ديارانو مرکه

پوهنمل حبيب زی، فرانکفورت المان
طنز
دما په لیدو یې سم دم خوله ترغوږه لاړه او د ښار په یوه پوره ګڼ میشته سیمه کی یې دلاری پر سرناڅاپې ټینګ په غیږه کې و نیوم ، څو ځله یې په روغ بړ کې په مخ او سترګوښکل کړم ، ټول لاروی په حیرانتیاسره زمونږ تاوده او له مینې ډک روغ بړته هک پک پاتی و، نه پوهیږم چې څنګه یې پس له شلوسختو کلوچې سره نه مو و لیدلې وپیژندم ، ما په لومړې نظر د سترګو له خندا نه وپیژنده ، کټ مټ تا به وی چې همدا اوس بیا لکه شل کاله پخوا سره یو ځل بیا د پوهنځۍ په صنف کی ګورو ، لکه همغه وخت یې سترګی له خندا ډکی وی اوپه تن ښه له غوښو پټ و ، لږ څه یې د سر ویښته دغوږونو تر څنګ تور او سپین و خو داسی نه چې هغه د نورو همزولو په پرتله زوړ وبریښې ،سترګې یې دخوشالی له اوښکو ډکې شوی، سره له دی چې د تیلفون زنګ یې په شرنګیدو و بیا یې غیږی ته ښه کلک ونیوم او مخ راته په مخ څو څو ځله ومښه.
زمری زما د پوهنځی ددوری نژدی ملګری و ، د تحصیل په دوره کی سره
یو ځای حتی په لیلیه کی هم دواړه په یوه کوټه کی و، د ژوند ډیری خوږی او ترخی مو سره یو ځای تیری کړی وی،
کله چې په هیواد کی خپل منځی جګړه وه ډیر یې په لټه کې شوم خو پته می یې ونه مونده . اوس خو یې له سرو وضعی مالومیږی داسی مالومیږې چې لاس یې تر نستوڼې په کوچو کې ده ،ښکلې وریښمینه دریشې ،پاک سپین نخې کمیس او ورسره همرنګه نکتایې په لاس کې دوه د نوی مودل تیلفونونه ،... اوداسی نور ټول قیمتی کالې یې په تن و.
زه لاپه ورته خیالونوکې زنګیدمه چی د زمری لاسی تیلفون بیا، ټینګ ټینګ ،...، ټینګ ټینګ په شرنګیدلو شه ، زمری په بښنه غوښتودتیلفون دزنګ په هوکی کولو مخابره کې داسی وی :
-هلو ،... وعلیکم وسلام ،شکر تاسی څنګه یاست ،زما سلامونه هم ومني هلو ، ...هو ، بلی ،شکر ، تیریږې ،....پوه شوم ، کاپې یې زما د میز په سر کیږدی ، بیا به زه زنګ درته ووهم ، حتمې ،...خدای په امان
د تیلفون نه په خلاصیدو ما سم دستې تری وپوښتل :
- ښه ته چیره یې وځوانیمرګه ؟
زما پوښتنه لا خلاصه نه وه چې دا ځل د زمرې بل تیلفون ، ټوټ ، ټوټ ، ټوټ ...
په زنګ وهلو شه او هغه بیا په بښنه غوښتو دتیلفون دزنګ په هوکې کولو مخابره کې داسی وویل :
- هلو ،... وعلیکم وسلام ،شکر تاسی څنګه یاست ،اوهو ،ایله بیله ته چیره یې ،......،چیره ، دوبی کی؟ ...هو ، بلی ، شکر، تیریږې ،څو ورځی نور هلته یې ؟..... ښه ، شاید زه هم بله ورځ درشم بیا به زنګ درته ووهم ، حتمې ،...خدای په امان .
د تیلفون نه په خلاصیدو ما سم دستې خپله مخکینې پوښتنه بیا تکرار کړه :
- ښه ته چیره یې وځوانیمرګه ؟
په ځواب کی یې راته ووی:
- یاره دا څنګه ښه تصادف،........
هغه لا دا خبره نه وه بشپړه کړی چی د تیلفون زنګ یې بیا په شرنګیدوشه او بیا یې د بښنی په غوښتو ، زمونږ د خبری په غوڅیدودخپل تیلفون د هوکی تکمه ووهله او خپلی خبری یې داسی پیل کړی:
- هلو ،...سلام ، اوهو----هو ، دا لمر له کومی خواراوخوت،.....شکرته څنګه یې ؟ ...هلو ، بلی ، نه اورم ، نه ، نه ،..... هلو ، غږ دی نه اورم ،..هلو ، ډیر خراب ،... ځای دی بدل که ، ....هلو ، هلو ، نه اوس هم خراب ده ، ودریږه ، هلو ،.... بلی ، نه بیخې نه راځې ،...پف پف ، نه راځی نه ، یوی بلی خواته ودریږه ،غږ خراب سه ،...بیرته کینه ، په اړخ واوړه ، .......... هو اوس لږ څه ښه شه ،... هلو بیا خراب شه، ځای دی بدل که ، بیخی خراب سه ، موقعیت دی بدل که ، هلو،.....هلو ، ملاق ووهه ،........
زړه کې می و چې چیغه وکړم ،خوچاره نه وه ، څنګه مې کولای شول له خپل یو داسی ملګري نه چې له زړه یې ،ډیر وخت په لټه کې وم بي خدای پامانۍ لاړ شم .نا چاره ودریدم او ملګری می لا همهغسی په تیلفون کې چغي وهلي ،چې تیلفون به یې کله سم او کله به لاین خراب سه او ده به ورته چغی وهلی ، هلو ، خراب سه ، نه راځې ، په اړخ واوړه ، ....،ودریږه ، څمله ،او داسی نور ....
داځل پوره نیم ساعت هغه په تیلفونې خبرواخته و، دی لا په غږیدو وچې داځل د هغه په لاس کې بل تیلفون په شرنګیدو سه ،.....
غوښتل مې مخکې له دی چې زمرې بیا بل تیلفون ته ځواب ووایې تری اجازه واخلم ځکه زما دوه نور ملګرې چې زمرې نه پژاندل راته په خواکې دلمر سري ګرمۍ ته انتظار ولاړ ول ، او هغوی نه یوملګرې څو ساعته وروسته بهر ته پرواز درلود ، خو زمرې بیا په ماته غاړه اوممیک اشارو چې د څو دقیقو نور انتظار غوښتنه وکړه ، په داسی حال کې چې په روانو خبرو کې یې هم له مخامخ لورې نه په تیلفون کې د یوی شیبی انتظارغوښتنه وکړه دبل تیلفون د غوږې په پورته کولو بیا خبرو ته ادامه ورکړه:
- هلو هلو ،...سلام ، اوهو----هو ،.....شکرڅنګه یې ...هلو ، بلی ،غږ دی نه اورم ، نه ، نه ،..... هلو ، هو غږ دی نه اورم ،..هلو ، ډیر خراب ،... ځای دی بدل که ، ....هلو ، هلو ، نه اوس هم خراب ده ، ودریږه ، هلو ،.... بلی ، نه بیخې نه راځې ، بلی خواته ودریږه ، خراب سه ،...بیرته کینه ، په اړخ واوړه ، .... هو اوس لږ څه ښه شه ،... بیا خراب شه، ځای دی بدل که ، بیخی خراب سه ، موقعیت دی بدل که ،د سالون کوټي ته لاړه شه ، خوله دی کړکۍ کې د ګاونډي دکور خواته ونیسه ، نه اوس هم خراب ده ، په چوکۍ ودریږه ،.......
حوصله مې ورو ورو په خلاصیدو شوه ځکه نور دانتظار لپاره هم وخت نه و پاتی او مونږ باید هوایې ډګر ته تللی وای ، د سترګو په اشارو اولاس کې دساعت په ښودلومې دزمرې پام دی خبری ته راواړو چې نور نو وخت نه لرم ، خو هغه بیا په ماته غاړه په داسی حال کې چې د شهادت دګوتی په لکی نیوو یې د یوی شیبی نور انتظارغوښتنه کوله خپلو خبرو ته آدامه ورکړه :
- هلو ، اورم ،.... ، نه یې اورم ،......هلو ، کوز لاړ شه ، بر لاړشه ،..... ودریږه ، څمله ، بیا ودریږه ،........
له اخوا مې ملګرو هم په وارخطا ډول دلاس په اشاره رانه دتګ غوښتنه کوله او لیدل مې چې هغوې ورو ورو له خپل ځایه روان شول ،زه چې د هغوې په مجبوریت ښه پوهیدم ناچاره زه هم ورپسی وخوځیدم اوله خپل ولاړ ملګری مې دلاس په اشاره د خدای پامانۍ غوښتنه وکړه ،...
زمری په داسی حال کې چې په تیلفون کې خپلو خبرو ته ادامه ورکوله له ځایه راټوپ کړ او په بل لاس یې زه له مټي نه ټینګ ونیولم اوبیا یې په ماته غاړه په داسی حال کې چې نرۍ خندایې په شونډو لرله بیا تم کیدو ته راوبللم ، په داسی حال کې چې ما تری د خلاصیدو هڅه کوله هغه ټینګ د کمیس له نستوڼې نیولې وم ،په یو ناڅاپه خیز مې ځان تری خلاص که او په بیړه روان شوم ، خو کتل مې چې هغه راپسی لکه زمرې غوندی راټوپ کړ او دا ځل یې ښه تینګ لکه قرضدار له ګریوانه و نیوم ، وار خطا شوم چې خبره بی ابي ته ونه رسیږې نو ژر غلې په ځای ودریدم ، او داځل مې په عذر خپل ګریوان له لاسه ورته خلاص کړ ا
و په ماته غاړه مې تری اجازه وغوښته چې ملګری مې پرواز لرې او نور نه شم کولای تم شم ، زمری په لڼد ډول تیلیفونې مخابره پری کړه او پو شه چې نور دتم کیدو نه یم نو په عجز یې راته وویل :
-وبښه ،بیا به سره په تیلفون کې وغږیږو ، داده زما ویزت کارت واخله بیا زنګ راووهه.
-مننه ، حتمې درته تیلفون کووم ، په مونږ ناوخته کیږې . بیا به سره په
کراره غوری وکړو .
ددی خبری په ویلو تری وخوځیدم او له ځانه سره مې ووېل :
- بلا وه برکت یې نه ، شکر چې په خیر تری نه خلاص شوم ، دا په څه بلا اوښتي وم ؟
سوړ اوسیلې مې وکښ او په لاره کې په چر تونو کې لاهو روان وم ، زړه مې ډیر خپه وو ، ځکه چې نژدی په دوه ساعتونو کې مو ونه شو کولای یود بل له ډیر واړه احواله خبر شو ! څوځله مې په زړه راوګرځیده چې زمرې رانه خپه شوی نه وې؟ او د راکړې کارت له مخی مې ورته تیلفون وکړ ، خو په ډیر تاسف تیلفون یې مصروف و ، شاید داځل هغه له یو بل ملګرې سره د تیلفون له لاری د جمناستک د ښوونکې په څیر مصروف وې چې وایې:
-هلو ، اورم ،.... ، نه یې اورم ،.....، کوز لاړ شه ، بر لاړشه ،..... ودریږه ، څمله ، بیا ودریږه ،......، بیا څمله ، بلی خوني ته لاړ شه ، اشپلاق ووهه ، لغتی واری که ، غوږونه دی وښوروه ،خیزکی ووهه .......
دا خو په سمه بلا ککړ ده ، خدا ی دی رحم پری وکړې چې د تیلفون په سم او ګټور استعمال پوه شې ، چاړه که دی زرو شې څوک یې په ګیډه نه مڼډې !!!