربند پرېکړه وه. د امر الله صالح په شمول يو شمېر جمعيتيانو له اوربند سره سخت مخالفت څرګند کړ او يو شمېر نورو لکه اجرائيه مشر بيا د همدې مهمې موضوع په اړه چوپ پاتې دی.
په پايله کې بايد ووايو، چې افغان حکومت، افغان ولس او افغان طالبان بايد د اوربند پر وړاندې شته ګواښونو او چلېنجونو ته تيار اوسي او په پوره ډول ورته دقيق اوسي. جمعيت ګوند او ورته نورې ډلې د سيمې د هېوادونو په ملاتړ په ډېر شمېر ملېشه وسله والې ډلې لري، هم به ځان طالب جوړ کړي چې د حکومت باور مات کړي او هم به ځان امنيتي سرتيری کړي، چې د طالب باور مات کړي.