جمعيت او وحدت ګوندونو له اساسي قانون (انجيل) جوړ کړی

جمعيت او وحدت ګوندونو له اساسي قانون (انجيل) جوړ کړی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د هېواد اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمريز کال د مرغومې په مياشت کې د ملت استازو د اساسي قانون د لوې جرګې له لارې تصويب کړ. اساسي قانون له يوې سريزې، دولسو څپرکو، چې ۱۶۲ مادې کيږي جوړ شوی دی.

اساسي قانون په څرګند ډول سره د دولت، اتباعو اساسي حقوق، حکومت، ملي شورا، قضاء ولسمشر او نور ذکر کړي دي. هغه څه چې په اساسي قانون کې په ډېر څرګند او تفصيلي ډول سره نه دي ښودل شوي، نو د قوانينو د مور (همدې اساسي قانون) اړوند ورته نور قوانين لکه د جزا قانون، د مالياتو قانون، د سياسي ګوندونو قانون او نور جوړ او تصويب شوي، چې له اساسي قانون سره په همغږۍ کې عملي کيږي.

دا چې د افغانستان تابيعت لرونکي څوګ دي، اساسي قانون يې په څرګند ډول سره داسې بيانوي، "لومړی فصل: دولت -څلورمه(۴) ماده:

لمړۍ فقره: په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیم ډول یې په خپله یا یې د خپلو استازیو له لارې عملي کوي.

دوهمه فقره: د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولري.

درېیمه فقره: د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.

څلورمه فقره: د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي.

پنځمه فقره: د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي."

له کالونو پرته او ستونزو ډکه موضوع په بريښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې ليکل او يا نه ليکل دي. څوګ يې چې مخالف دي نو لاملونه يې هم څرګند دي او مخالفت يې هم د ظاهر سربېره بل څه او هغه هم لري چې د پردې تر شا خبره ده. خو هغه څوګ چې په بريښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې په ليکو ټېنګار کوي، تر ډېره يې تمرکز د هېواد د اساسي قانون په څلورمه ماده دی، چې په دې اړه يې هر څه ښه په ښکاره ډول ويلي دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، يونس قانوني، بسم الله محمدي، صلاح الدين رباني، احمدضياء مسعود او نورو په مشرۍ اسلامي جمعيت ګوند؛ د محمد محقق، کريم خيلي او نورو هزارو په شتون کې وحدت ګوند او هزاره مشرانو له اساسي قانون څخه څه جوړ کړي دي؟

- دوی د اساسي قانون څلورمه ماده نه مني، چې د افغانستان تابيعت لرونکو ته بايد افغان وويل شي

- دوی اساسي دا اساسي قانون له شلمې مادې سره مخالفت ښيي، چې ملي سرود يې په پښتو ژبه منلی دی

- دوی نولسمه ماده نه خوښوي، چې ملي بيرغ او ملي نښان يې په ګوته کړی دی

- دوی ۶۴ ماده نه غواړي، ځکه چې د ولسمشر ته صلاحيتونه په کې ډېر دي.

خو لنډه دا چې دغه خلکو په اساسي قانون ډېر داسې څه په ګوته کړي دي، چې د دوی له قومي، ګوندي، د پرديو لپاره سياسي او تعصبي ګټو سره په ټکر کې دي؛ چې کله په يوې او کله پر بلې بهانې يې پر وړاندې مخالفت ښيي.

همدغه پورته ياد شوي کسان، بيا اساسي قانون مني، چې قانون دوی ته يوازي ګټې ډالۍ کوي. دوی چيغې وهي چې؛
- د ولسمشر د کار دوره د اساسي قانون مطابق پوره ده
-پارلماني ټاکنې بايد د اساسي قانون مطابق تر سره شي

- د اساسي قانون اړوند بايد په ټاکنو کې سياسي ګوندونو ته برخه ورکړل شي

- د اساسي قانون اړوند ټول هېوادوال برابر حقوق لري

- او لسګونه نور ...

دا مونږ هم منو چې اساسي قانون کوم اسماني کتاب نه دی، چې هېڅ ډول تغير او تبديل په کې نه راځي. ولس او حکومت کولی شي، چې د همدې اساسي قانون د لسم څپرکي مطابق په قانون کې تعديل رامنځ ته کړي، يو څه په کې سم، کم او يا ډېر کړي. خو دا هر څه بايد په هغه قانوني لارو تر سره شي، کوم چې په خپله قانون ذکر کړي دي.

خو د عطا، ډاکټر عبدالله، محمد محقق او نورو په څېر نه؛ چې نن د قانون يو ماده مني او سبا نه، نن ورته اساسي قانون د منلو وړ دی، خو سبا يې چې اساسي غېرې مشروع ګټې له ګواښ سره مخ کوي، نو بيا دغه ورته د منلو وړ نه وي.

دوی په اساسي قانون کې غورچاڼ کول غواړي او له دې اساسي قانون يې د اوس زمانې انجيل جوړ کړی دی، چې د دوی ناخوښ شی ترې لېرې کوي او د خپل خوښې څيز؛ نوی په کې ځای پر ځای کوي.