ته او خدای ؛ډاکټر عبدالله به  له کرزي  ښه نه و ؟

افغانان چې ډير درديدلی ، ځوريدلی او کړيدلی ولس دی ، په ۲۰۰۱ز کې دطالبانو له سقوط وروسته يې مړاوې شوې هيلې په دې هيله بيا راتازه شوې ، چې زه که خدای کول نو دا ځل به نړيواله ټولنه افغانان د پرديو او خپلو داړه مارانو خلاص کړي ، خو ازلي بدبخته قوم دا ځل هم ګټه ونه کړه ، زه نه پوهيږم چې دوی به خدای په کومه ګناه نيولي وي ، چې دکرزي په څير بې احساسه او ډارن کس يې ورته له کوم ځايه راپيدا کړ زه خير هلته خو کرزی نړيوالو پر موږ را وتپلو ، په دويم ځل خلکو په دې هيله رايه ورکړه چې له ټوپکمارو به يې خلاص کړي خو په دريم ځل خلکو ولې رايه وکړه سره د دې چې نوموړي بيا هم خپل دواړه مرستيالان ټوپکمار وټاکل . هغه متل دی چې که په لومړي ځل مې غولوې تا دې خدای ووهي او که په دويم ځل مې غولوې نو ما دې خدای ووهي ، همدارنګه د حديث شريف مفهوم دی چې مومن د يوې سوړې دوه وار مار نه چيچې ، خو ښه زړي پښتانه کرزي څو څو واره وغولول اوس سړی څه ووايی !
کرزی چې په نوم پښتون دی خو پښتونولي هيڅ نښانې په کې نه ليدل کيږي ، پښتولي دې ته موږ نه وايو چې کرزی دې يوازې پښتنو ته کار وکړي او دنورو ورونو قومونو حقوق دې پايمال کړي ، بلکې پښتنولي دې ته وايې چې له يو چا سره نا ځواني ونه کړې که هغه خپل وي که پردی ، کرزی ډير يو ناځوانه شخصيت دی چې دپښتنو په جامه کې د پښتنو عام وژنه ، ورکونه او ترټنه پيل کړې دغه د چوکۍ وږی په دې هم نه دې موړ چې هره ورځ په لسګونو پښتانه د طالبانو او نړيوالو ځواکونو په بمبارۍ وژل کيږي ټپيآن کيږي او کډوالۍ ته اړ کيږي.
راځو اصلي موضوع ته :
تير کال هم دميدان وردګو په ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه ، همدغه کرزي يو فرمان ورکړ، چې کوچيان دې له بهسودو او ده ميرداد څخه ووځي نوموړي وعده کړې وه چې ډير ژربه دغه موضوع ور حل کوي ، خو دغه ناځوانه هغه مهال هم سپين زړو کوچيانو ته دروغ ويلي و يوازې خپل مرستيال کريم خليلي او محقق يې خوشاله کړی و ، دا ځل بيا هم نوموړي نه يوازې د کوچيانو پر خلاف فرمان صادر کړ بلکې همدغه خليلي يې بهسودو ته واستوه چې په خپله خوله د ده پيغام هغه بې څوکه پښتنو ته ورسوي چې د خپلو مړو په ښخولو بوخت دي ، ډير افسوس پکار دی د پښتنو په حال !
خو يوازې کرزی نه دی چې د پښتنو په استازيتوب په حکومت کې ناست دی او پر پښتنو ملنډې وهي بلکې نور پښتانه وزيران يې هم دځان په څير پيدا کړي ، حنيف اتمر به د تلويزيون په سکرين ليدلی وي چې دکريم خليلي پر وړاندې د کرزی فرمان په ډيره خوښۍ لولي ، ډير د شرم ځای دی نور څوک نه و اتمره چې ته دخپلو پښتنو د رټلو او شړلو فرمان په ډير وياړ سره لولې ، بس ګيله له چا وکړو چا ته وژاړو ، پو په خپله پو ...
موږ ډير ساده قوم يو د ټولټاکنو پر مهال به موچې پرتله کوله نو ويلې به مو چې کرزی که څومره هم بد شي له عبدالله ښه دی ، خو موږ غوليدلي و. عبدالله که هر څومره بد وای نو په داسې سختو فرمانونو به يې هيڅکله پښتانه نه وای خفه کړي . په پای کې زه له ټولو پښتنو په کلکه هيله کوم چې دنوموړي پر وړاندې خپل دريځ روښآنه کړي او د ده له ملاتړ تر وروستي حد لاس واخلي . نور نو دغه ازمويل شوی شخص مه ازموي ، هيله ده په پارلماني ټولټاکنو کې داسې شخص ته رايه ورکړئ چې د پښتنو د دغه دښمانانو پر وړاندې غوڅ دريځ ولرلی شي نه دا چې داسې څوک وټاکۍ چې د ده په څير له خپل سيوري هم ډاريږي .
په زړه کې مې ډير څه دي خو دقلم په څوکه يې نه شم څرګندولی ځکه د قلم عفت اجازه نه راکوي
خدای هغه برباد کړې چې څوک موږ بربادوي
امين