لېونتوب

طنز :
پوهنمل حبيب زی ، دطنز اوخندا له اثره
د پا چاهي دربارخدمتگار پس له هغه چې د پاچا د کارخونې ته په ټول ادب ورننووت، لاس په نامه د تل په شان د پاچا مخي ته په ټول ادب له ولاړی په ملا کوږ شه، چې لکه تل د پاچا او د پاچاهۍ په ستاينه غوړه مالي وکړي.
خدمتګار ورو ورو له کږي ملا را سمیده او نه يې غوښتل چې ژر له پاچا سره سترګه په سترکه شي خو کله چې له پاچا سره مخ په مخ شو؛ نو بيا يې په مسکو شونډو او کږه غاړه سلام وکړو.
سره له دي چې زړه يې غوښتل دا ځل په اسلامې ادب سلام ورکړي او تير شي (!) خو بيا غلي په ځاى ودريده.
گوډاګي والاشان په داسې حا ل کې ښي لاس په خپلو پلنو سنتو تيراو ګرده ږيره په موټي کې ونيوله، نه يې غوښتل چې د خدمتګار سلام ته سم دستي ځواب ووايي ،پس له هغه چې ستوني يې په ټوخي پاک که د سلام په ځواب کې وويل :
_ وعليکم.............وسلا..................م
پس له دې خدمتګار بې له ځنډه په ستايلو داسې پيل وکړ:
_ صاحبه څښتن تالا دي ستا سيوري د مونږ له سره نه کموي ، تاسوزمونږ د هيواديوعادل ،پوه او غټه سټه ياست . که ستاسو مبارک وجود نه واى نومونږټول به تباه او برباد وو. خداى دي ستاسوعمر په سلونوکلونه نور اوږد کړي . زمونږ عمر دي هم خداى پاک تاسو ته در کړي.
_ امين،.... په رښتيا هم، چې زه تاسو ته د خدمت لپاره اوږده عمر ته اړه لرم. زما په دربارکې لکه تاسو غوندي پاک زړي او ريښتينو غړو ته دي خداى اجرونه ورکړي .
_ آمين!
_ ښاغليه! په خداى قسم چې ټول ولس پس له هر لمانځه د جلالتماب روغتيا او سلامتيا لپاره دلوي خداى دربار ته دوعاگاني او درودونه ليږي او له خدايه مننه کوي چې تاسو غوندي هوښيار او پوه لارښود يې هغوى ته لېږلى دى. زه چې ددې ناوړه قوم کړنو ته گورم ډار مې تر سترګو شي، چې د خداى په قهر او غضب به داسې راگير شي، چې د خلاصون لاره به نه لري ، خو ستاسې برکت او لارښونه ده چې موږ تر اوسه لا ژوندي يو او ټول جمعيت په يو وار په گور نه ننوځي.
_ ما شا الله، خداى کريم او رحيم دى، مهرباني يې ده.
_ صا حبه ! په خوب مې ليده چې ويده جمېعت په خپل سپيڅلي او اوچت اواز له خوبه را ويښوي، چې له تاسي نه دښامار په دود جوگونه زده کړي، ټول لکه مړي ستاسو پښوته پراته وو، ليده مې چې ستاسو د اقبا ل او تالو ستورى دومره اوچت و چې په خواږه خوب يې هک پک حيران کړم.
_ الحمدُ لله شکر، په زرهاو ځله شکر،....خداى دې ما او زما ملت په خپل امان کې وساتي .
_ صاحبه ! څومره چې زه پوهيږم ټول جميعت خپل خداى ته دمنني لمونځونه کوي چې تاسو يې لارښود ياست، دغه ثواب پاک الله يوازې ستاسو نصيب گرځولي دى ،هيڅوک ستاسو سيال او بډه نشي کېدلاى .
_ توکل په خداى،.....
_ َصاحبه په خوب مې ليدې، چې سپينې جامې مو په تن او په دوه مخي توره د سرکښانو سرونه غوڅوي اود هغه چا غاړې چې ستاسوپه لاره نه ځي لکه منصور په دار ځړوئ.
_ توبه،... نعوذ بالله
ددې خبرې په ويلو سره، ښاغلي لکه پلرنۍ مېنه د خدمتګار په لور خپلې دواړه ببرې وروځې پورته وغورځولې او د پړسېدلو شونډو پر سر يې خندا د خدمتګار له ستاينې د رضايت په علامه ونڅوله.
دغه راز خبرې به د هغوى تر منځ هره ورځ بيا بيا کېدلې ، خدمتګار د ښاغلي له بد عملۍ او د هغه په وړاندې له خپلي ستاينې تنګ شوى و، کرکې يې په مغزونوکې څړيکه وکړه او د وجدان په حکم يې خپل ځانته د ناروا ستاينې له کبله ناغېړي وکړي، زړه يې وپړسېد او په پاى کې يې مخ د ښاغلي په لور ور واړاوو او دا ځل یې په یوبدل حالت او زړور تیا ورته ويې ويل:
_ د تېرو خوبونو په توپير مې داځل په خوب ليدې، چې سپينې جامې دې په تن او په سپينې لمنې دې د خلګوله وژلو نه د وينو سرې رټې وی ، دا لا څه کوې چې په سر دې لکه غوايى دوه اوږده ښکرونه شنه شوي وو، او په همدغه ډول بډ وهلې مټې د بې گناه خلکو له و ينو روان لښتي په غاړه د لمانځه لپاره اودس کوې.
شيخ ددي خبرو په اوريدو له غوسي وپړسيد او د خدمتګار خبره يې په چېغو داسې پري کړه :
_ بس که ! دا مرداره خوله دي وتړه سپیره ، ته احمق او ليوني وي چې داسې دي زه په خوب ليدلم !
خدمتګار بي له ځنډه ځواب ورکړ:
_ نه صاحبه ! دا ستاسو حماقت او ليونتوب و چې د مونږ خوارانو خواږه خوب ته راغلى وې(!)