
که څه هم په ټوله کې دافغانستان وضعيت ورځ بلې ته خرابيږي خو په دې ورستيو کې د ختيځو ولايتو امنيتي وضعيت هم چندانې د ډاډ وړ نه دی
د کنړ ولايت امنيتي وضعيت په تير کې هم په لرې پرتو ولسوالۍ کې ډير د ډاډ وړ نه و ، خو اوس دغه وضعيت ډير کړکيچن شوی ، تر دې چې افغانستان کې ميشت نړيوال ايتلافي ځواکونه يې په مروره ولسوالۍ پراخو هوايي عملياتو ته اړ کړل دغه عمليات چې نږدې څلور ورځې او شپې يې دوام وکړ د مارجې له عملياتو وروسته سخت عمليات وبلل شول ، که څه هم دغه عمليات تر سره شول خو داسې ښکاري چې په وضعيت کې بيا هم کوم د پام وړ بدلون نه دی راوستی همدا تيره شپه په دغه ولسوالۍ کې د کنړ د والي د وياند پر کور وسله وال ور اوښتي خپله وياند په کور کې نه و ، خو د نوموړي دري کوچنيان ، ميرمن ، ورونه او وريندارګانې په دغه حمله کې سخت ټپيان شوي اوس په روغتون کې بستري دي ، په کنړ کې د ملي اردو ، پوليسو او ايتلافي ځواکوونو پر پوستو ، کاروانونو او هډو د توغنديو او ماينونو چول خو اوس ورځنۍ موضوع ګرځيدلې او په ډيره کنړيان هم ورسره عادي شوي دي .
همدارنګه د ننګرهار ولايت امنيتي وضعه هم په دې ورستيو کې ډيره کړکيچنه شوې ، د خوګياڼو د شيزادو په ولسوالۍ کې دطالبانو څرګنديدل او د دغه ولسوالۍ سقوط ، د چپرهار وضعيت خو ډير د مخه بيخونده دی په دغه ولسوالۍ کې ګونګو وژنو د خلکو ژوند ډير تريخ کړی ، خو په دې وروستيو کې د ننګرهار ښار جلال اباد هم ډير نا ارامه ښکاري ، ويل کيږي چې په رڼا ورځ د طالب په نامه کسان د دغه ښار تر ټولو مصروف او مشهور چوک تالاشۍ چوک کې د کيسټ پلورنځيو پلورونکو ته ګواښنې کوې او حتی بيا يې عملي بڼه هم ور اغوستې ، په دغه چوک درې پرله پسې شپې چاودنې وشوې او دغه پلورنځي يې په بمونو و الوزول ، له دې وروسته په جلال اباد کې دسقاوو خاوندانو ته هم شب نامې وغورځول شوې چې له ږيرو خريلو او کمولو لاس واخلي که نه نو سقاوې به ور والوزوي ، د بهسودو پل چې کنړ او ننګرهار سره تړي دوه ځله د چاودنو ښکار کيدل دا ټولې پيښې په ورستيو مياشتو بلکې اونيو کې شوي چې ننګرهايان يې سخت انديښمن کړي.
داچې د دغه بريدونو او کړنو ترمنځ د چا لاس دی په لنډه توګه ورته اشاره کوم.
کولای شو په ننګرهار او کنړ کې شته وضعيت په دې ټکو کې راخلاصه کړو
بهرني عوامل
• چې په سر کې پاکستان يادولی شو ، چې نه غواړي په ننګرهار او کنړ کې د بيارغونې پروژې په ځانګړې توګه د اوبو او بريښنا په برخه کې په سمه توګه تطبيق شي دوی غواړي سيمه دجګړو او نا امنۍ په اور کې ګرمه وساتي څو د بيارغوني بهير په ټپه ودريږي.
• له وزيرستان څخه دځينو طالبانو راتلل کونړ ته او هلته د افغاني طالبانو څخه دټول واک اخستل ، چې په پايله کې اوس دغلته امارت ، سلفيان او حزب اسلامي د يو د بل په مقابل کې ګوته په ماشه کړي بلکې کله خو ديو بل په مقابل کې هم دريږي
• همدارنګه په دې ورستيو کې د بهرنيانو له خوا د وتلو د نغارو ډنګول دي ، چې طالبان يې ډير خوشبينه کړي او هڅه وي، چې ګواکې همدوي دي ، چې ټولې نړۍ ته يې شکست ورکړ.
کورني عوامل .
• په دې ورځو کې په کندهار دعملياتو خبرونه ډير تاوده دي ، نو ځکه خو طالبان غواړي ، په ختيځ کې نا ارامۍ رامنځ ته کړي ، چې د حکومت او نړيوالې ټولنې فشار په کندهار کې پر خپلو ملګرو راکم کړي.
• د حاجي دين محمد د کورنۍ له خوا د شيرزي څخه د غچ اخستنې هڅې ، چې په لومړي سر کې د ولايتي شورا چې د حاجي دين محمد زوی يې مشري کوي په نيوکو چې د ننګرهار پر اداره يې شروع کړې پيل شوې ، داسې هم اټکل کيږي چې دغه کورنۍ دمولوي خالص د کورنۍ سره ټينګي اړيکي لري او اوس غواړي له دغه اړيکو د ننګرهار د ادراې په ناکامه ولو کې ګټه واخلي ، داسې ښکاري ، چې ځينې اسانتياوې په ښايي د دوی له لوري باغيانو ته برابريږي.
• امريکايان دعوا کوي چې جګړه يې ګټلې ده ، نو ځکه خو طالبان غواړي خپلو عملياتو ته د شدت په ورکولو سره نړيوالو ته ورپه زړه کړي چې د قوماندانانو په بدلولو سره نه شوي کولای په چارو کې اغيزمن بدلون رامنځ ته کړای شي .
• همغه معمول لامل چې د اوړي په موسم کې د طالبانو عمليات پراختيا مومي خو دا ځل ځکه د انديښنې وړ دی چې د تير په پرتله هرڅه زيات دي .
زه نور نه پوهيږم خو هغه څه چې ښکاره دي اوس نو دبل هر وخت په پرتله په ختيځه سيمه کې وضعه په ډير بد حالت کې ده او که وضعيت همداسې دوام وکړي ، نو اټکل نه کيږي چې د ولسي جرګې راتلونکې ټولټاکنې دې په يادو ولايتو کې په سمه توګه ترسره شي بلکې داسې اشارې هم ورکړل شوي چې دغه ولايت به په راتلونکو درېو مياشتو کې سقوط وکړي چې د کابل دحکومت د سقوط پيلامه يې بللی شو.