
موږ چې ماشومانو نو کله به مو چې له يو داسې کس سره شخړه رامنځ ته شوه ، چې هم به زورور او هم به يې ژړل ،نو موږ به دا خبره تکراروله (هم شکارې هم کوکارې هم لاس لګی هم ژاړې ) دا مې ځکه وليکل چې هغه بله ورځ راته يو دوست خبره کوله چې دهزاره ګي مافيا يو فعال غړی صادق مدبر کله چې د کرزي پر وړاندې په دروغ کې ګير شو ،نو بيا يې ورته ژړل . نوموړي دفرهنګ په نامه يو تاجک دييلومات په خپل سر رد کړی او بيايې ورته ويلي و ، چې کرزی نه غواړي تاسې په ايران کې مقرر شئ ، کله چې کرزی له دغه پيښې خبريږي نو دستې مدبر ته زنګ وهي چې ولې يې داسې کار کړی ، نوموړی چپ پاتې کيږي ،کرزی په دې پيښه سخت په قهر کيږي او تصميم نيسي چې نوموړی نور دچارو له ادارې لرې کړي ، خو د هزارګي مافيا دغه فعال غړی کرزي ته ورځي او ژړا ورته کوي ، چې خير دی په اينده کې به داسې نه کيږي ، دا پيښه خو نوموړي له تاجک سره کړې وه او هغه چې تاجک و نو ځکه خو بيا هم مقرر شو ، خو که پښتون وی نو نه به څوک ترې خبر شوی وای او نه به يې چاخبره اوريدلې وای .
دا چې د کرزي حکومت يو مافيايې حکومت دی ، او ډول ډول مافيا په دغه حکومت کې په بيلا بيلو طريقو خپل کارونه پر مخ وړي ، د غه مافيا په حکومت کې دننه په درې نومونو يادولی شو. (د پښتنو مافيا ، دتاجکو مافيا او دهزاره مافيا)
دغه درې واړه چې ډيرې قوي او مضرې شبکې دي ، هر يو يې په خپل وار خپلې ګوندي او شخصي ګټې په هر څه مقدمې ګڼي ، دا درې واړه مافيا خپل تر منځ ډيرې ښې اړيکې هم لري . خو د دوی تر منځ توپير په دې کې دی ، چې ځينې له ځينو چالاکه دي
پښتنو مافيا چې يو څو محدود اشخاص د کرزي په شمول په کې راټول دی ، دوی يوازې د خپلو شخصي څوکيو او شخصي ګټو لپاره کار کوي ، دوی نه پريږدي چې په پښتنو کې د کار او علمي کسان وده وکړي ، دوی د خپلو څوکيو د ساتنې په موخه هر ډول معاملو ته تيار دي . دوی حتی دې ته هم تيار دي چې هزاره او تاجک په يو ښه پست مقرر کړي ، خو د يو ښه پښتون مقررول نه شي زغملی ، ځکه دوی له نورو د ويرې احساس نه لري ، د کرزي له تيرې کابينې هم څرګنديږي چې يو بې کفايته او ضعيفه خلک يې ولسي جرګې ته د تايد رای داخستنې لپاره وړاندې کړل او که کوم په کې لږ ښه و ، نو دهغوی د ناکامولو هڅې يې هم وکړې چې په کې بريالي شول ، کرزی به له اشرف غني ، علی احمد جلالي او انور الحق احدي څخه پوه کسان نور چيرته پيدا کړي ، نوموړي د بهرنيو چارو وزارت ته يو ګونګي معرفي کړ ، چې په پښتو خو نه پوهيږي او فارسي يې هم ژورنالستان په زوره له خولې راباسي ، د داسې يو مهم پوست لپاره د ګونګي ټاکنه دکرزي په بې کفايتي او مافياي تفکر دلالت کوي .سره د دې چې د دغه وزارت لپاره وړ کس انورالحق احدي او يا هم اشرف غني و، همدارنګه د امنيت شورا لپاره يې هغه کس ونوماوه چې اصلا دافغانستان له نوم سره ستونزه لري ، خو د جلالي له تقررۍ يې ډډه وکړه . لکه دمخه مې چې وويلې دغه مافيا ته خپلې څوکۍ او مقام مهم دی نه د ملت او نه دپښتنو ګټې ، خو امتياز دپښتنو په نوم اخلي .
تاجک مافيا دغه مافيا چې د مارشال ،قانوني ،بسم الله خان ، غالب ، منصوري او له حکومته بهر رباني ، عبدالله عبدالله او .. په ګډون په کابل کې فعاله ده ، دوی که څه هم د هزاره ګانو په څير فعال نه دي خو له پښتنو ځکه ښه دي چې دوی هم خپلې کرسۍ ساتي او هم خپلو قومونو ته کار کوي ، دوی بيا له هيڅ ډول کړنو دريغ نه کوي ، د ځمکو غصبول ، د مخدره توکو قچاق ، ترور او بهرنيانو سره دڅوکيو ساتنې په موخه هرې معاملې ته تياری ښودل ، د دوی له ورځنيو دندو څخه شميرل کيږي .
هزاره مافيا يوه خطرناکه مافيا ، دکريم خليلي ، محمد محقق ، صادق مدبر او انوري په مشرۍ غواړي په راتلونکې کې افغانستان د دوی په لاس اداره شي ، دوی ورته پلان هم لري ، دوی اوس زده کړي ، چې څرنګه دکرزي په بې کفايتۍ او د ده ځينو مشاورينو په غوړه مالۍ څرنګه خپلې ريښې په اوسني حکومت کې وځغلوي ، مدبر چې کرزي په يو داسې حساس ځای کې کينولی ، او نوموړي هم ورڅخه اعظمي استفاده کړې ، له هېواده بهر او دننه يې خپل هزارګان په مختلفو پوستونو کې دکرزي له مشورې او حکم پرته مقرر کړي ، په ترکيه کې د محقق دباډي ګارډ مقررول ددې لپاره ترټولو بيلګه ګڼلی شو، همدارنګه دوی هم د ځمکو په مافيا پراخ لاس لري ، د انوري له خوا په هرات کې د زرګونو جريبه ځمکو نيول او بيا پر هزارګانو ويشل ، همدارنګه په علمي ډګر کې دايران په مرسته د دې طبقې نور فعاليتونه ، چې په پايله کې به د دې هر څه مسوليت د کرزي په غاړه دی چې هيڅ وخت به يې پښتون ولس او تاريخ ونه بښي .
په پای کې له خپلو پښتنو هېله لرم ، چې نور دغه فاسد او مافياي حکومت په تمه نه شي ، په خپله دې خپل کارونه منظم کړي او داينده لپاره دې سر له اوسه په يو داسې کس فکر وکړي ، چې په ريښتني توګه افغان او دې خاورته ژمن وي نه د کرزي په څير شخص چې تل يې د خپل څوکۍ د بقا لپاره هرڅه کړي ، کرزي له موږ هرهغه څه هېر کړل چې د څوکۍ لپاره استاد رباني کړي و ، په ټولټاکنو د درغلۍ په برخه کې خو يې نړيوال ريکارډ جوړ کړ چې په تيره مياشت کې کله چې په سوډان کې ټاکنې جنجالي شوي نو عربي مطبوعاتو ورته الانتخابات الکرزاويه نوم ورکړ . نور دی نو دې زموږ خدای مل شي .