د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش، حکومت په هېڅ قوم ظلم او احسان نه کوي

د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش، حکومت په هېڅ قوم ظلم او احسان نه کوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ څخه پيل، بيا تر نن ورځې پورې د بريښنايي پېژند پاڼو، ملت، هويت او قوميت په اړه ډېر بحثونه وشول. څرګنده ده، چې ځانګړي کسان غواړي د بريښنايي پېژندپانو په منځ کې خپلې ګټې چې د نورو له خوا ورته اشاره کيږي تر لاسه کوي.

د سيمې هېوادونه او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان د بريښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې ځکه ستونزې رامنځ ته کوي، چې دغه لوې ګټې پر لاس ورځي.

بريښنايي پېژندپاڼې يوه تخنيکي او حکومتي چاره وه، خو په لوی لاس سياسي او حقوقي شوله، چې په پايله کې يې د يو افغان ملت ترمنځ بېلوالی، نفرت، تاوتريخوالی، تعصب، قوم او ځان پالنه راپيدا شوه.

د تاريخونو او مشرانو د خبر اړوند، (تفرقه واچوه، واکمني کوه)، په پخوا کې د برتانيا شعار او پالېسي وه، خو اوس هر حقوقي او واقعي شخصيت په دې پوهېدلی دی، چې تر ټولو ښه واکمني، ګټه، پرمختګ او وړاندې تګ د نورو په بې اتفاقۍ کې دي. که دا بې اتفاقي د کورنۍ د غړو ترمنځ وي او يا هم د هېواد په کچه د ولسونو ترمنځ.

هغه هېوادونه چې په بريښنايي پېژندپاڼو کې يې خپلې نامشروع ګټې لېدلي او خوندي کړې دي، ډېر په دې غم کې نه دي، چې ملت او مليت، قوم او مذهب، اکثريت او اقليت څوګ دي او څوګ نه، دوی يوازې له هرې هغې لارې کار اخلي چې افغانان سره په توپير کې وساتي او په ډېرې اسانۍ سره خپلې موخې تر لاسه کړي.

اوس ګورو چې په بريښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې همداسې يو ډول پيدا کړی دی. هغه د افغان کلمه چې پخوا يې د افغانستان هربچی پرې ځان راټولو، نن يې د ځانګړو او پرديو ګټو لپاره له ځان لېرې کړه. په سپين سترګۍ وايي چې افغان نه يم او په دې ښه پوهيږي، چې د چا لپاره او ولې داسې چارې تر سره کوي.

نو د بريښنايي پېژندپاڼو تر شا د بهرنيانو لومړۍ موخه او پروژه د افغانانو ترمنځ کرکه او نفاق دی، چې په پايله کې يې، نن له ولسمشر غني سره مخالفت خو له حسن روحاني سره خواخوږي او ملاتړ، د غازي امان الله تاريخ يې هير کړی خو د ايران د اسلامي انقلاب مشر خميني ورته د ازادۍ سالار ښکاري.

د بريښنايي پېژندپاڼو په ويش سره حکومت له هېڅ قوم سره ظلم نه کوي او نه هم په کوم بل قوم لورېنه او احسان کوي. کله چې په بريښنايي پېژندپاڼو کې د (افغان) کلمې خبره راځي، نو پښتون قوم بايد د حکومت مننه ونه کړي، چې افغان ولېکل شو او حکومت پر ملت احسان وکړ، خو چې کله تاجیک، ازبک، هزاره او نورو ته هم د افغان ليکل کيږي، نو پر وړاندې يې بايد منفي غبرګون ونه لري، ځکه حکومت ورسره کوم ظلم نه دی کړی، د اساسي قانون څلورمه ماده يې عملي کړه او دا څلورمه ماده په هغه وخت کې تصويب شوې ده، چې په کابل کې جمعيت ګوند، شورا نظار، حزب وحدت، حزب جنبش او نور واکمن وو.

د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ دويم پړاو ته ورسېده، يانې له حامدکرزي څخه د ولسمشر محمد اشرف غني تر دورې راوغځېده، خو که چېرې دا بهير درېيم پړاو ته لاړ شي، يانې راتلونکي ولسمشر ته هم دا موضوع په همدا ډول پاتې شي، نو بيا به بريښنايي پېژندپاڼو د وينو په قيمت وېشل کيږي او يا به د تل لپاره دا پروسه له منځه ځي.

حکومت اوس بريښنايي پېژندپاڼې ځکه په داسې يو سست او ارام بهير سره ويشي، ترڅو د مخالفو ډلو غبرګون سوړ کړي. مخالفې ډلې غبرګون نه لري بلکې له دوی سره عمل دی، دوی ته په سېسټميک ډول سره دا ماموريت ورکړل شوی دی، چې څنګه د بريښنايي پېژندپاڼو مخنيوی وکړي.

که چېرې په دوه مياشتو کې د وګړو د ثبت او احوالو اداره د کابل ښار دننه يوازې زر پېژندپاڼې ويشي، نو د هېواد په لېرو پرتو سيمو کې به دا پروسه کله پیل شي او څو لسيزې وروسته به هر افغان د بريښنايي پېژندپاڼې څښتن شي.

که حکومت همداسې په ويره سره چلند کوي او سست وړاندې تګ کوي، نو حکومت ځان ته ستونزې جوړه وي او نورې خبرې په کې رامنځ ته کوي. خو که حکومت د بريښنايي پېژندپاڼو د ويش بهر د ټاکنو د نوم لېکنې د بهير په ډول ګړندی کړي، نو د ډېری دسيسو، شومو پلانونه او پردی پالو مخه به ونېسي او افغانان به د يو واحد ملت څښتانان کړي.