
۱۶ چنګاښ ۱۳۸۹
د پوهنې وزارت هغه شمیر کاندیدانو ته چې په ۱۳۸۶، ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي او د پاکستان په هیواد کې یې د لوړو زده کړو د بشپړولو د تحصیلي بورسونو لپاره دکابل په معارف شهر کې ثبت نام کړی دی خبر ورکوي چې د یاد شوو بورسونو د سیالۍ د آزموینې لپاره د شمولیت کارت د لاسته راوړلو په منظور د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې د ۱۷ او ۱۹ نیټې سره برابره ده د لوړو زده کړو د وزارت د امتحاناتو کمیټې ته مراجعه وکړي.
څرنګه چې وخت کم دی نو له ټولو محترمو رسنیو څخه په ډیره احترامانه توګه هیله کیږي چې دغه خبر د خپلو بیړنیو خبرونو په ردیف کې راولي او زموږ ګران هیوادوال له دغې مهمې اطلاعیې څخه خبر کړي.
وزارت معارف به آنعده کاندیدان که در سالهای 1386، 1387 و 1388 از صنف دوازدهم فراغت حاصل نموده و غرض کاندید به بورس های تحصیلات عالی کشور پاکستان در ریاست معارف شهر کابل ثبت نام نموده است، اطلاع میدهد که جهت اخذ کارت شمولیت امتحان رقابت آزاد به کمیته امتحانات وزارت محترم تحصیلات عالی به روز پنجشنبه و شنبه تاریخ 17 و 19 سرطان سال روان مراجعه نمایند.
چون وقت کم است لهذا از تمام رسانه های محترم احترامانه تقاضا بعمل می آید تا این خبر را در ردیف خبرهای عاجل گرفته و هموطنان عزیز ما را ازین اطلاعیه مهم آگاه سازند.
په درناوي
ګل آغا احمدي
د پوهنې د وزارت ویاند