روغتیا، خدمت او که سوداګري؟

که څه هم په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ډېرې مرستې وشوې او په میلیونونه ډالر په دې سکتور کې پانګونه وشوه خو لا هم په دې برخه زمونږ هېوادوال د ګڼو ستونزو سره مخ دي او همدا ډول په روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو کیفیت ورځ تربلې په خرابیدو دی.

دا مهال په هېواد کې د ډېرو دولتي روغتونونو ترڅنګ ګڼ شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونه هم فعالیت لري چې د عامې روغتیا وزارت لخوا ورته د کار جوازونه ورکړل شوي دي. د خصوصي روغتونونو فعالیت په داسې حال کې د خلکو له شکایتونو سره مخ دی چې د یادو روغتونونو شمېر ډېر خو د خدماتو د کیفیت کچه یې خورا ټیټه ده او تر دې دمه یې د ناروغانو هغه عادي ناروغي درملنه یې هم په سمه ده توګه نده کړې او د همدې ستونزو له امله ده چې په هېواد کې د دومره خصوصي او دولتي روغتونونو د شتون سره سره لاهم هره ورځ زمونږ ناروغان ګاونډیو هېوادو ته د درملنې په موخه روان وي.

روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی د هېواد د ټولو وګړو حق دی چې د دولت لخوا باید ورته وړاندې شي خو په داسې هېوادونو کې لکه افغانستان چې کلونه کلونه جګړې یې تېرې کړي او د نورو ستونزو ترڅنګ د روغتیایي خدمتونو په برخه کې هم ګڼې ستونزې لري، نو د حکومت لخوا په لوړ کیفیت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول یو ستونزمن کار دی چې هېوادوالو ته یې وړاندې کړي او تر دې دمه د عامې روغتیا وزارت په دې نه دی توانیدلی چې د هېواد په لرې پرتو سیمو او آن دا چې په ځینو مرکزي سیمو کې خلکو ته په سمه توګه روغتیایي خدمات وړاندې کړي او که وړاندې کوي یې هم په ډېره ټېټه کچه یې وړاندې کوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

روغتیایي خدمتونه نه یوازې دا چې د کیفیت له اړخه ستونزه لري، بلکې خلکو ته یې د اقتصادي پلوه هم ډېر زیان رسولی دی، کوم درمل چې د هېواده بهر په لوړ کیفیت او ښه ځانګړتیاوو جوړیږي په افغانستان کې هماغه درمل په هماغه ځانګړتیاوو، بلکې په ټیټ کیفیت سره واردېږي او د درملو سوداګرو لخوا په لوړ قیمت په هېوادوالو پلورل کېږي.
 
دلته نه یوازې پر خوار افغان ولس په لوړ قیمت درمل پلورل کېږي، بلکې د ناروغانو له ژوند سره هم لوبې کېږي چې کیدای شي د ناروغ ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

له بده مرغه روغتیایي خدمتونه زمونږ په هېواد کې سوداګریزه بڼه لري، که څه هم دا د حکومت دنده ده چې هېوادوالو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې روغتیایي آسانتیاوې برابرې کړي، خو لاهم په دې برخه کې مونږ تل د یوې عادي ناروغۍ درملنې په موخه هم اړ یوو ترڅو بهرنیو هېوادو په تېره ګاونډیو هېوادو ته ولاړ شو، په داسې حال کې چې ډېری ناروغان دا توان نه لري چې بهر ته د تګ لګښت پرې کړي او هغوی یې چې لګښت پوره کولای شې ډېرو ستونزو سره باید پاسپورت او نور اسناد چمتو کړي ترڅو د پاکستان او یا د هندوستان هېواد ویزې ترلاسه کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو او په ټوله کې دولت ته پکار ده ترڅو د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې خورا دقت وکړي او همدا ډول په هېواد کې په معیار برابر روغتونونه جوړ کړي ترڅو خلک وکولای شي د هېواد د ننه خپله درملنه وکولای شي او د بهر تګ څخه خلاص شي.