مئین ( لنډه کیسه)

- اوس بېخي ګلالۍ شوې ده
سګریټ مې شونډو ته ورنږدې کړ، ده زیږه چمبه سترګو ته ونیوله، مخ مې واړه ولو، له خولې او پزې څخه مې دود ویستو، راته یې وکتل ، ما دده خبرو ته ځواب ورکړ:

- خو سم یې وژلی یې
د موبایل په سکرین باندې خیرنې چاودې ګوتې کش کړې ، په سندره یې کلیک وکړ، زما سترګو ته یې تلیفون ونیولو، شونډه یې له غاښ لاندې کړه، شرمندوکی غوندې شو، ورو یې زیاته کړه:

- د کوپر لور دسې حیاناکې جامې اغوندي
په فون کې مې سترګې وګنډلې، سندره مې واورېده، خوند یې راکړ، له کاره هم ستړی وم ، ورته مې وویل:

- شاید تر دې هم ښایسته وي دې خو سینګار کړی
د فن کارې افغاني جامې په تن وي هسې یې ده ته خوند ورکړی و، ده بله سندره پلې کړه، خدای شته دا ټپې زما په زړه هم کښېناستې، په خندنۍ لهجه یې راته کړل:

- کېږي؛ خو....
ما زر ورغبرګه کړه:

- خو ور ولېږه کنه خو مو په کې مه را وباسه
ده راته کړل:

- خو دا د کلي ځوانانو وایي چې فهیم او قایم هم ورباندې مئین دي بیا داسې نه چې کومه خبره راووځي اوس حیران یم څه وکړم.
(پای)