
دهېواد د وتلی نامتو اديب ، تاريخپوه ، د افغان ولس او سيمې ملي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ په بلجيم کې (( د افغان کلتوري بهير)) په نوښت سره يوه څېړنغونډه جوړه شوې وه ،
په بلجيم کې دافغان کلتوري بهير لخوا ، د افغان ولس د فکر او ږغ د ملګري ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ دې غونډې ته ، د اروپااو نړۍ د بېلا بېلو هېوادنو څخه علمي ، فرهنګي شخصيتونو او مينه وال رابلل شوي وو او په دې غونډه کې يې ګډون درلود.
غونډه د عظيم الشان قران په تلاوت سره پيل شوه او بيا ملي سرود وغږول شو ، چې د درناوي په دود ټول حاضرين ودريدل .
په بلجيم کې د افغان کلتوري بهير په استازيتوب او د غونډې فعال سمبالونکي ښاغلي امين باوري ، د غونډې پر اهميت رڼا واچوله
او مېرمن زرغونه ژواک او ښاغلي افضل ټکور ته يې بلنه ورکړه ، چې د دې څېړنغونډې پروګرام پر مخ بوځي . مېرمن زرغونه ژواک د پروګرام په لړ کې د ښاغلي جهاني ځينې اشعار هم په ښکلي انداز سره دکلمه کول .
د پروګرام لومړۍ برخه پيغامونو ته ځانګړې شوې وه او لومړی هغه پيغامونو ولوستل شول ، چې د ټولنو او بنسټونو استازي يې حاضر وو .
لومړی ښاغلي افضل ټکور (( په لندن کې د افغان ليکوالو فرهنګي ټولنې )) پيغام ولوست .
ښاغلي احمدشاه امين په جرمني کې (( د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې )) په استازيتوب ، د ټولنې پيغام ولوست .
او ښاغلي عبدالباري جهاني ته يې (( د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې )) لخوا د خپاره شويو څو کتابونو ډالۍ هم وړاندې کړه .
ښاغلي سمسور پيل ((د افغان سوسيال کلپ )) پيغام ګډونوالو ته واورولو .
په جرمني کې ((د افغان سينما تياتر دټولنې )) په استازيتوب ښاغلي مطيع الله رؤفي هم دې څېړنغونډې ته پيغام واورولو .
همدار راز د افغانستان له بېلا بېلو سيمو څخه هم پيغام رارسيدلي وو ، چې يادونه يې وشوه او د پيغامونه مهم ټکي په ډاګه شول . دې غونډې ته د کندهار وﻻيت څخه د اطلاعاتو او کلتور رياست پيغام ، له جلال آباد څخه ښاغلي عبيدخوګياڼي ، له غزني څخه ښاغلي محمد غني اندړ او له پېښور او مزار څخه هم پيغامونه رارسيدلي وو .
همدا راز له چک هېواد ، له کابل نه ښاغلي غلام علي نوري پيغامونه راليږلي وو او د ښاغلي پتيال د هغه شعر يادونه هم وشوه ، چې ښاغلي جهاني ته ډالۍ شوی و .
همدا راز له مسکو ، سويډن څخه دې غونډې ته د داسې ليکنې راليږل شوي وې ، چې د ښاغلي جهاني د ژوند او اند په هکله په کې يادونې شوي وې او ټول به په يوه مجموعه کې خپاره شي .
ښاغلي محمود نظري هم (( د جهاني او طنز )) تر سرليک يوه ليکنه درلوده ، چې د روهي ويب پاڼه کې هم تازه پر ليکه شوه او ګران لوستونکي يې لوستلی شي .
له کابل څخه د لمر څرک خپرونې لخوا هم يادې غونډې ته پيغام استول شوی د غونډې دوهمه برخه څېړنيزې ليکنو او مقالو ته ځانګړې شوه وه ، چې دغه ښاغلو په کې ګډون درلود او مقالې يې ولوستې :
ښاغلي اکبر کرګر
ښاغلي افضل ټکور
ښاغلي خالد هادي
ښاغلي امان الله ساپی
د ښاغلي حضرت سادات لخوا د بل ښاغلي عبدالنافع ثنا مقاله ولوستل شوه
ښاغلي امين باوري د خپل ورور ، لرغونپوه ښاغلي پروفيسر رسول باوري مقاله ولوستله .
ورپسې د ښاغلي عبدالله احسان په زيار ، ښاغلي عبدالباري جهاني ته نوې جوړه شوې ويب پاڼه حاضرينو ته وروپېژندل شوه او د څو مشرانو لخوا يې د پر ليکه کيدو مراسم تر سره شول .
د غونډې په لړ کې دمه هم وشوه او ماښامنۍ هم وخوړل شوه .
بيا ښاغلي جهاني د موضوع او شکل له پلوه خپل ليکل شوي راز راز شعرونه حاضرينو ته واورل ، چې د چکچکو ، اوښکو او خندا سره بدرګه کيدل . که څه هم غونډه د شپې تر نيمايي پورې غځيدلې وه ، خو بيا هم څوک حاضر نه و ، چې له غونډې وﻻړ شي تر څو ، چې په خپله جهاني صيب وويل ، چې نوره بس ده .