غزل

د جـــــــنون پڼـــــــــې په پښو مې لـــــــه جانانه سره ځم
د قسمت ماتـــــه خوړلې له پيمانـــــــه ســــــره ځــــــــــم
د اوښکو زنــــــځيرونه مې نصــــــــيب پښو ته راکړي
شومه پاتې له ګــل غيږې له زندانــــــــه سره ځــــــــم
ماشوم زړه مې له کوکارو نه راتم کړم ورتــــــــه وايم
د ژوندو لارې سورۍ دي له ارمـــــانه ســـــره ځـــــم
مـــحراب، جـــــومات، تسپــــــې دې واړه ستـــــا وي
ما پيــــالې کـــــــړې پـــــه سر تويې له مغانه سره ځم
جـــــرس د کــــــاروان نستـــــه دا مزل د ورکـــــو لارو
تروږمۍ مې سپوږمې نسوې له آسمـــــــــان سره ځــم
رڼا ورځې تورې شپې دي او که سر مې جنون وړی
د حباب د ژوند کیسې سوې له یـــــــــــــزدانه سره ځم
په خوله مې سو تڼاکې هغه خـــــــوږ نوم د جانان مې
ګونـــــګۍ مې سولې چيــــــــــغې له نيستانه سره ځم
پر بدن مې نستـــه ځای نور دې تېغونو ته دلبــــــــره
د عتيق زي اوښکې مسکۍ سوې له ګريوانه سره ځم
عبدالبصير عتيق زی
چنګاښ شلمه ، ۱۳۸۹