
حکومت بايد له لطيف پدرام او ورته کسانو سره څه وکړي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په افغانستان کې د بيان ازادۍ او سياسي فعاليت په اړه د هېوا اساسي قانون په څرګند ډول سره وضاحت کړی دی او د بیان ازادۍ په اړه اساسي قانون ليکي: (دويم څپرکی - د اتباعو اساسي حقوق او وجایب،څلور دېرشمه (۳۴) ماده، دويمه فقره: هر افغان حق لري چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي.)
له يوې خوا اساسي قانون هر افغان ته دا حق ورکړی، چې پرته له دې چې حکومتي کسانو ته يې وښيي، کولی شي چې خپل فکر د بيان د مختلفو لارو څخه اظهار کړي، خو په عينې وخت کې يې په سمدلاسه ډول ذکر کړی چې (په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت). نو په دې اساسي قانون کې له راغلو حکمونو څخه دوه حکمونه دا هم دي:
۱- (لومړی څپرکی: دولت، لومړۍ(۱) ماده، لمړۍ فقره : افغانستان، خپلواك، واحد، او نه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دی.)
۲- (لومړی څپرکی- دولت، څلورمه (۴) ماده، درېیمه فقره: د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.
څلورمه فقره: د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي.)
اوس که د اساسي قانون پورته دوه حکومونه وګورو او ورسره د لطيف پدرام او ورته نورو د بيان ازادۍ په نوم کړنې وګورو نو سره په ټکر کې دي. پدرام د افغانستان د نوم د بدلولو، د افغانستان د وېشلو، د افغانستان د نظام د ډول د بدلون خبرې کوي، او پورته د اساسي قانون لومړۍ مادې دا هرڅه څرګند کړي دي، نو پدرام دلته د قانون لومړۍ ماده تر پښو لاندې کړه.
د اساسي قانون په پورته دويم حکم کې، د افغان کلمې په اړه وضاحت شوی دی، خو پدرام دا ماده هم نه مني او دلته بيا پدرام او ورسره هم افکارو د قانون بله ماده قضداً تر پښو لاندې کړه.
د بيان له ازادۍ را وروسته، د هېواد اساسي قانون د سياسي فعاليتونو په اړه وايي:
(دويم څپرکی - د اتباعو اساسي حقوق او وجایب، شپږ دېرشمه (۳۶) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان اتباع حق لري چې د روا او سوله ییزو غوښتنو د تأمین لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي.)
قانون دلته بيا هم پدرام، محقق، عطا او نورو دا ډول کسانو ته د غونډو، ناستو او لاريونونو کولو حق او اجازه ورکړه، خو ټېګار يې کړی، چې (سوله ییزو غوښتنو د تأمین لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي.) خو د يادو کسانو ناستې او لارينونه اول د سوله ييزو مخو لپاره نه بلکې د تخریبي او تعصبي موخو لپاره وي، بل دا چې د دوی ناستې او لاريونونه د وسلو او زور ښودنې نمايش وي. دوی په عينې وخت کې په خپلو ناستو، غونډو او لاريونونو کې د اساسي قانون دغه حکمونه تر پښو لاندې کوي.
(لومړی څپرکی - دولت، نولسمه (۱۹) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (بیرغ) له: دریو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کیڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نیمایي دی چې په منځ کې یې د افغانستان ملي نښان ځای پر ځای شوی دی.
دويمه فقره: د افغانستان د دولت (ملي نښان) له سپین رنګي محراب او منبر څخه جوړ دی چې، په دوو څنډو کې دوه بیرغونه، د منځ په برنۍ برخه کې یې د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه او الله اکبر او د راختونکي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه کې یې د ۱۲۹۸ هجري شمسي تاریخ او د افغانستان کلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه د غنمو وږي پرې راګرځول شوي دي.)
(لومړی څپرکی - دولت، شلمه (۲۰) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (ملي سرود) په پښتو ژبه دی، الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه به پکې راځي.)
اوس که چېرې د عطا، پدرام او د نورو زورواکو کړنو ته وګورو، نو ستونزه يې له ولسمشر يا کوم سياسي ګوند سره وي، خو توهين، سپکوی او بې احترامي د ملي مقدساتو او د هېواد د اساسي قانون د احکامو کوي.
دوی په قضدي ډول سره په خپلو ناستو کې د هېواد د ملي سرود پر ځای نورې تراني اچوي، چې شلمه ماده تر پښو لاندې کوي، په لاريونونو او ناست کې د هېواد د ملي بيرغ پر ځای نور بيرغونه او نښانونه پورته - پورته کوي، چې د اساسي قانون نولسمه ماده تر پښو لاندې کوي.
حکومت، قضايي او عدليي ارګانونه په داسې يو ډول چوپ دي، چې د خپل چوپيتيا لپاره قانون دليل نه لري. که حکومت د پدرام ورته کسانو پر وړاندې ځکه اقدام نه کوي،
- چې يووالي وساتي، نو يووالي له منځه په تلو دی نه په ساتلو.
- که حکومت فکر کوي، چې په چوپتيا به دوی هم چوپ کړي، نو غلته ده. چوپيتيا دوی د حکومت کمزورتيا ګڼي او خپلو کړنو ته لا زور ورکوي.
- که حکومت يې د درک، پوهېدنې او اصلاح په تمه وي، نو دا تمه هم غلته ده. دا خلک په په هرڅه پوه دي، خو پروژې د لوړې بيې او پردۍ دي، نو هېڅکله به هم درته د اقرار ونه کړي، چې مونږ تېروتي وو.
کله چې اساسي قانون د نورو قوانينو مور وي او د پردي پالو له لاسه دا مور قانون داسې په زور او غرور سره ماتيږي، نو پايله يې انارکېزم (انارشي) کيږي، چې وروسته يې کنټرول ستوزمن کيږي.
حکومت او ولس دې دا هير کړي، چې پدرام، عطا، محقق او نور څوګ دي، د کوم قوم دي او د چا خلک دي؛ قانون يې مات کړی، قانون ماتوي نو بايد چې دا نن ورته د پورته ثبوتونو په شتون سزا ورکړل شي، چې نورو ته عبرت شي.