د ولسمشر غني اوربند څلور (۴) اړخونه لري او دوه پايلې به ورکړي

د ولسمشر غني اوربند څلور (۴) اړخونه لري او دوه پايلې به ورکړي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د سولې عالي شورا، په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر، په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د سولې او پخلاينې ناستې او غونډې، د افغانستان او د نړۍ د اسلامي علماوو فتواګانې، پرته له کوم شرطه د سولې وړاندېزونه او ورته نورې اېخوا او دېخوا منډې - رامنډې؛ د افغان حکومت هغه هڅې په ګوته کوي، چې سولې ته د راسېدو په پار يې کوي.

ډېری ځلې طالب وسله وال ځکه د افغان حکومت د سولې غوښتنې او وړاندېزونه ردوي، چې په وينا يې افغان حکومت خپلواکه نه دی، د هر څه تر شا د امريکا لاس دی او يا دا چې تر هغه سوله نه کوو، تر کومه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي. خو افغان حکومت بيا د طالب وسله والو دا ادعا نه مني، بلکې زياتوي، چې طالبان خپلواکه نه دي، د پرديو په اشارو سوله او جګړه کوي او د پردي د ګټو په پار افغانان وژني. دا چې څوګ رېښتنې سوله کوي او څوګ نه، موضوع به افغان ولس ته پرېږدو چې قضاوت پرې وکړي، چې حکومت او طالبان څومره عام ولس دوکه کوي او څومره د سولې تږي دي. ولس قرباني ورکوي او ولس ته تر اوسه؛ نه د سولې عالي شورا او نه هم د قطر دفتر سوله راوستله.

تازه په تازه ولسمشر غني نن ورځ په خپل ټوېټر او فېسبوک پاڼې د ۸ څخه تر ۹ ورځو پورې د يواړخيز اوربند اعلان وکړ. ولسمشر اوربند داسې اعلان کړ، "ګرانو وطنوالو!
د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د هیواد له ګوټ - ګوټ څخه جیّد او درانه دیني عالمان کابل کې راټول شوي ؤ او د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې په افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه ناروا وبلل. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هیواد د علماوو د دغې متفقې فتوا له اعلان وروسته نه یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ کوي، بلکې د هیواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پیشنهاد څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.

په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو په ضد به عملیات ادامه ولري.

په راتلونکې اونۍ کې به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزئیات شریک شي."

پورته اعلاميې ته په کتو د ولسمشر غني اعلان شوی اوربند څلور لاندې اړخونه لري.

۱- وسله والې ډلې: ولسمشر غني په دې اوربند کې په افغانستان کې مخالفې وسله والې ډلې په لويه کې په دو برخو ویشلي؛ 
الف - طالبان 
ب- داعش، القاعده او نور
ولسمشر د تېر په څېر طالبان افغانان بللي او دا يې پخوا هم ويلي وو، چې افغان حکومت له هغه چا سره سوله کوي، چې افغان وي او طالبانو سره ځکه سوله کوو چې دوی افغانان دي. نو په اعلاميه کې اوربند يوازې له يوې وسله والې ډلې سره اعلان شوی دی.

۲- له طالبانو سره په دوه ډوله اوربند: ولسمشر په خپل فرمان افغان امنيتي ځواکونو ته امر کړ، چې په وسله والو طالبانو د تهاجمي بريدونو او حملو څخه ډډه وکړي. د بېلګې په ډول که طالبان د هلمند په موسی کلا کې ځای پر ځای وي او افغان امنيتي ځواکونه يې په اړه مالومات هم ولري او دا وړتيا هم ورسره وي، چې له طالبانو سره جګړه وکړي، خو د اوربند په درناوی به پرې تهاجمي بريد نه کوي.

د ولسمشر د اوربند يو بل اړخ دا دی، چې که طالب وسله والو په تهاجمي بريدونو لاس پوري کړ، نو افغان امنيتي ځواکونو ته امر شوی، چې بيا يې وځپئ. د بېلګې په ډول که چېرې د کابل په ښار کې يو شکمن کس ولېدل شي او د طالب وسله وال شک پرې وشي، نو امنيتي ځواکونه به يې پر وړاندې غبرګون ښيي، نيسي به يې او يا به يې هم له پښو غورځوي.

۳- نورې وسله والې ډلې: د داعش په شمول نورې ټولې وسله والې ډلې په دې اوربند کې نه دې شاملې. په دغه ډلو به هم تهاجمي بريدونه تر سره کيږي او هم دفاعي بريدونه. حکومت او امنيتي ځواکونو ته اوس ستونزمنه خبر تفکيک دی. که چېرې دا اوربند عملي او د طالبانو له خوا هم ومنل شي، نو امنيتي ځواکونه به څنګه په اسانۍ سره توپير کړي، چې وسله وال طالبان دي، داعش دی، القاعده او که نور.

بيرغ دلته د توپير نښه نه بلل کيږي. وسله والې ډلې له هر ډول تکتيک کار اخلي، بیرغ يې د کاڼې کرښه نه ده. لنډه دا چې ډېری حکومت د ولس - طالب او ولس - داعش ترمنځ توپير نشي کېدای، نو څنګه به وکولی شي چې له واټن څخه دوه مخالفې ډلې سره توپير کړي.

۴- د اوربند اصول: تر ټولو لومړۍ اوربند د دو يا له دو څخه د زياتو مخالفو ډلو او افرادو ترمنځ کيږي. يانې اوربند لږ تر لږه دوه اړخيز وي. د اوربند په اړه بل مهم اصل د درېيمې ډلې دننه کېدل دي. اوربند د يو منځګړي په شتون کې رامنځ ته کيږي، تر څو اوربند کوونکي ډلې په داسې شرايطو سره وتړلي، چې که چېرې کومې ډلې اوربند مات کړ نو وروسته به يې جبران ورکړي.

په اخر کې د ولسمشر غني اوربند به د طالب وسله والو ترمنځ دوه ډوله احساس راپيدا کړي.
- يا به د دوی (طالبانو) مرال لوړ کړي او فکر به وکړي، چې حکومت د خپلې کمزورتيا له وجهې سولې ته تيار، له جګړې ستړی او د اوربند اعلان يې کړی.

- يا به د افغان طالبانو هغه وينه په جوش راولي او هغه مرال به يې راپورته کړي، چې هر څنګه تعريف چې دې جګړې ته ورکړو خو په لويه کې يې قرباني افغانان دی او افغانان د سولې تږی دی.