د کرزي يوه رښتيني ټوکه :


وايي دکندهار سپين ږيري کرزي ته راغلي وو ، ورته ېې له احمدولي کرزي سر ټکاوه چې داسې کوي او هغسې کوي ګرد کندهار ېې پر سره تبۍ رابدل کړی دی .
نو دا مهال کرزی يو دم غوسه شو او ويې ويل : هلکانو ژر شئ ! احمد ولي خان په ټېلفون کې راسره رخ کړئ چې ولې يې داسې ټکه پر قومي مشرانو راښکته کړ ېده ؟
احمد ولي خان ،چې رخ شو ، کرزي ورته وويل واسړيه ! داکندهاريان دې ګرد خفه کړې دي ولې داسې کوې ؟ نو دې وخت کې دموبايل لوډسپيکر هم له دې امله ان پرېښودل شوی ، چې سپين ږيرو ته وښيي ، چې په رښتيا هم له احمدولي سره خبرې کوي .
احمد ولې خان ، چې د لوډسپيکر څخه خبر نه و ورته وويل : ځغله ځغله له تا ګرد افغانستان خفه دی !!!