پرون؛ غازی امان الله خان او ډاکټر نجيب الله، خو نن اشرف غني له اسلام بې خبره دی!

پرون؛ غازی امان الله خان او ډاکټر نجيب الله، خو نن اشرف غني له اسلام بې خبره دی!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په افغانانو کې يو بد عادت دا دی، چې که هر څومره کلمه ووايي او دا چيغه کړي چې زه مسلمان يم، خو بيا هم ورته ويل کيږي، چې ته مسلمان نه يې، کلمه له سره ووايه، منافق يي او له دين ناخبره يې. دا چاره اوس نه بلکې د کالونو وړاندې په افغاني ټولنه کې دود ده. هغه وخت چې شاه غازي امان الله خان د هېواد د پرمختګ په لټه کې شو، نو لومړی څه چې د نوموړي پر وړاندې يې مخالفت وکړ؛ د ديندارۍ او بې دينۍ په نوم اعمال وو. امان الله خان به چيغې وهلې چې زه مسلمان يم، نو مې امان الله دی، په ژوند يې په ثبوت ورته ښکاره کوله چې، لمونځ کوي، قران تلاوت کوي، روژزه نيسي، مسلمان دی، خو بيا هم غولېدلي افغانانو او د بچه سقاو، ګوډ ملا او نورو په شان جاهلانو، له جوړ مسلمان قضداً دا غوښتل چې اقرار وکړي، کافر يې کړي او ووايي چې زه مسلمان نه يم.

له هغې را وروسته چې د غوايي کودتا تر سرهه شوه، نو په کور دننه ښايي يو شمېر کسان په عقيدوي ډول سره ضعيف وي، خو په لويه کې دلته هغه د تېر په څېر جوماتونه وو، جنازې او ښادۍ وې، اخترونه او روژې وې، حجونه او عبادات وو؛ خو پاکستان او ايران ته د مجاهد په نوم تللو خلکو يو ځل قسم کړی وو، چې دلته په خپل کور کې پاتې افغانانو ته به يې کفار او مرتد ويل. دغه افغان به يې د نويو مسلمانو په نوم يادول او له سره به يې کلمه پرې ويله.

هغه ډاکټر صيب نجيب په قرآن کريم لاس ورته کېښود او خپلو خلکو ته يې وويل، چې زه مسلمان يم، په مسلمانه کورنۍ کې زېږدلی يم، په ژبه او زړه تصديق کوم چې مسلمان يم، خو هغوی (مجاهدين) له ما قضداً غواړي چې کافر شم او پر ما فشار راوړي تر څو د دوی د خوښۍ لپاره اظهار وکړي چې زه مسلمان نه يم.

دامان الله خان او ډاکټر نجيب لوبه اوس هم په کټ - مټ ډول خو له نويو لوبغاړو له خوا روانه ده. که په انفرادي ډول سره مسلمان او د هغې کړنې وګورو، نو د مکې مکرمې په څنګ او ګاونډ کې هم داسې کسان شته چې په خپلې سوداګرۍ (بزنس) بوخت دي او د خدای په کور کې عبادت ترې پاتې او پر نورو کارونو يې سر دی. همدا ډول؛ په ايمان کمزوري کسان به په افغانسان، پاکستان، سعودي او د نړۍ په مختلفو اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو کې شتون ولري.

د افغانانو لپاره د تېر په څېر اسلام عجيب ډول سره تعريف کيږي. په ګاونډ هېوادونو کې نومول شوي ديني علماء وايي، چې که يو څوګ په خپل کور يانې افغانستان کې سوله ييز ژوند وکړي نو اسلام يې تر پوښتنې لاندې راځي، ځکه چې د افغانستان پهه نوم هېواد هېڅ کله هم بايد هغه ډول کار تر سره نه کړي، کوم چې ايران او پاکستان تر سره کوي. د دوی په فکر د پاکستان او ايران په ډول پرمختګ له افغانستان او افغانانو سره بد ښکاري.

دوی بې شرمه د ړوندو غوندي اعمال کوي. د غربي او کفري هېوادونو له کلتور، خوراک، څښاک څخه دوی ګټه اخلي؛ د يادو هېوادونو وکړو ته د استراحت خونې او کلسياوې دوی جوړې دي؛ له کفري نړۍ سره سياسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيزې اړيکې دوی لري

خو دوی ته، دوی د افغانستان نېږدې دغه ۳۵ مېلېونه وګړي هم په اسلام ضعيف او له اسلام بې خبره دي او هم د افغانستان ۲۵۰۰ ديني علماء بې ارزښته او بې غوره دي.

دوی په افغانستان کې د مختلفو لوبغاړو په مرسته يوه ډرامه لوبوي، چې پرمختللی او سوليه ييز افغانستان د کفر مرکز دی او بايد په کې جګړه وشي. دوی دغه مفکوره د غازي امان االه پر ضد بچه سقاو ته ورپېچکارې کړې وه، د داکټر نجيب پر ضد يې د مجاهد په نوم ډلو ته او اوس يې د ولسمشر محمد اشرف غني پر ضد وسله والو ډلو او سياسي - جهادي تيکه درانو ته ورکړې ده.

دوی ته غلزی امان الله خان، ډاکټر نجيب الله: نن محمد اشرف او غني او سبا بل د سر سړی بې دينه دي.