خبرياﻻنو ته بلنه : د افغانستان د ۲۰۰ کلن معاصر تاريخ تصويري نندارتون لپاره

د ۱۳۸۹ د چنګاښ ۲۳ نیټه
په پام کې ده چې د معاصر افغانستان د ۲۰۰ کلن سیاسي،کلتوري او ټولنیزو چارو تصویري تاریخ نندارتون د یو شمیر لویو دولتي چارواکو او بهرنیو میلمنو په ګډون د اماني لیسې په تالار کې د پوهنې د جلالتمآب وزیر له خوا رسما پرانیستل شي.
تاسو ټولو ګرانو ژورنالیستانو او خبرنګارانو ته په ډیره درناوي بلنه درکول کیږي چې د دې نندارتون د معرفي او خبري پوښښ لپاره د چارشنبه په ورځ چې د ۱۳۸۹ د چنګاښ له ۲۳ نیټې سره برابره ده، اماني لیسې ته په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو تشریف راوړی.