
ولسمشر دا ځل پارلمان له پردي پالو او فسادګرو پاکوي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير
د هېواد پارلمان ډېر کم داسې کسان لري، چې حساب پرې وشي، پر ملت يې زړه درد وکړي، له شخصي ګټو ملي ګټې ورته لوړې وي، د خلکو غږ واوري، رېښتنې ستونزې حل کړي او ورته نور. د پارلمان اکثريت غړي يانې له نيمي ور پورته، په داسې ډول پارلمان ته راغلل، چې يې د رايو پر ورځ د خلکو په لاسونو کې رايې په پيسو واخېستې او يا يې هم په يو ځای ټاکنيزو چارواکو ته پيسې ورکړې او چوکۍ يې ځان ته نغدې کړې.
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې د هېواد پارلمان ډېر کم داسې کسان لري، چې حساب پرې وشي؛ نو په همدې ډول ډېر کم افغان پيدا کيږي، چې پر دوی حساب وکړي، يانې په غوڅ اکثريت که افغان ولس وپوښتل شي، نو د پارلمان په اړه به يې زړه له وينو ډک وي. خلک يا په ملي مسايلو کې د وکيلانو له کړنو تر ستوني دي او يا يې هم شخصي ستونزې پرځای ورته پرېښودلې دي او ژمنې يې ور ماتې کړې دي.
د هېواد د اساسي قانون مطابق پارلمان (ولسي او مشرانو جرګې) د ملي شورا په نوم ياديږي او د هېواد د مقننه ځواک ډېره لويه برخه جوړه وي. دا چې مقننه ځواک د اجرائيه او قضايه ځواکونو سره ترڅنګ درېيم ځواک دی، نو حکومت (اجرئيه ځواک) نه شي کولی د دوی په ډېری چارو کې دننه شي او لاس وهنه وکړي.
د پارلمان وکيلان ځان داسې حسابوي، چې نعوذ بالله من ذلك له ځان څخه پر سر بل لوړ سر نه ګوري. ولسمشر ته ګواښونه وکيلان جوړه وي، وزيران دوی به کرار نه پرېږدي، لوی رئيسان دوی تعقيب کوي، د واليانو په چارو کې دوی لاس وهنې کوي، پوځ کې دوی ښکېل دي، قاچاق دوی کوي، غصب يې خپل کار او يايې مل دي، لس - لس ساتونکي شاته پسې روان وي، د موټرونو کاروان يې لس دقيقې وخت نيسې چې له يو ځای تېر شي او ورته نورې نامشروع او د سر دردۍ کړنې.
يو شمېر وکيلان خو د ايران او پاکستان په لارښوونې هغه کړنې تر سره کوي، چې د دغه او نورو هېوادونو استخباراتي شبکو د کالونو په مودو کې په همدې برخه کې ورښودلې دي. د بېلګې په ډول د بريښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډ او له ملي هويت (افغان) سره مخالفت. له داسې کسانو به څه ګيله وشي، دوی خو په دومره لويو پرديو پرژو کې بوخت دي، چې وينه بهوي خو خپلې ګټې په کې لټوي. دا ډول کسان په ښه ډول سره روزل شوي، او عام ولس ته تر يو وخت ستونزمنه ده، چې دوی په ګوته کړي.
له پورته کسانو پرته يو شمېر نورو داخلي مافيا هم، په دې وروستيو کې دواړه پښې په يوې موزه کې کړې او د حکومت هر مثبته چاره، پرېکړه او لاسته راوړنه يې وګواښله. نو لنډه دا چې که د ګوتو په شمېر وکيلان هېوادپال حساب کړو نو بيا هم غلط نه يو.
دا چې ولسمشر غني د قانون اړوند د دولت په ټولو برخو کې د سمونو او اصلاحاتو ژمنې کړي، نو دا ځل به يې د اصلاحاتو هدف پارلمان هم وي. لکه څه ډول چې ولسمشر د کانګور ازموينه، د ازادۍ سيالۍ له لارې په دندو ګمارنه، د قراردادونو روڼتيا او نورې ادارې اصلاح کړې، نو پارلمان به هم له ورته برخليک سره کړي.
- ولسمشر په ډېر مهارت او سياسي ډول سره په تېرو څلور کالونو کې د هغه وکيلانو څېرې ولس ته رسوا کړې، چې د ملي ګټو خلاف او پردي پاله فاسدګر دی.
- ولسمشر د فسادي پيسو پر پانګوالو وکيلانو هغه لارې وتړلې، چې هم به يې د خلکو په لاسونو کې رايې اخېستلې او هم به يې د ټاکنو په کمېسيون کې بند صندوقونه د ځانونو په نوم کول.
- ولسمشر ټاکنو کمېسيون ته امر کړئ، چې د فاسدو، مجرمينو او قانون ماتونکو دسېسې او د نوماندۍ اسناد ژور وڅېړي او اجازه ورنه کړي، چې په فساد ککړ د ټاکنو نوماندان شي.
- د ولسمشر تکيه پر ولس هم ده. ويښ ولس به قانون ماتونکي وکيلان ورټي، ولس به د دوی په غوړې ډوډۍ، غولونکو ژمنو، نويو فلسفو او دوه مخو کړنو غلط نه شي.