پوهنمل حبيب زی
طنز
څو کاله پخوا ما دتر کيې دنامتو ليکوا ل عزيز نسين يوه خوږه کيسه ولوستله چې غواړم هغه له خپلو یادونو دلته اوس له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم .
هغه کيسه نه يوازې دهغه وخت خبره وه ، بلکې يو څه دنن ورځی له حالاتو سره هم اړخ لګوې .
د کيسې دخوږوالي په خاطر ما په دې کيسه کې نوي نومونه راوستلي دي اوکيسه مې چې څه ډول په ياد پاتې ده په همغه ډول بیا له سره ليکلې ده. ځکه چې اوس يې نقل راسره نشته چې هغه ټکى په ټکي وژباړم .
کيسه داسې د ه:
بريتو غلام او ګوډ ګلو سره يو ځاى بازار ته د سودا د اخيستلو په خاطر له کلي روان شول. پس له ډېرې خوارۍ او مزدورۍ نه بريتو غلام په پور باندې له یو شرکته يو نوى تراکتور رانيولى و، دواړه په هغه کی سپاره د بازار په لور وخوځیدل.
بريتو غلام د تراکتور د جلو پر څوکۍ په دبدبو کيناست او تراکتور يې چالان کړ، دوه درې ځله يې ښه په زور وغراوه چې دودونه يې له کونې د اسمان غيږ ته پورته شول ا و بيا يې د کلې په نری کوڅو کی خپله پښه د تراکتور په اکسلیټر ښه ټينګه او د بازار په لور روان شو.
بريتو داسې په ناز او نخرو تراکتور چلاوه چې شېبه په شېبه به دګوډ ګلو ورته ارمانونه او هيلې په زړه کی تلې او راتلې او په ډېر حسرت به يې د هغه خوا ته چې په تراکتور کې يې څنګ ته ناست و کاږه کاږه ورکتل .
په لار کې يې څو ځله له بريتو غلامه هيله وکړه چې د تراکتور جلو دیوی شیبی لپاره هغه ته ورکړي، خو خبره او غوښتنه يې د بریتو غلام له خوا ونه منل شوه ، نو له دې امله بیا غلى او په سوچ کې ډوب دتراکتور دجلو په ارمان په چرتونو کې لا هو و.
بريتو غلام چې په ډېري مغروري په بريتونو کې اخوا ديخوا لاسونه وهل او په اصطلاح د خان په خره سپور و نو په ناببره توګه يې د ګوډ ګلو خواته مخ ور واړاوه او دلا سوز ورکولو په خاطر ورته وويل:
- هغه د سرک خواته د غوا خوشايې وينې! چې همدا اوس غوا تازه کړي دي، که هغه دې وخواړه نو خپل تراکتور تاته بخښم!
ګوډ ګلو ، غلام بريتو ته په بې باورۍ ښکته پورته وکتل چې دا خو ناشونې خبره ده او ګمان يې کاوه چې بريتو ټوکې کوي. خو بريتو غلام په څو څو ځله قسمونه او حتى د خور او مور په ښکنځله خپل شرط بيا بيا تکرار کړ او وويل چې په خپل شرط ښه ټينګ اوکلک ولاړ دى.
د ګوډ ګلو چې په شرط پوره يقين راغى په بریتو غلام غږ وکړ:
- ترکتور ودروه !
بیا یی په بيړه له تراکتوره د غوا د خوشايو پر خوا ورټوپ کړ او د سترګو په رپ کې يې ځان د غوا د لکۍ خوا ته ورساوه .
سوړ اوسيلى يې له خولې وښکه او بيا يې په ځير ځير د خوشايو او بيا يې د تراکتور لور ته ښکته پورته وکتل پس له لنډې دمې او سا ښکلو ، نور په ځان پوه نه شو او په ډېره بيړه يې د خوشايو تپي په څو غټو مړيو کې وخوړه او نوش جان يې کړه!
په دې ډول بريتو غلام شرط بايلود ، زوړند غوږونه یی خپل بایلوی تراکتور ودراوه او خپل ځاى يې د تراکتور په جلو ګوډ ګلو ته پرېښود.
ګوډ ګلو چې مېدان له بريتو غلامه په شرط وړى و، نو له ډېرې خوشحالۍ يې پښه داسې د تراکتور په اکسلیټر ټينګه کړه چې د تراکتور د ټر ټر غږ د سړک له غاړې د ډېرو ليرو کلو منځ ته هم تلو او ډير ښه هلته هم اورېدل کېده.
دواړه بازار ته ورسېدل، سودايې وکړه او د مازيګر- ماښام تر منځ بيرته د کور په لور راروان شول. د لارې په منځ کې د دواړو ترمنځ د چوپتيا لمن خوره وه او دواړه په چرتونو کې ډوب تللي وو. د بريتو غلام په بريتونو خړ ګردونه پراته وو، هغه په دې چرت کې تللى و چې عجيبه تيروتنه مې وکړه. دا څه ماشومانه شرط مې وتاړه او خبره مې بايلوله؟ اوس به په کور کې د ښځې څه ځواب وايم؟ چې د غوا په خوشايو مې هغه تراکتور چې يو عمر به يې پورونه ورکوي له لاسه ورکړ؟ ......... څومره بده خبره؟...........
دواړه په چرتونو کې ډوب وو ، چې نا څاپي ګوډ ګلو تراکتور وداراوه او بيا يې د بريتو غلام خوا ته تر مخ اړولووروسته داسې وويل:
- هغه د لار ې خوا ته د غوا د خوشايو ګرمه تازه تپۍ وينې؟ که هغه دې وخوړه نو خپل تراکتور دې بيرته درکوم!
بريتو غلام چې له خدايه دا خبره غوښته، نور نو په ځان پوه نه شو چې څنګه يې د غوادسوټې خوا ته ټوپ کړى و او د سترګو په رپ کې يې هغه بې له ځنډه وخوړه او پس له هغه يې په خپلو پلنو بريتو اخوا ديخوا لاسونه را کاږل.او سم دستی یې ګوډ ګلو ته د تراکتور له جلوه د لری کیدو امر په جګ اواز ورکړ ، بريتو بيا د خپل تراکتور د جلو شاته په خندا او خوشحالۍ کېناست او د کلي په لور يې کش ورکړ.
زيړى مازيګر و او تر کلي پورې لا ډېره لار نه وه پاتې، بريتو غلام يو ځل بيا په سړه سينه دلوى بري په خاطر په خپلو پلنو بريتو اخوا ديخوا لاسونه راکاږل او بيا يې له ځان سره يوه کليوالي بدله ښه په لوړ اواز داسې پيل کړه :
ادم خانه چرسي - کټ مې و باسه دالان ته
ماته خوب نه راځي - کټ مې وباسه دالان ته
لا سونه بډ وهئ ګډيږئ
ادم خانه چرسي کټ مې و باسه دالان ته
ماته خوب نه راځي کټ مې و باسه دا لان ته
د غريبانو ښادي کله کله وينه
ادم خانه چرسي کټ مې وباسه دا لا ن ته
ماته خوب نه راځي کټ مې .......
په دې وخت کې ګوډګلو بيا په منځ کې ور ولويده او برېتو غلام يې خپلې خو شحالۍ ته هم پرينښوده ا و ورته وويل:
- ګوره بريتو! سهار چې له کلي راوتلو نو ته د تراکتور څښتن وې او زه دې خواته ناست وم،او په چټي خبره خداى تراکتور له تانه واخيست او ماته يې راکه او اوس چې بيا د کلي خوا ته رانيژدې شو نو ته بيا خداى د تراکتو رڅښتن کړې، او زه دې همغسې لنډغر خواته ناست يم، او زموږ په حالت کې هېڅ بدلون رانغلو!
خو په دې منځ کې دواړو بې خوده او بې جهته د تراکتور د چوکۍ لپاره د غوا د خوشايانو دوه سوټې وخوړې!
عجبه ده ،یوشمیر انسانان د څوکیو د نیو له پاره څه نه دی چې نه یې کوی !
حتی د مردارو په خوړلو لب نه دی ، ددی د نوش جان وی خو مونږ د تراکتورڅوکۍ داسی نه غواړو !!!
وروستي