
صلاح الدين رباني د قبايلي سيمو، فاټا او FCR قانون په اړه څه پوهيږي، څه غبرګون وښيي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
(فاټا) يا نيمه خپلواکه قبايلي سيمې او (Federally Administered Tribal Areas)، په شمالي پاکستان کې اووه اجنسۍاو شپږ سرحدي سيمې دي، چې په مستقيم ډول د پاکستان د حکومت له خوا په فدرالي ډول له اسلام اباد څخه اداره کېدلې او د (سرحدي سيمو قانون) په نوم يو لايحه پرې عملي کېدله.
قبايلي سيمې په سويل او سويل ختيځ کې له بلوڅستان او خيبر پښتونخوا سره، په شمال او شمال لودېځ کې د افغانستان له کنړ، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو سره ګډې پولې لري. د قبايلي سيمو مرکز (پاړه چينار) دی؛ ميرانشاه، جمروډ، ونا او خار يې نور مشهور ښارونه دي.
قبايلي سمې نېږدې ۲۷۲۲۰ کيلو متره مریع پرخوالی او کابو پنځه مېليونه نفوس لري، چې غوڅ اکثريت يې مسلمان پښتانه دي.
يادې سيمې د پاکستان د فدرالي حکومت په وسيله په نيغ ډول ادراه کېدلې او په نيمه ډول سره خپلواکه وې. د پاکستان پارلمان تېره پنځه نۍ (۳ د غبرګولي/۱۳۹۷) د ۲۲۹ اکثريت رايو په کارولو سره قبايلي سيمې د خيبرپښتونخوا په ايالت کې ورګډې او مدغم کړې.
د پارلمان د يادې پرېکړې په اړه يو شمېر سياسي ګوندونه مخالف وو. د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ جمعیتالعلماء اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ياده ورځ له پارلمان سره پرېکون او بايکاټ کړی وو او په ناسته کې يې استازو برخه نه وه اخېستي.
دوی نيوکه درلودله، چې د پاکستان پارلمان دا ډول پرېکړه پرته له سلا او مشورې تر سره شوي او په دې اړه د قبايلو نظر نه دی پوښتل شوی. محمود خان اڅکزي خو وړاندې دا هم ويلي وو، چې د فاټا په اړه د پاکستان هر ډول يو اړخېزه پرېکړه به د افغانستان له سخت غبرګون سره مخ شي او افغانستان به يې د عملي کېدو اجازه ورنه کړي.
ولې افغانستان بايد غبرګون وښيي او مداخله وکړي؟
افغان حکومت په ۱۹۲۱ ز کال کې د قبايلي سيمو په اړه له پخوانۍ برتانيا سره يو تړون لاسليک کړی وو، چې دغه سيمې يې په پايله کې نيمه خپلواکه شوې او دوی ته يو ځانګړي قانون وټاکل شوو، چې د FCR په نوم ياديږي.
افغان دولت وايي، چې د فاټا په اړه هر ډول پرېکړه بايد د افغانستان، پاکستان او قبايلي خلکو ترمنځ په موافقې او هوکړې سره ترسره شي، خو د پاکستان پارلمان وروستۍ پرېکړه له افغان دولت سره څه چې په خپله د قبايلو له مشرانو او اوسېدونکو سره هم پرې خبرې نه وې شوې.
له پرېکړې څخه کم وخت وروسته د افغانستان د قومونو او قبايلو وزير غفور ليوال رسنيو ته راښکاره شوه او د پارلمان د پرېکړې په اړه يې خپل او د افغان حکومت دريځ روښانه کړ، چې مخالف دي. ځکه دغه پرېکړه پرته له مشورې او په يو اړخيز ډول ترسره شوې ده.
دوه ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ هم ډېر سوړ غبرګون وښوود او له پرېکړې سره يې مخالفت وښوود. په دا ډول مسايلو کې مسووليت، تمه، هيلې او صلاحيت د يو هېواد په بهرنيو چارو وزارت پورې تړلی وي، ځکه چې هر کله خبره د دوو دولتونو ترمنځ شي، نو بيا د هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونه سره خبرو ته ځي.
تمه داسې وه، چې؛
- د هېواد د بهرنيو چارو وزارت به لومړی له يادې پرېکړې سره توند غبرګون وښيي
- په کابل کې به د پاکستان د سفير احصار شي
- ډېپلماټيک سفرونه او خبرې به پيل شي
- که موضوع لويه وي، نو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت به يې په نړيواله ټولنه کې غږ پورته کړي
- بهرنيو چارو وزارت به د حل او لاس ته راوړنې طرحې وړاندې کړي او نور.........
خو له ډېره بده مرغه د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په خپل رسمي وېب سايټ او په ټولنيزو شبکې، يوازې غبرګون هم ښکاره نه کړ، نورې چارې خو پر ځای پرېږده.
فاټا، قبايلي سيمې او FCR تاريخي موضوعات دي، هغه چاته به دردمند او د ارزښت وړ وي، چې تاريخ ولري او په دې خاوره يې پلار او نيکه قربانۍ ورکړې وي. صلاح الدين رباني په څه خبر او تر اوسه څه قرباني!!!