پوهنه د اونۍ په هېنداره كې

شپږم اوونيز راپور
د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ ۱۶
د سرپل په ولايت کې د سوز مه قلعه ولسوالي د سوزمه قلعه نجونو متوسطې ښوونځۍ رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه. د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولسوالۍ ولسوال او د پوهنې رئيس سربېره د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځۍ ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. نوموړې ودانۍ په پاخه او اساسي دول د يو جريب ځمكې په ساحه كې چې د سيمې د خلكو لخوا وركړل شوې وه، د پوهنې وزارت د كيفيت د لوړ والي ( ايكويپ ) د پروګرام لخوا د ۳۵ زره امريكايي ډالرو په لګښت جوړه، چې۴ درسي، ۲ اداري خونې اونور د اړتيا وړ ضروري ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۲۰۰تنو زده كوونكو د ځايولو وړتيا لري.
.
د تخار ولايت د خره قاني ولسوالۍ د ابوالحسن د عالي ليسې تعمير د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكو لخوا د پټۍ په پرې كولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې د نوموړې ولسوالۍ مشران مخور، د همدې ليسې ښِوونكيو او زده كوونكيو حضور درلود. نوموړى تعمير د ۶۶۱۳۳۷۸ افغانيو په لګښت د پوهنې د څرنګوالي د لوړوالي پروګرام په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړ چې د ۸ ټولګيو، ۴ اداري اتاقونو او نورو اړينو توكو او اړتياوو په لرلو سره چې په يو وخت كې د ۴۰۰ تنو زده كوونكو ځاى لري. د يادولو وړ ده چې نوموړى ښوونځى به د سيمې د زده كوونكو ښوونيزې اړتياوې پوره كړه.
د لغمان ولایت د قرغه يو ولسوالي د ښوونځيو لپاره د نوي مېتود تر عنوان لاندې ۶ ورځنى وركشاپ د نوموړي ولسوالۍ دپوهنې مديريت په تالار کې په لاره واچول شو. نوموړی ورکشاپ د A.D.A موسسی په مالی مرسته او د پوهنې ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوې چې د قرغه يو ولسوالۍ د ښوونځيو ۱۴ تنو ښوونكو پكې ګدون كړى ؤ. د یادونې وړ ده چی د ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو او د پوهنې مسئوولينو د پوهې د لوړلو په کچه کې د نوې روزنې د اصولو له اړخه مثبتې اغیزې وشیندي.
د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د دوو لېسو سره د نوموړي ولايت د ملي امنيت رياست د دوه كمپيوټر او يو پرينټر مرسته وكړه، په هغه ناسته كوم چې په همدې اړه جوړه شوې وه، د نوموړي ولايت د پوهنې رييس د مننې په څرګندولو سره د نورو ورته مرستو هيله وكړه او په ځواب كې يې د ملي امنيت د رياست لخوا د ورته مرستو وعده وكړه. هېره د نه د نه چې دا مرستې به د ښوونځيو په كارونو كې چټكتيا رامنځ ته كړي.
د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ ۱۷
د بلخ په ولايت كې د نوموړي ولايت د مركزي ښوونځيو ښوونكيو ته د انفلونزا مرض سره د اشنايي په موخه د ښار په يو په اورانوس هوټل كې يو سمينار په لاره واچول شو. نوموړى سمينار د بلخ د عامې روغتيا رياست لخوا د پوهنې د رياست په همكارۍ جوړ چې ۲۵۰ تنو ښوونكو پكې ګډون كړى ؤ.
د نیمروز ولايت د مركز اړوند د نور محمد عزیزي لومړنې ښوونځۍ رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه. د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولايت د مقام نماينده او د پوهنې سرپرست رئيس برسيره د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. دغه ودانۍ د يونيسف موسسي په مالي مرسته د ۷۰ زره امريكايي دالرو په لګښت جوړه شوې چې۶ درسي، ۲ اداري، د پاكو اوبو څاه، ۶ تشنابه او نور د اړتيا وړ اړين ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۳۰۰ تنو د ځايولو وړتيا لري.
د كابل ولايت د پوهنې رياست د پيشنهاد او د پوهنې د وزارت د منظورۍ په اساس د استالف ولسوالۍ د (يعقوب شهيد نجونو متوسطه)، (د استالف مركزي د نجونو متوسطه) او ( د استالف د درې د نارينه زده كوونكو متوسطه) ليسو ته لوړې شوې. په هغه ناسته كې چې د پورته ښوونځيو په انګړ كې جوړې شوې وې او د ولايت د مقام استازو، امنيه قومندان، د پوهنې رييس، د سيمې مشرانو او مخورو، د نوموړو ښوونځيو زده كوونكو او ښونكيو پكې ګډون درلود، د نوموړو متوسطو د ارتقا پټۍ پرې شوه. هېره د نه وي چې نوموړې ښوونځۍ به د ددې سيمې د نجونو از نارينه زده كوونكو د ښوونېزه ستونزه حل كړي.
د کابل ولایت د پوهنې رياست په تالار کې ۳۵ تنو د دوولسمو او څلوارلسمو ټولګيو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته. بریالي کسان به د آزموينې د پایلو څخه وروسته د كابل ولايت د ۱۴ ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي. د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته د لوړې، ښوونې، غوره روزنې او ښې استوګنې نوم وركړى او هڅه كوي په هېواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د څرنګوالي له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كېدل يې يوه برخه ګڼلاى شى.
د تخار په ولايت كې د محلي ښوونكو لپاره د اسلامي او مسلكي زده كړو ۱۳ ورځنى سمينار د شهيد عبدالرحمن د ليسې په تالار كې په لاره واچول شو، نومړى سمينار د يونيسف په مالي مرسته او د پوهنې رياست په همكارۍ د تخار ولايت د رستاق، ينګي قلعه، دشت قلعه، خواجه غار، بهارك، كلفكان، اشكمش، بنګي، چال او مركز د ولسواليو د ټولو ښوونكيو لپاره په لاره اچول شوى ؤ او د نوموړيو ولسواليو ښوونكيو پكې ګډون كړى ؤ.
د لغمان ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره د نوو كتابونو د پيژندلو ترعنوان لاندې ۳ ورځنۍ سمينار د لغمان ولايت د روښان عالي ليسي په تالار کې په لاره واچول شو. نوموړی ورکشاپ د یونسف موسسه په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همکاری ددی ولایت دمرکز اوولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۵۰ تنو ښوونكو ګدون كړ ي چې له مخې به یې د نوي مېتود په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې دې ته ورته ورکشاپونه پرانستل به د ښوونکو د پوهې د لوړلو په کچه کې د نوې روزنې د اصولو له اړخه مثبتې اغیزې وشیندي.
 
معارف در آيينه هفته
راپور ششم
۱۶ سرطان سال 1389
تعمير جدید متوسطه نسوان سوزمه قلعه ولسوالى سوزمه قلعه ولايت سرپل، توسط مسوولین ریاست معارف آنولایت در حالی که تعدادی از رؤسای ادارات دولتی، اعضای شورای ولایتی، متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند افتتاح و به بهره برداری سپرده شد. تعمیر مکتب متذکره در يك جريب زمين كه از طرف اهالي منطقه داده شده به بصورت پخته و اساسی در یک طبقه به مصرف مجموعی ۳۵ هزار دالر امریکایی از طرف برنامه ار تقای كيفيت (ايكويپ) معارف در مدت یک سال اعمار گردیده، که دارای ۴ صنف درسی، ۲ اتاق اداری با سایر ملحقات ضروری آن می باشد که در یک وقت گنجایش ۲۰۰ تن شاگرد را دارا می باشد. قابل یاد آوری است که با اعمار تعمیر متذکره مشکل شاگردان از ناحیه نبود تعمیر مرفوع خواهد گردید.
.
تعمیر جدید لیسه ابو الحسن خره قانی ولسوالی کلفکان ولایت تخار توسط مسئوولین ریاست معارف درحالی که تعدادی از متنفذین قومی، استادان وشاگردان حضور داشتند افتتاح گردید. تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه در ساحه دوجریب زمین دولتی به مصرف مجموعی 6613378 افغانی از برنامه ارتقای کیفیت معارف در مدت یک سال اعمار گردیده ، که دارای 8 صنف درسی، 4 اتاق اداری باسایر ملحقات ضروری آن می باشد که در یک وقت گنجایش 400 تن شاگرد را دارا می باشد. گفتنی است که با عمار تعمیر مکتب متذکره مشکل شاگردان از ناحیه نبود صنوف درسی مرفوع خواهد گردید.
سيمینار ۶ روزه ميتود جديد برای مدیران، سرمعلمان و استادان مكاتب ولسوالي قرغيو ولايت لغمان در تالار مديريت ولسوالي دایرگردید. سيمینار متذکره به کمک مالی موسسه A.D.A و به همکاری ریاست معارف ولایت لغمان براه انداخته شده،که به تعداد ۱۴تن مدیران، سرمعلمان و استادان در آن اشتراك ورزیده اند. هدف از تدویر سيمینار متذکره آموزش نظارت دقیق و اداره و منجمنت در ادارات مربوطه را دربر می گیرند که در مدت ۶ روز در رابطه به ميتود دانستنی های ارزشمند راه فرا خواهند گرفت. گفتنی است که دایر شدن همچو سيمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین و منسوبین معارف موثر واقع می گردد.
به ادامه کمک های معارف دوستانه اشخاص و نهاد های دولتی وغیر دولتی به لیسه ها ومکاتب شهر شبرخان ولایت جوزجان ریاست امنیت ملی ولایت جوزجان دو پایه کمپیوتر و وپرنتر رنگه را جهت رفع نیاز مندی های لیسه قزانچی ولایت جوزجان مساعدت نموده است. در مراسم که بدین مناسبت در صحن لیسه متذکره تدویر گردیده بود رئیس معارف طی صحبت از این اقدام معارف پرورا نه ریاست امنیت ملی قدر دانی به عمل اورده خواهان همکاری هرچه بیشتر شان درعرصه معارف گردیدند که بالمقابل از طرف نماینده امنیت ملی وعده هرنوع کمک وهمکاری داده شد. قابل یاد اوری است که از این کمپیوتر ها شاگردان لیسه متذکره در ار تقای فهم ودانش های مسلکی استفاده موثر وهمه جانبه به عمل خواهند اورد.
17 سرطان سال 1389
سمینار یک روزه تحت عنوان اگاهی از مرض انفلونزای انسانی برای معلمین مکاتب مرکزی ولایت بلخ در تالار هوتل اورانوس شهر مزار شریف دایرگردید. سمینارمتذکره از طرف ریاست صحت عامه ولایت بلخ وبه همکاری ریاست معارف براه انداخته شده ،که به تعداد 250 تن از معلمین مکاتب شهری اشتراک ورزیده اند. هدف ازتدویر سمینار متذکره آ گا هی از مرض انفلونزای انسانی می باشند که شاملین سیمنار بعد از ختم سیمناردر مکاتب مربوطه خویش به شاگردان شان در رابطه به مرض مذکور اگاهی لازمی را ارایه خواهند نمود. گفتنی است که دایر شدن همچوسمینارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمین ومنسوبین معارف موثرواقع می گردد.
تعميمر جديد مكتب ابتدايه نور محمد عزيزي مركز ولايت نيمروز در حال به بهره برداري سپرده شد كه نماينده مقام ولايت متذكره، مسؤلين رياست معارف، نمايندگان ادارت دولتي و غير دولتي، استادان و شاگردان اين مكتب حضور داشتند، تعمير مكتب متذكره داراي ۶ صنوف، ۲ اتاق اداري، ۶ مبرز، چاه عميق آب پاك و با داشتن ديگر اشيايي ضروري به كمك مالي يونيسف به مصرف مجموعي ۷۰ هزار دالر اعمار گرديد. قابل ياداوري است كه مكتب متذكره گام مفيد در راستاي تعليم دانش آموزان ساحه مذكور خواهد بود.
به اساس پیشنهاد ریاست معارف ولایت ولایت کابل و منظوری مقام وزارت معارف مکتب متوسطه نسوان مولوی محمد یعقوب شهید، متوسطه نسوان استالف مرکزی ومتوسطه ذکور دره استالف ولسوالی استالف ولایت کابل به لیسه ارتقاء نمود. در محافلی که بدین مناسبت در صحن مکا تب متذکره تدویر گردیده بود بر علاوه نماینده مقام ولایت، قومندان امنیه، رييس معارف، ، نماینده اولیای شاگردان، متنفذین قومی ، استادان وشاگردان حضور داشتند. محافل با آیاتی ازکلام الله مجید اغاز سپس اشتراک کننده کان محفل بالنوبه در رابطه به موضوع صحبت نموده ارتقای مکا تب را به لیسه به شاگردان واستادان تبریک گفته واز استادان وشاگردان خواست تا در راه پیشرفت معارف کشور تلاش جدی نمایند.
در تالار رياست معارف ولايت كابل 35 تن دوازده پاسان و چهارده پاسان روي رقابت آزاد در امتحان به منظور تدريس در مكاتب ولايت متذكره اشتراك ورزيدند، كه بعد از نتايج كاميابان را از طرف رياست معارف به حيث معلمين در 14 ولسوالي ولايت كابل رسمي ايفا وظيفه خواهند نمود. قابل ياداوري است كه وزارت معارف سال جاري تعليمي را بنام سال (تدريس عالي، تربيه موفق و زنده گي بهتر) ياد نموده و اميدوار است در اين راستا موفقيت هاي مزيد داشته باشد.
سمینار 13روزه تحت عنوان آموزش دانش مسلکی برای معلمین مکاتب محلی ولایت تخار در تالار لیسه عبدالرحمن شهید آنولایت دایرگردید. سمینار متذکره ازطرف موسسه یونسف و همکاری ریاست معارف براه انداخته شده که به تعداد 29 تن ازمعلمین مکاتب محلی ولسوالیهای رستاق، ینگی قلعه، دشت قلعه، خواجه غار، بهارک، کلفکان، اشکمش، بنگی، چال ومرکز تالقان اشتراک ورزیده اند که درباره شیوه های جدید میتود تدریس دانستنی های ارزش مندی را فرا خواهند گرفت.
سيمینار 3 روزه ميتود جديد برای مدیران، سرمعلمان و استادان مكاتب ولسوالي قرغيو ولايت لغمان در تالار مديريت ولسوالي دایرگردید. سيمینار متذکره به کمک مالی موسسه يونيسف و به همکاری ریاست معارف ولایت لغمان براه انداخته شده،که به تعداد 50 استادان در آن اشتراك ورزیده اند. هدف از تدویر سيمینار متذکره آموزش نظارت دقیق و اداره و منجمنت در ادارات مربوطه را دربر می گیرند که در مدت ۶ روز در رابطه به ميتود دانستنی های ارزشمند راه فرا خواهند گرفت. گفتنی است که دایر شدن همچو سيمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین و منسوبین معارف موثر واقع می گردد.